امام خمینی
د امام خمینی (ره) ژوندلیک او سیاسی فعالیتونه په لنډه توګه بیان کړئ.
سيد روح الله موسوي خميني (۱۲۸۱ل- ۱۳۶۸ل) په امام خميني باندي مشهور، د تقليد مرجع، فيلسوف، عارف او د ايران د اسلامي جمهوريت بنسټګر دی. هغه د اراک، قم او د نجف په علميه حوزو کې زده کړه او تدریس کړی دی او دهغه تر ټولو مشهور لوست او تدریس په قم او نجف کي وه. د امام خمیني سیاسي مبارزې له څلوېښتمي لسيزي (۱۳۴۰ل) څخه راهیسې د پهلوي حکومت پر وړاندې د دولتي او ولایتي انجمنونو د تصویب په اعتراض کې یو جدي پړاو ته داخل شو. د امام خميني اعتراض او نيوکه د شاه د سپین انقلاب او کاپيتولاسيون او د محمد رضا شاه پهلوي د نورو دیني او ملي ضد اقداماتو په وړاندې دوام وموند.
د شاه د سياسي تګلارې سره د امام څرګند مخالفت د دې لامل شو چې هغه ترکیې، عراق او پاریس ته جلاوطن شي. دهغه مبارزې په نجف کې دوام وموند او امام د اعلامیو او پیغامونو د صادرولو په واسطه د ایران له خلکو سره خپلې اړیکې وساتل. د امام خمیني په مشرۍ د پهلوي حکومت په وړاندې د ایران د خلکو د مبارزې په دوام سره محمد رضا شاه له ایرانه وتښتید او امام د ۱۳۵۷ کال د سلواغې په ۱۲ نیټه ایران ته داخل شو او د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره په ایران کې شاهي حکومت له منځه ولاړ.
ژوندلیک
امام خمینی د ۱۳۲۰هجری قمری کال د جمادی الثانی د میاشتې په شلمه نیټه د ۱۲۸۱هجری شمسي کال د وږي د میاشتې د دیرشمي نیټې سره سم د مرکزی ولایت د خمین په ښار کې وزیږید. هغه د سید مصطفی موسوي زوئ دی. سید مصطفی یو له شیعه مجتهدينو څخه دی چې په نجف کې یې زده کړه کړې وه. هغه په دیني چارو کې د خمین د خلکو مرجع و او د سیمهایزو واکمنانو له ظلمونو سره یې هم مبارزه کوله. هغه په داسي حال کي چې سيد روح الله ۵ مياشتنۍ و، د اراک د خوانينو په واسطه شهادت ته ورسېد. د سید مصطفی له شهادت وروسته امام خمیني تر پنځلس کلنۍ پورې د خپلې مور اوعمه تر سرپرستۍ لاندې و.
امام خمیني د ۱۳۶۸ لمريز کال د غبرګولي د میاشتې په دیارلسمه نیټه په تهران کې وفات شو.
زده کړه او تدریس
امام خمیني په اراک کې خپلې زده کړې پیل کړې او د زده کړو د بشپړولو لپاره په ۱۳۰۱ لمريز کال کې قم ته هجرت وکړ. میرزا محمد علي ادیب تهراني، سید محمد تقي خوانساري، سید علي یثربي کاشاني او شیخ عبدالکریم حایری په ادبیات، فقه او اصولو کې د امام له استادانو څخه ګڼل کيږي. امام د زده کړې ترڅنګ د قم په علميه حوزه کې يې تدریس هم کول او یو له هغو استادانو او مجتهدینو څخه پېژندل کېدل چې په فقه، اصول، فلسفه، عرفان او اخلاق کې صاحب نظر و. هغه تركيې او عراق ته له هجرت وروسته ديارلس كاله د نجف په علميه حوزه كې تدريس وكړ او په دې موده كې يې د لومړي ځل لپاره د اسلامي حكومت نظري بنسټونه د ولايت فقيه د درسونو په لړئ کي بيان كړل.
سیاسي مبارزې
د امام خمیني سیاسي او د ظلم په وړاندي مبارزه له ځوانۍ څخه په اراک کې د سیمه ایزو واکمنانو په خلاف پیل شوه. د سیاسي مسایلو په اړه د امام جدي دریځ د څلویښتمې لسیزې په لومړیو کې د دولتي او ولایتي انجمنونو د تصویب په اعتراض سره پیل شو او د شاه د سپینې انقلاب په خلاف یې د یوې اعلامیې په صادرولو سره دوام وکړ. د ۱۳۴۲ کال د غبرګولي د میاشتې په پنځلسمه نیټه د ایران د روحانيت او ملت پاڅون په ټول هیواد کې له دوو مهمو ځانګړنو سره يعني د امام خمینی (ره) يوګونۍ رهبرۍ او د دغه پاڅون د انګېزې، شعارونو او اهدافو د اسلامی ماهیت لرل، د ايران د خلکو د مبارزې د نوي فصل پيل وګرځېد.
مبارزاتي خاطرې
امام خمېنی د لومړی نړیوالې جګړې په اړه کله چې ۱۲ کلن و خپله خاطره يې داسي یاد کړې ده : دواړه نړیوالې جګړې مې په یاد دی... زه کوچنی وم، خو ښوونځی ته تلم او په همدې مرکز کې مې شوروی پوځیان لیدل او د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله پر موږ باندي یرغل تر سره کېدل.
امام په بل ځای کې د ځینو هغو خوانینو او اشرارو د نومونو په یادولو سره چې د مرکزی حکومت تر حفاظت لاندې یې د خلکو مالونه او نوامیس يې لوټول، ویلي دي: « زه له ماشومتوبه په جنګ وم ... مونږ د زلقیانو او د رجبلعیانو تر برید او یرغل لاندې و، او مونږ پخپله ټوپکونه درلودل، او زه په داسې حال کې چې ماشوم وم او تقریباً د بلوغ په پيل کي وم، د هغو سنګرونو په شاوخوا تلم چې هغوئ د یرغل او لوټولو لپاره يې جوړ کړي ول.
له اسراییلو سره مخالفت
امام خمېنی د خلکو په غونډه کي په بې پروايي سره شاه د جناياتو اصلي لامل او د اسراييلو سره هم تړون يادول او خلک يي پاڅون ته بلل. هغه د ۱۳۴۲ کال د وري د مياشتي په دوولسمه په خپله وینا کې د رژیم د جنایاتو په وړاندې د قم، نجف او نورو اسلامی عالمانو پر چوپتیا سختې نیوکې وکړې او ویې ویل: «نن چوپتيا د جبار له دستګاوسره ملګری ده. امام په وروسته ورځ د وري د مياشتي په ديارلسمه خپله مشهوره اعلامیه د شاه دوستي تر عنوان لاندي خپره کړه.
د رژیم د سیاستونو په اعتراض کي د نوروز د مېلې تحریمول
۱۳۴۲ لمریز کال د نوروز د اختر د مېلې په منع کولو سره پیل او د فیضیه د مظلومانو په وینو رنګ شو. شاه د سپین انقلاب تر نامه لاندې د امریکا په خوښه د اصلاحاتو په ترسره کولو ټینګار کول او امام خمیني د امریکا د لاسوهنو او د شاه د خیانتونو په وړاندې د خلکو په خبرولو او د هغوئ په پاڅون ټینګار درلود. رژیم د علماوو د مخالفت په وړاندې د خپلو سیاستونو د پلي کولو لپاره هغوئ يې ګواښول. په دې لړ کې د ۱۳۴۲ لمريز کال د وري د میاشتې په څوارلسمه نیټه په نجف کښې د تقلید له چارواکو څخه آیت الله حکیم د ایرانی علماوو او چارواکو ته د ټیلیګرام له لارې وغوښتل چې ټول نجف ته هجرت وکړي.
امام خميني دغو ګواښونو ته په پام کي نه نيولو سره د آیت الله حکیم ټیلیګراف ته یو ځواب ولیږه او په هغه کې یې ټینګار وکړ چې د علماوو ډله ایزه هجرت او د قم د علميه حوزې تشول په مصلحت نه دی.
د غبرګولي د پنځلسمې پاڅون
د ۱۳۴۲ لمرېز کال د محرم په میاشت کې امام خمیني خلکو ته د رڼا ورکو لپاره د مذهب او ملت پر ضد د پهلوي کړنې يې بيانول. امام خمیني د همدې کال د غبرګولي په دیارلسمه د عاشورا د ورځې په مازديګر د فیضیه په مدسه کي خپله تاریخي وینا وکړه چې د غبرګولي د ۱۵ د پاڅون پیلامه وه او شاه ته یې نصیحت او د هغه د سیاستونو د پایلو خبرداری ورکړ.
د امام د خبرو په ځواب کي د امام خمینی یو زیات شمیر پلویان او پخپله هم ونیول شول او بندیان شول. دغه پاڅون د ۴۲ کال د غبرګولۍ په ۱۵ نیټه د غورځنګ د مشر په نیولو او د خلکو په وژلو سره وځپل شو. امام خمیني د ۱۳۴۳ لمريز کال د لړم په څلورمه یوه انقلابي بیانیه خپره کړه چې پکې یې لیکلي وو: نړۍ دي وپوهيږي چې هره ستونزه چې د ایران ملت او مسلمان ملتونه لري له بهرنیانو څخه دي، له امریکا څخه دی، اسلامي ملتونه په عمومي توګه له بهرنیانو او په ځانګړې توګه له امریکا څخه کرکه لري. دا امریکا ده چې د اسراییلو او د هغه د پلويانو څخه ملاتړ کوي. دا امریکا ده چې اسراییلو ته ځواک ورکوي تر څو د عرب مسلمانان بې ځایه کړي.
کاپیتولاسیون
د کاپیتولاسیون د لایحې د تصویب په اړه د امام افشا کول او څرګندونې، ایران يې د ۱۳۴۳ لمريز کال د غبرګولۍ په مياشت کي د یو بل پاڅون په درشل کي وګرځول. د ۱۳۴۳ لمريز کال د لړم د میاشتې د دیارلسم په سپېده داغ کي امام ونیول شو او سمدستي ترکیې ته جلا وطن شو. د يوې نظامي فضا پرشتون سربېره د تهران په بازار کې د مظاهرو، د اوږدې مودې لپاره د ديني مدرسو د لوست بندېدل، او نړیوالو سازمانونو او تقلید چارواکو ته د عریضو او ليکونوو په استولو سره د اعتراضونو څپې را منځ ته شوې.
په ترکیه کې د امام هستوګنه یوولس میاشتې دوام وکړ چې په دې موده کې د شاه رژیم په بې ساري سختو کړنو سره په ایران کې د مقاومت پاتېشوني وځپل او د امام خمیني په غیاب کې یې د امریکا په خوښه په چټکۍ سره اصلاحات پیل کړل. په ترکیه کې جبري هستوګنه د امام لپاره یو فرصت و تر څو د تحریرالوسيله د کتاب په لیکلو پیل وکړي.
عراق ته د امام خمیني جلاوطن کېدل
د ۱۳۴۳ لمريز کال د تلې د مياشتي په دیارلسمه امام او زوئ يې آغا مصطفی له ترکیې څخه عراق ته واستول شول. دا موده ۱۳ کاله دوام وکړ. له مخالفتونو او خنډونو سره سره امام د نجف په شیخ انصاری جومات کې خپل د فقه درسونه پیل کړل چې له عراق څخه پاریس ته تر هجرت پورې یې دوام وکړ. د هغه درسي حوزه د زده کوونکو د کیفیت او کمیت له پلوه په نجف کې یو له غوره حوزو څخه و.
امام خمیني نجف ته د رسیدو له پیله له مبارزینو سره خپلې اړیکې وساتل او په هر مناسبت کي یې دوئ د غبرګولۍ د ۱۵ پاڅون د موخو د تحقق لپاره مقاومت ته بلل. له جلاوطنۍ څخه وروسته په ټوله موده کې له هر ډول مشکلاتو سره سره هيڅکله له مبارزې څخه يې لاس وانخيستل او د خپلو ویناوو او پیغامونو سره یې په زړونو کې د بریتوب هیله ژوندۍ ساتل. امام د ۱۳۴۷ لمريز کال د تلي په ۱۹مه د فلسطین د الفتح سازمان له استازو سره په خبرو کې د اسلامي نړۍ د مسایلو او د فلسطین د ملت د جهاد په اړه خپل نظر څرګند کړ او په همدې مرکه کې یې فلسطيني مجاهدينو ته د شرعي زکات د يوې برخې د ځانګړتيا پر وجوب باندي فتوا ورکړه.
د امام خمیني څلور کلنۍ ښوونې، هڅې او روښانتیا توانېدلای و چې د نجف فضا تر یو حده بدله کړي. اوس په ۱۳۴۸ لمريز کال کې په هېواد کې دننه د بې شمېرو مبارزينو تر څنګ په عراق، لبنان او نورو اسلامی هېوادونو کې هم ډېر مخاطبيڼ شتون درلود چې د امام خمینی غورځنګ یې خپله بېلګه ګڼل.
د مرغومۍ د ۱۹م پاڅون
د ۱۳۵۶ لمریز کال د لړم په لومړۍ نیټه د امام د مشر زوئ مصطفی خمینی له شهادت سره په ایران کې يو پرتمين مراسم ترسره شو. دا پیښه د علميه حوزو د بیا خوځښت او د ایران د مذهبي ټولنې د پاڅون د پیل ټکۍ وه. امام خمیني دغه پیښه د الهي د پټو الطافو څخه نومولۍ وه. د شاه رژيم د اطلاعاتو په ورځپاڼه کې د امام په وړاندې د سپکه نيزې مقالې په خپرولو سره غچ واخيست. د دې مقالې پر ضد اعتراض د ۱۳۵۶ لمريز کال د مرغومۍ په ۱۹ نېټه کې د قم د پاڅون لامل شو چې په ترڅ کې یې یو شمېر دينې محصلين ووژل شول. د ډله ایزو وژنو سره سره، شاه ونه توانېد چې د اور بل
شوې لمبې مړ کړي. هغه پوځي چمتو والۍ او عامه وسله وال جهاد د امریکا د پوځي کودتا په حالت کې د پاتې کیدو یوازینۍ لاره ارزول.
پاریس ته جلاوطن کېدل
په نیویارک کې د ایران او عراق د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د عراق څخه د امام خمیني د ايستلو تصمیم ونیول شو. د ۱۳۵۷ کال د تلي د مياشتې په دوهمه نېټه په نجف کې د امام کور د بعثي ځواکونو لخوا محاصره شو. د دغه خبر انعکاس د ایران، عراق او نورو هیوادونو د مسلمانانو له پراخې غوسې سره مخامخ شو.
امام خمینی د تلې د میاشتې په دوولسمه نیټه له نجف څخه د کویت د پولې په لور روان شو. د کویت حکومت د ایران د رژیم په اشارې سره دغه هیواد ته د امام د داخلیدو مخه ونیوله. امام تصمیم ونيول چې پاریس ته هجرت وکړي. د تلي په ۱۴مه نېټه امام پاریس ته ورسېدل. دوه ورځې وروسته، په نوفل لوشاتو (د پاریس په یوه څنډه) کې د یوه ایراني په کور کې میشت شول. د الیزې د ماڼۍ مأمورين امام ته د فرانسې د ولسمشر د نظر له مخې خبرداری ورکړ چې له هر ډول سیاسي فعالیت څخه ډډه وکړي. امام خميني په کلکه غبرګون کې په ښکاره ویلي و چې دا ډول بندیزونه د ډیموکراسۍ د ادعا خلاف دي او که له دغه هوايي ډګر څخه هغه هوايي ډګر ته او له دغه هیواد څخه هغه هیواد ته تللو ته مجبور شي بيا هم له خپلو موخو څخه به لاس پورته نه کړي.
ايران ته راستنېدل
امام خمیني د ۱۳۵۷ لمريز کال د مرغومۍ په مياشت کي انقلابي شورا جوړه کړه. شاه هم د پاچاهي شورا د جوړولو او د بختيار د کابېنې لپاره د باور د راي اخيستلو څخه وروسته د مرغومۍ په ۲۶ مه له هېواد څخه وتښتېد. دا خبره د تهران په ښار او بیا په ایران کې خپور شو او خلکو په کوڅو کې جشنونه او نڅاګانې پیل کړې.
د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د مياشتې په پیل کې، د امام تصميم هیواد ته د بیرته ستنیدو خبر خپور شو. امام د ایران خلکو ته د پیغامونو په ترڅ کي ويلي و چې په دې برخليک جوړونکو او ارزښتناکو ورځو کې د خپلو خلکو په څنګ کي به وي. د بختیار حکومت د جنرال هایزر په همغږي د هېواد هوايي ډګرونه د بهرنیو الوتنو پر مخ وتړل.
څه موده وروسته د بختيار حکومت اړ شو چې د ملت اراده ومني. بالاخره امام خمینی له خپل وطن څخه له څوارلسو کلونو ليرې کیدو وروسته د ۱۳۵۷ لمريز کال دسلواغې د میاشتې د دوولسمې نیټې په سهار کې هیواد ته داخل شو. د ایرانیانو بې سارۍ هرکلۍ دومره ستر او د انکار وړ نه و چې لویدیځو خبري اژانسونه هم مجبور شول په هغه باندي اعتراف وکړي او د هرکليانو شمېر له ۴ تر ۶ میلیونو پورې اټکل کړي.