د اصول دین او فروع دین تر مینځ فرق

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

د اصول دین او فروع دین ترمینځ فرق په بشپړه توګه بیان کړئ؟

اصول دین یا د دین اصول له اعتقاداتو څخه دي او فروع دین یا د دین فروع، په عملونو او کړنو کې دي. اصول دین یقین او ډاډ ته اړتیا لري خو په فروع دین کې تقلید جایز دی. په اصول دین کې باید د عقل له لارې یقین ته ورسیږې خو په فروع دین کې عقلي اثبات ته اړتیا نیشته.

مقام

دینی عالمانو ویلي چې د هر شریعت لپاره خپل اصول او فروع دی. له اصولو مطلب د دین اساسي ستنې دي چې اول باید په هغوي پابند او باورمن شو او بیا په هغو فروعو چې د دغه اصولو په اساس ديT عمل وکړو.[۱] ډېر عالمان په دې عقیده دي چې په اصول دین کې تقلید جایز نه دی او په اصول دین کې اطمینان او یقین باید پر دلیل ولاړ وي. په دې خبره باندې د اجماع ادعا هم شوې ده. ځینې نور کسان چې ابوحنیفه، سفیان ثوري، اوزاعي، مالک، شافعي، احمد بن حنبل او اهل حدیث پکې شامل دي په دې باور دي چې که څه هم په اعتقادي اصولو استدلال واجب دی او پریښودل یې معصیت ګڼل کیږي خو د تقلید په وسیله حاصل شوی ایمان هم منل شوی دی.[۲]

شیعه عالمانو اصول دین پینځه اصله ګڼلي دي؛ خو فروع یې اته یا لس فرعه. ان کله کله یې هر هغه څه چې د اصولو په وړاندې ځای لري او د عملی احکامو برخه دي، د دین له فروعو ګڼلې دي.[۳]

اصول دین

کينډۍ:اصلي لیکنه د دین عالمان د اسلام اعقتادي اصول په توحید، نبوت او معاد (قیامت) باندې عقیده او ایمان ګڼي. دغه درې اصله یې د اسلام دین اساس ګڼلې دي.[۴] شیعه عالمانو دوه اصله عدل او امامت په دې دریو اصلونو ورزیات کړي دي او د شیعه په نزد اصول دین، پینځه اصله ګڼل کیږي.[۵]

فروع دین

کينډۍ:اصلي لیکنه د عبادي عملونو او چلندونو د ټولګې یوه مهمه برخه د «فروع دین» په نوم پېژندل شوې ده. د «اصول دین» د اعتقادي ټولګې تر څنګ، فروع دین، د اسلام دین د عملي اړخونو په اړه دي. د دولس امامي شیعه په تعلیماتو کې فروع دین په دې ډول دي: لمونځ، روژه، زکات، خمس، حج، جهاد، امر بالمعروف او نهي عن المنکر، تولّی او تبّری.

اهل سنتو مذاهبو په ځینو دغو فروعو څه خاص تاکید نه دی کړی.[۶]

فرقونه

  • اصول دین اعتقادي مسایل دي چې تعقل، پېژندل، او عقیده لرل پکې شرط دي. خو فروع دین هغه مسایل دي چې پکې عمل مهم دی، که دغه عمل د یو فعل کول وي او که پریښودل.[۷]
  • په دین کې د عقایدو برخې ته «اصول» او د عملي احکامو برخې ته «فروع» ویل کیږي.
  • په اصول دین کې تقلید جایز نه دی، خو په فروع دین کې تقلید کېدلی شي.[۸] د دین په عملي مسایلو کې باید اهل خبره او پوهو کسانو ته مراجعه او پرې باور وشي. دغه اعتماد او عمل ته تقلید ویل کیږي.[۹] خو په اصول دین کې، په خپله انسان باید په تحقیق او مطالعې سره هغو ته ورسیږي او پرې عقیده پېدا کړي.
  • په اصول دین کې باید د عقل له لارې یقین ته ورسېدل شي خو په فروع دین کې عقلي اثبات ته اړتیا نیشته.
  • عبادتونه د عملي او چلندي ټولګې یوه لویه برخه جوړوي چې په اسلامي فرهنګ او کلتور کې د «فروع دین» په نامه پېژندل کیږي. د «اصول دین» د اعتقادي ټولګې تر څنګ، فروع د اسلام دین د عملي اړخونو او کارونو په اړه دي.[۱۰]
  • اصول دین د انسان له فکر او باور او عقیدې سره اړه لري او له دې امله باید په هغه یو ډول ایمان او عقیده پېدا کړی شي. فروع دین د انسانانو عمل او کردار سره اړوندیږي. اصول دین په حقیقت کې د انسان فکري شناخت او اعتقادي جوړښت جوړوي او د مومنانو د عمل او کردار روده څرګندوي. اصول دین د دین بنیاد جوړوي په دې توګه چې دین له دغه اصولو پرته هیڅ بنیاد نه لري. داسې اصول چې که په یوه باندې یې هم سترګې پټې کړو او عقیده پرې ونه لرو، دین او اهداف یې له مینځه ځي.[۱۱]
  • اصول دین د إخبار او توصیفولو له مقولې (ډلې) څخه دي خو فروع دین انشائي او دستوري او امر و نهي سره تعلق لري.
  • په فروع دین کې نسخ کېدی شي؛ خو په اصول دین کې بیخي نه شي کېدی.[۱۲]

سرچینې

  1. سجادی، جعفر، فرهنګ معارف اسلامی، کومش، ټوک۱، مخ۲۲۳.
  2. د څېړاندو یوه ډله، «اصول دین»، دانشنامه کلام اسلامی، مخ۵۱.
  3. خطیبی کوشکک، محمد او ملګري یې، فرهنګ شیعه، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۶ل، مخ۳۶۰.
  4. د لیکوالانو یوه ډله، «اسلام»، دایرةالمعارف بزرګ اسلامی، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرګ اسلامی، ټوک۸، د مدخل په ذېل کې.
  5. د څېړاندو یوه ډله، «اصول دین»، دانشنامه کلام اسلامی، مخ۵۱.
  6. د لیکوالانو یوه ډله، «اسلام»، دایرةالمعارف بزرګ اسلامی، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرګ اسلامی، ټوک۸،د مدخل په ‌ذېل کې.
  7. د څېړاندو یوه ډله، «اصول دین»، دانشنامه کلام اسلامی، مخ۵۱.
  8. خطیبی کوشکک، محمد او ملګري یې، فرهنګ شیعه، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۶ل، مخ۳۵۹.
  9. کاشفی، محمدرضا، کلام شیعه، قم، پژوهشگاه علوم و فرهنگ اسلامی، ۱۳۸۶ل، مخ۲۵۷.
  10. د لیکوالانو یوه ډله، «اسلام»، دایرةالمعارف بزرګ اسلامی، تهران، مرکز دایرةالمعارف بزرگ اسلامی،ټوک۸، د مدخل په ذېل کې.
  11. نشریه حوزه، مخلصی عباس، سیری در اندیشه‌های کلامی، ټوک۸۱، مخ۸۹
  12. خطیبی کوشکک، محمد او ملګري یې، فرهنگ شیعه، قم، زمزم هدایت، ۱۳۸۶ل، مخ۳۵۹.