حضرت مریم (س)

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

حضرت مریم کوم حثیثت، مقام او منزلت درلود؟

حضرت مریم (س) یوازینۍ ښځه چې قرآن یې نوم اخستی او هغه یې د مومنانو لپاره یوه بېلګه معرفي کړې ده. حضرت مریم (س) د قرآن د ایتونو له مخې د خدای له لوري د غوره کېدو، صدیقه ( ډېره رښتینې) د طهارت او پاکلمنۍ لرونکې، او له فرښتو سره د خبرو کوونکې په شان مقامونه لري. ځینو مسلمانو عالمانو د حضرت مریم (س) په نبوت عقیده لرله.

حضرت مریم (س) د خپلې مور د نذر په اساس، د خدای د عبادت او خدمت لپاره بیت المقدس معبد ته بوتلل شوه، د معبد په کاهنانو کې د مریم (س) د سرپرستۍ په سر اختلاف پېدا شو. هغوي د اختلاف د فیصله کولو لپاره پچه واچوله او پچه د زکریا(ع) په نوم راووته او هغه د مریم (س) سرپرست شو. حضرت مریم (س) د بیت المقدس په ختیځې برخې کې عبادت پېل کړ. مریم (س) د خلکو په نزد په پرهیزګارۍ مشهوره وه. د قرآن د ایتونو له مخې، زکریا (ع) د حضرت مریم په نزد ځینې خواړه لیدل او د دغه خوړو د راستوونکي په اړه به یې له هغې پوښتنه کوله. مریم (س) به یې به ځواب کې ویل چې دا د خدای له لوري راغلې دي.

حضرت مریم(س)د قرآن د ایتونود ظاهر او د روایتونو د تصریح په اساس، د معمولو رودو پرته امیدواره شوه. قرآن د هغې د امیدواره کېدو په اړه څه نه وایي. د ځینو مفسرانو د نظر په اساس، د مریم (ع) د امیدوارۍ موده د نورو ښځو په شان نه میاشتې وه. ځینې باوري دي چې د مریم (ع) د امیدوارۍ موده معجزه ډوله وه. هغوي دغه موده یوه ګینټه ګڼلې ده.

مقام

کينډۍ:اصلي لیکنه قرآن مریم(س) د ټولو مومنانو لپاره بېلګه معرفي کړې ده:کينډۍ:قرآن د آل عمران سورې په ۴۲ ایت کې حضرت مریم (س) لپاره د غوره والي او طهارت په شان صفتونه بیان شوې دي:

کينډۍ:لوی قرآن په قرآن کې بې له مریم (س) د هیڅ ښځې نوم نه دی اخستل شوی. د قرآن د ایتونو له مخې، فرښتو له مریم (س) سره خبرې کولې..[۱] په دوو ایتونو کې خدای د حضرت مریم (س) په عفت او پاکلمنۍ تصریح کړې ده..[۲] همداراز هغه یې صدیقه[۳]، د رښتیني په معنا معرفي کوي.[۴] خدای په قرآن کې مریم (س) ته د عبادت امر کوي[۵] هغه له قانتینو ګڼي.[۶] مفسرانو قانتین هغه کسان معنا کړي چې همېشه د خدای د اطاعت په حال کې وي. .[۷]

د اومې قمري پېړۍ مفسر محمد بن احمد قرطبي،[۸] او اتمه قمري پېړۍ کې اهل سنت فقیه او محدث تقی‌الدین سُبْکی،[۹] د حضرت مریم(س) په نبوت عقیده لرله؛ ځکه چې خدای د فرښتې په وسیله د نورو پېغمبرانو په شان هغې ته وحي کړې ده هغوي د آل عمران سورې په ۴۲ ایت کې د مریم (ع) لوړ صفتونه، د هغې د نبوت برخه ګڼلي دي.[۱۰] په عرفاني متونو مریم،(س) د خدای له ولیانو او د خاصه ولایت د مقام لرونکي ګڼل شوې ده.[۱۱]

ژوند لیک

قرآن، د سپېڅلو کتابونو په اپوټه د مریم (س) کیسه د هغې له زوکړې مخکې څخه پېلوي.،.[۱۲] د مریم (س)‌مور بچی په خېټه درلود او ګمان یې کاوه چې زوی به وي.[۱۳] هغې خپل زوی خدای ته نذر کړ.[۱۲] نوزېږی د مور د ګمان په اپوټه لور وه. سره له دې مور په خپل نذر باقي پاتې شوه.[۱۲] د جینۍ نوم مریم کیښودل شو.[۱۲] له نذر سره سم مریم (س) په معبد کې د خدمت او د خدای د عبادت لپاره بیت المقدس ته یوړل شوه.[۱۴] از د بنی‌اسرائیلو له عالمانو او مشرانو وغوښتل شول چې د هغې سرپرستي په غاړه واخلي..[۱۴] د عمران لور مریم‌(س)،له لوړپوړې کورنۍ وه. له همدې امله مدعیان د هغې د سرپرستۍ لپاره په جدال شو. له پچې اچولو وروسته زکریا(ع) چې په هغه وخت کې یې اولاد نه درلود، د مریم (س) په سرپرستۍ غوره شو.[۱۵]

حضرت مریم‌(س) د بیت المقدس په ختیځې برخې کې په عبادت لګیا وه.[۱۶] مریم(س) د خلکو په نزد په پرهیزګارۍ مشهوره وه.[۱۷] د قرآن د ایتونو په اساس زکریا (ع) د حضرت مریم (س) په نزد ځینې خواړه ولیدل او کله یې چې ترې پوښتنه وکړه مریم وویل چې دا د خدای له لوري راغلي دي.[۱۸]

د مریم (س) امیدواري او د عیسی (ع) زوکړه

کينډۍ:اصلی لیکنه حضرت مریم(س)، د قرآني ایتونو د ظاهر په اساس، د امیدوارۍ له معمولو رودو پرته امیدواره شوه.[۱۹] قرآن د مریم (س)‌د امیدواره کېدو د څرنګوالي په اړه د فَنَفَخْنا (ومو پوکل) په تعبیر سره یادونه کړې ده [۲۰] او د حضرت عیسی(ع) خلقت د حضرت آدم(ع) په شان په معجزې ولاړ ګڼلی دی.[۲۱]

د د داسې یو مخلوق په وسیله چې قرآن د «روح» په تعبیر سره یاد کړی د مریم (س) د امیدواره کېدو زیری هغې ته ورکړل شو. ؛[۲۲] مفسرانو روح هماغه جبراییل ګڼلی دی.[۲۳]

قرآن د حضرت مریم (س) د امیدوارۍ د مودې په اړه څه نه وایي.[۲۴] د ځینو مفسرانو په نظر، د مریم (س) د امیدوارۍ موده د نورو ښځو په شان نهه میاشتې وه. .[۲۵] دغه کسان باوري دي چې خداي په دې پښه کې د مریم (س) د مدحې اراده لرله او که د مریم (س) د امیدوارۍ موده هم معجزه ډوله وای په دې ایتونو کې به ورته اشاره شوې وه.[۲۵]

ځینې باوري دي چې د مریم (ع) د امیدوارۍ موده هم معجزه ډوله وه؛ هغوي د هغې د امیدوارۍ موده یو ساعت ګڼلې ده.[۲۶] دغه کسان باوري‌دي له دې امله چې په دې ایتونو کې د مریم (س) د امیدوارۍ له کیسې سملاسي وروسته له فاء څخه په استفادې سره چې د تعقیب او پرله پسې راتللو معنا ترې افاده کیږي، د زوکړې کیسه پېل شوې، نو د هغې د امیدوارۍ موده لنډه او معجزډوله وه..[۲۶] ځینې روایتونه دغه قول تاییدوي.[۲۶]

د عیسی (ع) له زوکړې وروسته، مریم (س) خپل قام ته ستنه شوه.[۲۷] هغې د خدای په امر د چوپتیا روژه ونیوله.[۲۸] مریم(س) د بني اسراییلو له خوا د بې پلاره بچي د راوړلو په وجه په فحشا تورنه شوه.[۲۹] خدای د دغه تور د لرې کولو لپاره د هغې بچی په خبرو کړ. نوزیږي ځان معرفي کړ[۳۰] او د مور د پاکۍ دفاع یې وکړه.[۳۱]

د حضرت مریم(س) د مرګ ارمان

کينډۍ:اصلي لیکنه د قرآن د ایتونو په اساس حضرت مریم (س) د زیږون په ډېرو سختو شرایطو کې [۳۲] د مرګ ارمان وکړ:کينډۍ:قرآن معاصر شیعه مفسرمحمدجواد مغنیه، باوري دی چې د هر یو انسان لپاره چې په سختو حالاتو کې راګېر وي د دغه شان خبرو کول طبیعي دي او تر څو چې په دین کې د شک له مخې نه وي باک نه لري.[۳۳]

قرآن یوازې د مریم (س) کلام نقل کړی او د هغې د مرګ د ارمان په اړه څه نه وایي.[۳۴] مفسرانو د دغه ارمان لپاره هم دلیلونه راوړې دي. [۳۵]:

  • مریم(س) په بني اسراییلو کې په زهد مشهوره وه؛ په دې ډول چې خدای هغې ته جنتي خواړه لیږل. هغه په دغه ټولنیز پوزیشن سره چې درلود یې له دې چې بې له مېړه یې زوی کېده ډرېده.[۳۴] او د خپل قام له تورونو په وېره کې وه.[۳۵]
  • مریم(س) همېشه د عبادت په حال کې او د دنیا او دهغې له لانجو کونجو ازاده وه. هغه چې تر هغه وخته د ژوند له جدي ذمه واریو اوزګاره وه، ناڅاپه امیدواره شوه او د حمل د زېږولو مرحلې ته ورسېده. په دې وخت کې د بې کسۍ او یوازیتوب احساس سبب وش چې مریم (س) د مرګ ارمان وکړي.[۳۶]

سرچینې

  1. سورهٔ آل‌عمران،ایتونه ۴۲-۴۳.
  2. سورهٔ تحریم، ۱۲ایت؛ همداراز: انبیاء سوره، آیهٔ ۹۱.
  3. سورهٔ مائده، آیت ۷۵.
  4. حضرت مریم(س) نماد نیایش، ناهید طیبی، فرهنگ کوثر، ۱۳۷۷، ګڼه ۲۲.
  5. سورهٔ آل‌عمران، آیت ۴۳.
  6. سورهٔ تحریم، آیت۱۲.
  7. تفسير احسن الحديث، علي اکبر قرشي، ۱۱ټوک ۲۴۵مخ.
  8. قرطبی، الجامع لأحكام القرآن، ۱۳۶۴ل، ټوک ۴، مخ ۸۳.
  9. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ټوک ۲، مخ ۱۴۹.
  10. آلوسی، روح المعانی، ۱۴۱۵ق، ۲ټوک، ۱۴۹مخ.
  11. بازتاب مقامات حضرت مریم(س) در متون عرفانی فارسی از قرن چهارم تا پایان قرن نهم، طاهره خوشحال دستجردي او زینب رضاپور، مطالعات عرفانی علمي څېړنیزه مجله، دولسمه ګڼه، ۱۳۸۹.
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ ۱۲٫۳ آل‌عمران سوره، ۳۵ ایت.
  13. تفسير نمونه، ۲ټوک، مخ۵۲۳.
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ مکارم شیرازی، ناصر، تفسیر نمونه، ټوک۲، ۵۴۴ مخ ، دارالکتب الإسلامیة، تهران، لومړی چاپ، ۱۳۷۴ل.
  15. سورهٔ آل‌عمران، آیهٔ ۴۴.
  16. سورهٔ مریم، آیت ۱۶.
  17. مکارم شیرازي، تفسیر نمونه، ټوک۱۳، ۴۱مخ.
  18. سورهٔ آل‌عمران، آیت ۳۷.
  19. طبرسى، فضل بن حسن، مجمع البيان فى تفسير القرآن، ۱۳۷۲ل، ۶ټوک، ۷۸۹مخ.
  20. سورهٔ تحریم، آیت ۱۲.
  21. سورهٔ آل‌عمران، آیت ۵۹.
  22. سورهٔ مریم، آیت ۱۷.
  23. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳۷۴ل، ۱۳ټوک، ۳۶ مخ.
  24. مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳ټوک، ۴۰ مخ، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴ل.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ ابن‌کثیر دمشقی، تفسیر القرآن العظیم، ۵ ټوک، ۱۹۶مخ، بیروت، دارالکتب العلمیة، منشورات محمد علی بیضون، ۱۴۱۹ق.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ ۲۶٫۲ مجلسی، محمد باقر، بحار الانوار، ۱۴ټوک، ۲۲۵مخ، بیروت، مؤسسة الوفاء، ۱۴۱۰ق.
  27. سورهٔ مریم، آیهت ۲۷.
  28. سورهٔ مریم، آیت ۲۶.
  29. سورهٔ مریم، آیات ۲۷-۲۸.
  30. سورهٔ مریم، آیتونه ۳۰- ۳۳.
  31. تفسير نمونه، ټوک‏۱۳، مخ ۴۵.
  32. طیب، اطيب البيان في تفسير القرآن، ج۸، ص ۴۳۱، تهران، اسلام، ۱۳۷۸ل.
  33. مغنیه، تفسیر الکاشف، ۵ټوک، ۱۷۷مخ، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۴۲۴ق.
  34. ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ فخر رازی، مفاتیح الغیب، ۲۱ ټوک، ۵۲۵مخ، بیروت، داراحیاء التراث العربی، ۱۴۲۰ق.
  35. ۳۵٫۰ ۳۵٫۱ مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، ۱۳ټوک، ۴۱مخ، تهران، دارالکتب الإسلامیة، ۱۳۷۴ل.
  36. مدرسی، محمدتقی، من هدی القرآن، ۷ټوک، ۳۲ مخ ، تهران، دار محبی‌ الحسین، ۱۴۱۹ق.