جنت او د هغه توصیف د انسان په محدود تصورات سره

د ویکی پاسخ لخوا
Jump to navigation Jump to search
پوښتنه

ولي هر هغه شی چې اعرابو ۱۴۰۰ کاله مخکی خپلې آرزوګانی د مدینه فاضلې په توګه تصور کول، په قرآن کي کټ مټ د جنت په توګه توصيف شوی دی؟ اوس که چيري د نړۍ د ښکلي سيمو ميشتو کسانو ته د اسلام نظر د جنت په باره کي وويل شي څه شی به ووايي؟ آیا دوئ به و نه وايي چې موږ په خپل هېواد کي داسي جنتونه ډېر لرو او د اسلام جنت ته اړتيا نه لرو؟

رښتينۍ جنت د انسان له تصور نه وتلۍ دی او قرآن او روایتونه د جنت په توصيف کي د محدودانسان لپاره مجبور دی چې د انسان د پوهې وړ مصداقونو څخه ګټه واخلي. قرآن کلي معيارونه ښودلي دي چې په جنت کي هر څه وغواړئ ستاسو لاس ته در رسيږي. همدا رنګه قرآن د انسان نهايي موخه د جنت نعمتونو ته رسېدل نه بولي بلکه اصلی موخه او هدف د خدای رضايت ته رسېدل بولي.

جنت او دوزخ د انسان د مادي اعمالو تجسم بلل شوی دی. هر وګړۍ په آخرت کي د خپل اعمالو سره مخامخ کيږي او نه شي کولاي د هغه په وړاندي د بې اړتياوي ادعا وکړي. نو کولای شو د ټولو انسانانو لپاره د اسلام له جنت څخه خبرې وکړو او دوئ اسلام ته راوبولو؛ بې له دې نه چې د ځمکنې بڼو او منظرو او الهي جنت په منځ کي منافات شتون ولري.

د آخرت د وصف ناممکنتيا

انسانان په محدوده نړۍ کي ژوند کوي. او ټوله تصورات په همدې چوکاټ کي ځای لري او د جنت حقیقت زموږ د پوهې او درک څخه بهر دی. په پايله کي هغه تعبيرونه چې په قرآن او روایتونو کي د جنت په باره کي ويل شوي دي د دې لپاره دي چې موږ وکولای شو له هغو نه يوه ذره درک کړو. اما رښتنۍ او حقیقي جنت زموږ له تصور څخه ډېر لوړ او وتلۍ شی دی. ځيني عالمان دا شۍ د مور په رحم کي جنین ته ورته‌والۍ ورکوي. د هغه جنين لپاره چې د مور په رحم کي ژوند کوي، د دې نړۍ ښکلتياوي د ويلو وړ نه دی. حال دا چې دغه جنين بې له خپل د مور رحم بل شی نه دی ليدلی او د خپل د مور له بهر څخه هيح درک نلري او حتي که ټول هغه شيان چه د رحم په بهر کي دي هغه ته وصف شي هيڅ تصور د هغه باره کي نه شي موندلای.

د آخرت تل پاتېدل

د انسان ليدنه نباید د دنيا د عمر په اندازه لنډ وي، بلکه د انسان لیدنه باید د هغه ابدیت او تل پاتې ژوند په نظر کي ونيسي. د اسلام له نظره انسان وروسته له مړينې له منځه نه ځي؛ يوازي له دې نړۍ څخه بلې نړۍ ته انتقال مومي. که چيري د انسان لپاره هوساينه او رفاه وټاکل شي، په دې دنيا کي د يوې سيمې ټاکل عاقلانه نه ده؛ ځکه په دې دنيا کي چې هر څومره ښکلۍ او ښه هواداره ځای شتون ولري يواځي د عمر د محدود کلونو لپاره بس دی، اما قرآني جنت د انسان د تل پاتې او ابديت لپاره وعده ورکړ شوې ده.

د جنت لوړتره نعمتونه

قرآن د جنت او د هغه د نعمتونو په باره کي ملاکونه بيان کړي دي:

«... وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَشْتَهِي أَنْفُسُكُمْ وَلَكُمْ فِيهَا مَا تَدَّعُونَ۝نُزُلًا مِنْ غَفُورٍ رَحِيمٍ۝؛ ستاسو لپاره په تل پاتې جنت کي هر څه چې وغواړئ او د هغه اشتها ولرئ چمتو او تياردی. د غه د بخښونکۍ او مهربان خدای وسېلې د پذيرايي لپآره دي.»(فصلت ۳۱ -۳۲) «وَعَدَ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ۚ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ أَكْبَرُ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ؛ خدای د باایمانه سړو او ښځو لپاره د جنتونو وعده يې ورکړې ده چې د هغو تر ونو لاندي بيالې بهيږي او په هغه کي تل پاتې دی او پاک سرایونه يې په تل پاتې جنتونو کي او د خدای رضوان او رضايت له هر شی نه غټ دی دغه هماغه ستر بریاليتوب دی» (توبه، ۷۲).

سربېره پر دې شيانو د مؤمنانو اصلی انعام در خدای رضايت او خوښېدل دی چې تر ټولو نورو نعمتونو څخه لوړدی اود دنيا د هېڅ ډول نعمت سره د مقايسې وړ نه دی.

د اعمالو تجسم

جنت د بندګانو د عبادت په وړاندي انعام نه دی، بلکه جنت او دوزخ پخپله زموږ عملونه دی (د اعمالو تجسم). نو انسان په آخرت کي هرومرو د خپلو عملونو سره مخامخ کيږي او هيڅ څوک نشي کولای د هغه په وړاندي د بی اړتيايي ادعا وکړي. «... الْيَوْمَ تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ؛ نن هماغه عملونه چې مو مدام ترسره کول تاسوته انعام ورکول کيږي» (جاثيه، ۲۸). په دې آيه کي راغلی دی چې هغه شی مو چې ترسره کول تا سو ته درکول کيږي نه دا چې د هغو شيانو په وړاندي چه مو ترسره کړي دي تا سو ته انعام درکړي. هغه شی چې ددې قرآني بیان څخه نتیجه اخیستل کیږي دا دی چې زموږ همدغه عمل يا جنت دی او يا دوزخ.

نو دا امکان شته چې انسان د ځمکې په ښکلۍ ترينه سيمه کي ژوند وکړي اما له دې ژوند څخه هغسې نارازه وي چې ګواکي په دوزخ کي ژوند کوي. په مقابل کي ممکن دی چې در عربستان په سوځوونکۍ بیدیا کي ژوند وکړي، اما له دې امله چې زړه او عمل يې د خدای سره دی او پوهيږي چې د یو ستر هدف او موخې لپاره ژوند کوي، د هغه لپاره دغه ژوند داسي خوږ دی چې ګواکي په جنت کې ژوند کوي. ځکه پوهيږي چې ټولې بلاګاني او مصيبتونه که اصلي هدف ته د رسېدلو لپاره یعني خدای ته د نژدې والی لپاره وي، نه يواځې دغه کړاوونه خوږونکي نه دي بلکه خالصه ښکلتيا ده.

نو کولای شو ټولو انسانانو ته د اسلام د جنت څخه خبرې وکړو او هغوئ اسلام ته راوبولو،بې له دي نه چې د ځمکنې باغونو او منظرو او د الهی جنت تر منخ منافات شتون ولري. همغسې چې وينو په دې هېوادونو کي مسلمانان د ځمکنې جنت او الهي جنت ترمنځ تقابل او تضاد نه ويني.