دسقیفه پیښه
- تغییر_مسیر الگو:پاسخ
د سقیفې پیښه تشریح کړئ؟
د سقیفې بني ساعده د پېغمبر(ص) له وفاته وروسته او د هغه د جانشينۍ لپاره جوړه شوه. د امام علی(ع) او د مشهورو اصحابو په غیاب کښې د بني ساعده په سقیفه کښې د مهاجرینو او انصارو یوه ډله راغونډه شوه او له ډیرو بحثونو وروسته یې ابوبکر د خلافت په توګه غوره کړ. دوی سملاسۍ سره په مختلفو لارو له نورو څخه بیعت ترلاسه کړ او د ابوبکر خلافت یې تثبیت کړ.
د سقیفې ځایی موقعیت او موثریت
د بني ساعده سقیفه د مسجد النبی په شمال لویدیځ کې موقعیت لري. دا چھتری له سلو څخه لږ شمیر خلکو لپاره ظرفیت درلود. هلته د انصارو (د مدينې د اوسېدونکو له جملې څخه اوس او خزرج په ګډون) د ناستې ځای و.[۱] سقیفه په لغوی معنی د چت لرونکی انګړ (سیوری شوی) پیژندل کیږي.[۲]
په سقیفه کې د رسول الله (ص) د جانشینۍ لپاره غونډه
د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته په داسې حال کښې چې امام علي(ع) او بني هاشم د پيغمبر(ص) په غسل او ښخولو بوخت وو، د انصارو او مهاجرينو يوه ډله د بني ساعدې په سقيفه کښې د ځای ناستي ټاکلو لپاره راغونډه شوې وه. په سقیفه کې حاضرو کسانو خپله ډله تر نورو غوره ګڼله. انصار، د رسول الله(ص) سره ايمان او مرسته کول د پیغمبر په ځایناسته کې د خپل لومړيتوب لامل ګڼلى دى. مهاجرینو هم په اسلام راوړلو کې لومړی توپ په وجه او د رسول الله (ص) د خپلوانی لپاره خپل ځان د ځای ناستی غوره وباله. د مهاجرينو د خبرو له اوريدو وروسته انصار د يو امير له انصار او له مهاجرينو څخه د يو امير نظريه وړاندي کړه. خو ابوبکر دا نظر نه دی منلی او د قريشو د ځایناستې په اړه يې د رسول الله (ص) يو حديث سره استناد وکړ.[۳]
انصار چې د سعد بن عباده د مشرۍ په لټه کې وو، ناکام شول او بالاخره دوی د ابوبکر د خلافت په اړه د عمر له وړاندیز سره موافقه وکړه او سمدلاسه یې له هغه سره بیعت وکړ او ډېری حاضرو کسانو د هغوی پیروي وکړه. ځینې په دې باور دي چې د اوس او خزرج تر منځ اوږده دښمني هم د مهاجرینو د نظریاتو په پرمختګ کې اغیزمنه وه.[۴]
د خلکو څخه بیعت اخیستل
هغوی له سقیفې څخه له وتلو وروسته یې په مختلفو طریقو له نورو څخه بیعت ترلاسه کړ او د امام علی (ع)، حضرت زهرا(س) او د پیغمبر(ص) د ځینو اصحابو هلې ځلې د هغوی په خلاف کار وانخیست او د ابوبکر حکومت قائم شو. ځینې خلک په دې بهانه بیعت کولو ته اړ شول چې له اسلامي ټولنې سره مخالفت ونه کړي، او غاصبینو په ډیر لږ وخت کې په فریب، تبلیغ، تطمیع، تهدیدونو، وژنو، ترورو او د حدیث جعلولو سره د اکثریت بیعت تر لاسه کړ چی ځینو بیعت کوونکو له ابوبکر سره په خپله خوښه او ځینو یې په ناخوښۍ او مجبورۍ سره بیعت وکړ.[۵]
په دې ټاکلو کښې د امام علی (ع) او د بنی هاشمو د کورنۍ او د مهاجرینو او انصارو ځینی مشران او د مخینه لرونکی مخکښان لکه عباس بن عبدالمطلب، د رسول الله تره، سلمان، مقداد، عمار، ابوذر او نور په کې شتون نه درلود. حضرت فاطمه(س) د خلافت له انحراف څخه په غوسه شوه او د قريشو ښځو ته يې په ځواب کې وويل: «زه ستاسو له دنیا څخه کرکه او په جلا کیدو خوشحاله یم، ځکه چې زما د حق ساتنه ونه کړئ، د رسول الله(ص) د عهد درناوی یې ونه شو او د هغه وصیت ونه منل شو او...». ځینې په دې باور دي چې د ابوبکر او عمر د خلافت په غصبولو سره خلک د رسول الله(ص) له اهل بیتو څخه نور هم لیرې شول او د هغې ناوړه اغیزې څرګندې شوې. خو د علی(ع) او امامانو (ع) دریځ او فکر د اسلام د عمومی انحراف مخه ونیوله.[۶]
فوټ نوټ
- ↑ حسني، علي اکبر، د اسلام تحلیلي او سیاسي تاریخ له جاهلیت نه تر اموي عصره، د فرهنګ خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۷۳، مخ ۳۱۹.
- ↑ شهیدي، سید جعفر، د اسلام تحلیلي تاریخ، تهران، د پوهنتون د خپرونو مرکز، دوهم چاپ، ۶۳، مخ ۹۱.
- ↑ شهیدي، سید جعفر، د اسلام تحلیلي تاریخ، تهران، د پوهنتون د خپرونو مرکز، دوهم چاپ، ۶۳، مخ ۹۲.
- ↑ شهیدي، سید جعفر، د اسلام تحلیلي تاریخ، تهران، د پوهنتون د خپرونو مرکز، دوهم چاپ، ۶۳، مخ ۹۲.
- ↑ رشاد، علي اکبر، د امام علي (ع) دانشنامه، تهران، د فرهنګ او اندېښنې اسلامي مرکز، ۱۳۸۰، جلد ۸، مخونه ۴۰۵ او ۴۵۵.
- ↑ حسني، علي اکبر، د اسلام تحلیلي او سیاسي تاریخ، د فرهنګ خپرندویه ټولنه، لومړی چاپ، ۱۳۷۳، مخ ۳۲۱.