د الهی آزموینې مصداقونه

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

د بلایاوو په فلسفه کې ویل شوي چې خدای خپل بندګان آزمويي، آیا د بندګانو د آزموينې لپاره بله لاره نشته؟

د ډډه نه منونکي الهي سنتونو څخه چې په آیتونو او روايتونو کي پر هغه باندي اشاره شوې ده،يو يې د مؤمنانو آزموينه او امتحان دی. د قرآن د ټولو آيتونو څخه لاس ته راځي چې الهي آزموينه په يوه ځانګړي ډول کي منحصر نه دی. بلکې هره ډله او هر وګړۍ په بيله توګه د الهي امتحان سره مخامخ کيږي او دغه آزموينه په بېلابېلو څېرو سره لکه بلایا او محرومیتونه، نعمتونه او شته منۍ، کورنۍ او اولاد، مقام او ستريا او... د انسان لورې ته راځي.

په بلاياوو او نیمګړتیاوو سره آزموینه

خدای ځینې وګړي په محرومیتونو، بلاياوو او نیمګړتیاوو سره آزمويي. د بقرې په سوره کي راغلی دی: «وَ لَنَبْلُوَنَّکُمْ بِشَیْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَ الْجُوعِ وَ نَقْصٍ مِنَ الْأَمْوالِ وَ الْأَنْفُسِ وَ الَّثمَراتِ وَ بَشِّرِ الصَّابِرِینَ» (د بقرې سوره: ۱۵۵آيت)؛ خاماخا تاسو په وېره او لوږه او د مال او ځان او حاصلاتو په کمښت سره آزمايو، او صبر کوونکو ته زېرۍ ورکړه.

ځینې انسانان د ژوند د ستونزو او کړاوونو په وخت کې، زغم او صبر له لاسه ورکوي او د خدای په وړاندې د شکایت کولو لپاره ژبه پرانیزي او د خدای عدالت او حکمت تر پوښتنې لاندي راولي يا د خدای له رحمت او فضل څخه ناهيله کيږي. دوئ د دې پر ځای چې د مخکي نه لا ډېر د خدای څخه هيله‌من وي او د دې خنډونو او ستونزو د له منځه وړلو لپاره د خدای څخه مرسته وغواړي، په بشپړه توګه د الهي درګاه څخه ليرې او ناشکره کيږي. خو ځينې د دې آزموينې څخه سرلوړي او بريالي ځانونه راباسي او خدای هم د هغوئ ګناهونه بخښي او درجې يې هم لوړوي.

په نعمت او شته‌مني سره امتحان

خدای د انسان د روزلو لپاره، هغه تر امتحان لاندي راولي او په مختلفو شیانو یې آزمويي؛ او داسې نه ده چې الهي آزموينې همېشه د سختو او ناخوندو پېښو په وسيله وي، بلکې هغوئ په نعمتونو او هوساينو سره هم امتحانوي.[۱] خدای د انبیاء په سوره کي فرمایي: « وَ نَبْلُوکُمْ بِالشَّرِّ وَ الْخَیْرِ فِتْنَه (د انبياء سوره: ۳۵ آيت)؛ موږ تاسي په بدو او ښو سره آزمایو».

دا ډول آزموينه مصداقونه او ډولونه لري، چې پر ځینې باندي یې اشاره کيږي:

د اولاد او شته‌منۍ سره امتحان

یو له هغه شیانو څخه چې انسان ورسره آزمویل کیږي د مال او اولاد درلودل دي. خدای د تغابن په سوره کې دې ډول آزموينې ته اشاره کړې ده: «أَنَّما أَمْوالُکُمْ وَ أَوْلادُکُمْ فِتْنَه (د تغابن سوره : ۱۵ آيت)؛ ستاسو مال او اولاد ستاسو د آزموينې وسيله ده»، مال او اولاد د خلکو د آزموينې لپاره تر ټولو مهمه وسيله ده، ځکه د مال جذابيت او د اولاد سره مينه او محبت په انسان کې يو پياوړۍ جذبه منځ ته راوړي او څه ډېر په ځينو مواردو کې د خداى رضايت د هغوئ له رضایت څخه جلا کیږي، او انسان تر کلک فشار لاندي راځي او د هغه لپاره هوډ او تصميم نيول به ستونزمن شي.[۲]

د شته مني د لاسته راوړلو څرنګوالۍ، د هغه د مصرفولو او ساتلو څرنګوالۍ او په هغه باندي د زړه ورکولو او ميني اندازه ټوله د بشر د آزموينې ډګر دي. ډېر داسې وګړي شته چې د عادي عبادت په برخه او پر دين او مذهب باندي په ښکاره کولو کې ډېر ټينګار لري، خو کله چې د مالي مسايلو خبره منځ ته راشي، نو هر څه هېروي. یا د کورنۍ او اولادونو د هوساینې لپاره هر ډول حرام او ناروا عملونه ترسره کوي.[۳]

په دنیايی مقام او موقعيت سره آزموينه

د مقام او منصب درلودل د الهي نعمتونو څخه ګڼل کيږي چې انسانان د هغه په واسطه آزمويل کيږي. خدای په دې اړه د نمل په سوره کې د حضرت سلیمان له خولې داسي وايي: «هذا من فَضْلِ ربّی لیبلونی أاشکر ام اکفر( د نمل سوره: ۴۰ آیت) دا د خدای فضل دی چې ما آزمویې چې آيا زه يې شکر کوم او که يې کفران کوم».

د ښکلا په نعمت سره آزموینه

ظاهري ښکلا یا باطني ښکلا لکه د علم په څیر هم د خدای له نعمتونو څخه دي چې خدای هغه د سړي د آزموينې وسيله ګرځوي چې آيا د هغه څخه په سمه توګه ګټه اخلې یا دبدو کارونو لپاره وسيله ګرځوي.

د ډېرې مطالعې لپاره

  • د نمونه تفسير، ۱ټوک، ۵۲۴ مخ.
  • نهج البلاغه، ډېرې خطبې د هغې ګڼې څخه ۱۵۶ خطبه.
  • شهید مطهری، حکمتونه او اندرزونه، ۱۳۲مخ.

سرچينې

  1. مکارم شیرازی، د نمونه تفسير، ۲۴ټوک،۲۰۶مخ.
  2. مکارم شیرازی، د نمونه تفسير، ۲۴ټوک،۲۰۶مخ.
  3. مکارم شیرازی، د نمونه تفسير، ۷ټوک، ۱۳۸مخ.