د اسلام بي له روحانيته نظريه

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

د اسلام بې له روحانيته نظریه ولې رامينځ ته شو؟

د اسلام بې له روحانيته نظريه هغسي نظریه ده چې د اسلام په دين کې د روحانيت د طبقې موقف ردوي. په دې نظریه کې په اسلام کې د روحانيت د طبقې کړنه د اسلام د دین د موخو لپاره په منفي توګه پیژندل شوې ده. دا نظریه چې په اروپا کې د ديني اصلاحي غورځنګ څخه وروسته په دينې اندېښنو کې ریښې لري، د لومړي پهلوي د واکمنۍ څخه وروسته په ایران کې ټولنې ته د مذهب د راستنیدو په وخت کې د علي شریعتي لخوا تبلیغ کېدل. دغه نظریه د دیني عالمانو له ګڼو نیوکو سره مخامخ شوه. هغسې نيوکې چې په ترڅ کي د تاریخ په اوږدو کې د شیعه د روحانيت طبقې په رغوونکی ځايتون هم ټینګار شوی دی.

سرچينه

دا نظریه د لویدیځ په کلتور او تفکر او په 16 پیړۍ کې د ديني اصلاحاتو د نهضت په رامينځ ته کېدلو او په ځانګړي توګه د مارټین لوتر (1483-1546م) په اندېښنو کي چې د دين‌رټولو د غورځنګ د متفکرينو څخه و، ريښه لري. لوټر د مقدس کتاب په پوهیدو او ښوونو کي د مسيحي کشيشانو منځګړیتوب تر پوښتنې لاندې د راوستلو سره، هڅه وکړه چې د ټولنیز ډګر څخه د مذهب د ایستلو لپاره زمینه برابره کړي، کوم چې د رنسانس سره پیل شوی و. [۱]

په پروتیستانیسم باندي اعتقاد لرونکي په دې باور دي چې مقدس کتاب يوازينی ديني مرجعيت دی. دوئ د پاپ د مقام، د کلیسا د شوراګانو، د کلیسا د پلرونو او قديسانو د نظريو لپاره هيڅ ډول حجت نه مني. دا نظر د کاتولیک د کلیسا له نظرونو سره مخالف دی، چې ځان د مقدس کتاب یوازینی مرجع او ښکارندوی ګڼي او تل پاتې زده کړې او سنتونه د دوئ له نظره معتبر او حجت دي. د پروتيستان له نظره، هر مسیحی کولای شي د مقدس کتاب پیغام په خپل شخصي وجدان سره لاس ته راوړي. په وروستیو دورو کې، ډیری پروتيستانيانو د د مقدس کتاب په تفسیر کې د عقل، ديني تجربو او شخصي پوهو په رول باندي په افراطي توګه ټینګار کړی دی.[۲]

ايران ته د دې نظرېې د داخلېدو لاره

په معاصره دوره کې ایران ته د دې نظریې داخلېدل د لومړی پهلوي په دوره (۱۳۲۰-۱۳۰۴) کې د يوې وقفې نه وروسته، ټولنیز او سیاسي ډګر ته د دین د ستنېدو څخه سرچينه اخلي. د رضا شاه په نسکورېدو سره هغه ځواک چې د ټولنې په مختلفو سياسي، ټولنيز، مذهبي، کلتوري او د ژوندانه د اسلوبو په ډګرونو کې ذخيره شوی و، آزاد شو. د دوهم پهلوي حکومت (۱۳۲۰-۱۳۵۷ل.) هم له دغه نوي چاپېريال سره په ملګرتيا مجبور و او په مذهبي ډګر کې هم مذهبي آزادۍ پلي شوې.[۳]

په دې فضا او چاپېريال کې، د دین او دين‌لرنې لپاره نوې دريځونه رامنځ‌ته شو. هغه دريځونه چې خاوندان یې هڅه کوي دين‌لرنې ته له نوي لید څخه وګوري. دوئ په بشري ژوند کې د دین په ځای‌تون باندي په ايمان لرلو سره سره، سنتي دين‌لرل د نوي بشر د اړتیاوو پوره کوونکي نه ګڼي او هڅه کوي، چې خپل دیني خبرې اترې له نويو خبرو اترو سره په تعامل کې وړاندې کړي. د اسلام په ټولنيز او سياسي اړخونو باندي په ټينګار سره د معاصرو مسايلو لپاره د اسلامي ځوابونو د موندلو لپاره هڅه، د دې نوې دريځ له نندارو څخه و، چې د ليکنو په چوکاټ کي د دې بحثونو په اړه تعقيب شوی دی. [۴]

په ایران کې د اسلام بي له روحانيته نظريه په مذهب باندي د یوه نوي ليد او انتقادي ډګرکي وموندل شوه. علي شریعتي (۱۳۱۲-۱۳۵۶ل) د دې نظریې تر ټولو مهم دودونکی و. شريعتي په دې عقيده و چې په اسلام کې يو ديني عالم شتون لري او د روحانيت په نامه يو سازمان شتون نه لري او خلک د يوې ډلې او طبقي سره بې له واسطې نه د خدای سره اړيکه نيسي.[۵]

په دې نظریه باندي نیوکه

په تهران کې د ځینو سنتي عالمانو او د جوماتونو د واعظانو له خوا د اسلام بې له روحانيت د نظريې په پيل کي نیوکې پیل شوې. په دغو مشهورو نقادانو کې کولای شو قاسم اسلامي، شیخ محمد علي انصاري، حسین روشني او ابراهیم انصاري زنجاني ته اشاره وکړو.[۶]

همدارنګه احمد کافی د تهران د مهدیي نامتو واعظ او ستايندوی هم د دغو منتقدینو څخه دی. دغه ډله پر شريعتي باندي د سني، وهابي او د شيعه د اصولو سره د مخالفت تور لګول. د دې نظريې د نيوکو نيوونکو په منځ کي د شيعه ځينې نوې خوښونکي روحانيون هم لېدل کېدل. د دې نيوکو نيونکو په ډله کي کولای شو مرتضی مطهري او ناصر مکارم شیرازي ته اشاره وکړو.[۷]امام خمیني هم د دې نظریې له منتقدینو څخه دی.[۸]

سرچيني

  1. عالم، عبد الرحمن، د غرب د سياسي فلسفې تاريخ، (نوی عصر او نولسمه پېړۍ)، تهران، د بهرنيو چارو وزارت، ۱۳۷۷، ۸۰ مخ.
  2. بیات، عبدالرسول او د ليکونکو يوه ټولګه، د کلمو قاموس. (د معاصرو اندېښنو تو مکتبونو په لورې لار) ، قم، د دينې اندېښنې او فرهنګ مؤسسه، ۱۳۸۱، ۹۷مخ.
  3. خسروپناه، محمدحسین، سوسياليست خداپرستان (له غونډو څخه د ايران د خلکو د آزادۍ تر ټولنه پوري)، تهران، نشر د نن ورځې د پيغام د کتاب خپراوي، ۱۴۰۰ل، ۱۸-۲۹مخ.
  4. جعفریان، رسول، د ايران مذهبي – سياسي جریان¬ونه او سازمانونه (د محمد رضا شاه د راتلو څخه د اسلامي انقلاب تر برياليتوب پوري ۱۳۲۰-۱۳۵۷)، تهران، د علم خپراوي، ۱۳۹۶، ۵۰۰-۵۰۵ مخ.
  5. شریعتی، علی، د آثارو ټولګه، ۲۲ټوک، ۱۹۸مخ؛ شریعتی، علی، د آثارو ټولګه، ۴ټوک، ۳۹۰ مخ.
  6. حیدری، محمد، «د روحانيون او شريعتي د جدال متقابله کيسه»، د نن ښاريانو مجله ۵۰ ګڼه، ۱۳۷۸ل.
  7. حیدری، د روحانيون او شريعتي د جدال متقابله کيسه»، د نن ښاريانو مجله ۵۰ ګڼه.
  8. امام خمینی، روح‌الله موسوی، د امام خمینی صحيفه، تهران، د امام خمينې د آثارو د تنظيم او خپرواي مؤسسه، ۵ ټوک، ۶۲ مخ.