د اسلام د پېغمبر (ص) دین د بعثت نه مخکې

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

د اسلام پیغمبر د بعثت څخه مخکي د کوم دین پیروي کوله؟

له نبوت څخه مخکې د اسلام د پېغمبر د دين په اړه بېلابېل نظرونه شته؛ يهوديت، مسیحیت، د حنيف دین (د ابراهيم (ع) شريعت) له دغو ويناوو څخه دي. سره له دې هم په دې برخه کې ثابت اصل دا دی چې رسول الله (ص) له خپل رسالت څخه مخکي خدای پرسته وو او تل یې له بتانو خپله بيزاري ښکاره کوله. د دې ادعا لپاره ځینې دلیلونه وړاندې شوي دي:

  • امام علي (ع) د هغو خلکو په وړاندي چې د خدای د پيغمبر د ژوند ليک سره آشنا وو، د شرک او ګناه څخه د هغه پر پاکوالی باندي ټينګار کول.[۱] او د رسول الله او د هغه کورنۍ د خدای پرستي مخينه يې یادول. [۲]
  • د تاریخ د شهادت او د روایاتو د تاکید له مخې، رسول الله (ص) د خدای پرسته نيکه ګانو لرونکی و او د هغه نیکه ګان د حنیف دین لارويان او د حضرت ابراهیم (ع) له تابعانو څخه ګڼل کېدل.
  • پېغمبراکرم (ص) په وړکتوب کې شام ته د سفر پر مهال د بحيرا په نامه له يوه راهب سره وليدل. کله چې بحیرا راهب د ځوانکۍ محمد په مخ کې د پیغمبري نښې ولیدلې، نو د هغه د ازمایښت لپاره یې په دوو بتانو «لات» او «عزی» باندي هغه ته قسم ورکړ. پیغمبر د بحیرا په ځواب کې ورته وویل: «لا تَسألنی بِهِما، فَوَ اللّه ما أبغضتُ شَیئَاً بُغضهما؛ ما ته په دې دوو بُتانو باندي قسم مه راکوه، په خدای قسم چې ما ته هيڅ شی له دغو دوو څخه کرکجن تره نه وه».[۳]


  • په تاریخي منابعو کې د رسول الله (ص) د هغو عباداتو یادونه شوې ده چې له رسالت څخه مخکې ترسره کېدل لکه لمونځ، روژه او حج. د حرا په غار کې د هغه حضرت یوازیتوب له پخوانیو عادتونو څخه شمېرل شوی دی. د پېغمبر اکرم حج د مشرکانو له عادتونو سره چې د شرک د شعارونو سره يو ځای و، سمون نه‌درلود او د ابراهيمي حج سره د پيغمبر د حج مطابقت په عرفات کې د درېدو په مناسکو کې څرګندېدل.[۴]

سرچينې

  • د متن آخیستنځای: حسن يوسفیان، پرسمان عصمت، قم، د علمیه حوزې د مطالعاتو او کلتورې شنني مرکز،۱۳۸۰ش.
  1. صحیفه علویه، ۳۴۲ او ۵۰۳ مخونه؛ بحارالانوار، ۱۰ټوک، ۴۵مخ.
  2. نهج البلاغه، ۹۴، ۹۶، ۲۱۴ خطبې.
  3. شرح الشفاء، ۲ټوک ، ۲۰۸مخ؛ رجوع وکړئ: ابن کثیر، السیرة النبویة، ۱ټوک ، ۲۴۵مخ.
  4. شرح الشفاء، ۲ټوک ، ۲۰۹مخ.