د امام علی(ع) په کور کې د کښیناستو سببونه

  1. تغییر_مسیر الگو:پاسخ
سؤال

د پیغمبر(ص) د وفات په لومړيو کلونو کې، ولی امام علی(ع) په کور کې کښيناست؟ آیا د هغه چپتیا د اسلام په ګټه وه که جنګ يې؟

د پيغمبر(ص) له وفات وروسته، د حضرت علي(ع) په کور کې د پاتې کېدو لامل د اسلام ساتنه او د اسلامي ټولنې يووالي او اتحاد بلل شوې دی. د پيغمبر(ص) له وفات وروسته، اسلامي ټولنه ډېره متزلزله وه، او ځینې جاهلي دودونه بیا راژوندي شول. د ابوسفیان او عباس بن عبدالمطلب په څېر ځینې خلکو د امام علي(ع) سره د بیعت وړاندیز وکړ ترڅو هغه خلیفه سره د جګړې لپاره وهڅوي. امام علي(ع) په کور کې پاتې کېدل غوره وګڼل، ځکه چې هغه د پاڅون لپاره د باور وړ ملاتړي نه درلودل او د دې لپاره چې د تفرقې مخه ونیسي.

د مسلمانانو د یووالي اړتیا

ډېر تاریخ پوهان په دې باور دي چې د پیغمبر(ص) د وفات پر مهال چې اسلام یو نوی پیل شوی غورځنګ و او لا تر اوسه د خلکو د یوې لویې برخې لخوا په بشپړ ډول له زړه نه و منلی. نو اتحاد او یووالي ته یې اړتیا درلوده.[۱] ځینو تاریخ پوهانو ویلي دي چې د پیغمبر(ص) وفات سره، (جاهلو) عربانو خپل راستنیدل پیل کړل او منافقین څرګند شول.[۲]

د جنګ لپاره د منافقانو هڅې

د مسلمانانو د یووالي د ماتولو لپاره غوره لاره دا وه چې امام علي(ع) د حکومت له مشرانو سره په جنګ کړي، له همدې امله ابو سفیان د عباس په رضایت سره د بني هاشمو له یوې ډلې سره امام علي(ع) ته راغی او هغه ته یې د بیعت وړاندیز وکړ. ابو سفیان د علي(ع) د احساساتو د راپارولو لپاره وویل: «ای ابو الحسن، د دې وړاندیز له منلو غفلت مه کوه. موږ کله د تییم (د ابوبکر کورنۍ) د ټیټې کورنۍ پیروي کړې ده؟».[۳]

امام علي (ع) په ځواب کې وويل: «تاسو ډېر ښه پوهېږې چې زه تر بل هر چا زیات د خلافت مستحق يم. په خدای قسم خورم چې تر هغه به چوپ پاتې شم تر څو چې د مسلمانانو حالت ښه وي او يوازې په ما ظلم وشي.».[۴] البته، که امام د پاڅون لپاره حالات چمتو ليدلی وای، نو هغه به راپورته شوی وای، او د پاڅون وړانديز ته اړتيا نه وه.

د پاڅون د نه کولو یو بل دلیل د ملاتړو او مرسته کوونکو نشتوالی ګڼل شوی دی. پاڅون باید د خلکو په ملاتړ سره وشي او سم وخت یې باید راشي. له علي(ع) څخه روایت دی چې «ما وکتل او ومې لیدل چې زما له کورنۍ پرته بل هیڅ ملګری یا مرستندوی مې نیشته نو زه د هغوي په مرګ راضي نه شوم.».[۵]

په کور کې د ناستي په وخت امامت

د درې واړو خليفه ګانو د ۲۵ کلنې واکمنۍ په موده کې، امام د اسلامي ټولنې د لارښوونې لپاره هره هڅه وکړه. د معاصر تاریخ پوه جعفر شهیدي په وینا، هر ځای چې خلکو د امام لارښوونې ته اړتیا درلوده، د هغوي لارښوونه به یې کوله. که کومه ستونزه رامنځته کیده، هغه به یې حل کوله. که کومه غلطه پرېکړه صادره شوه، هغه به یې په ګوته کوله. هغه به د هغو کسانو له لارښوونې څخه هم ډډه نه کوله چې له هغه څخه مخکې یې د خلافت چوکۍ ځانته ټاکلې وه.[۶]

فوټ نوټ

  1. سبحاني، جعفر، المذاهب الاسلامیه، ص ۱۹۴، مؤسسه امام صادق ـ علیه‌السلام ـ، ۱۴۲۳ ق.
  2. سیره ابن هشام، ج ۴، ص ۳۱۶، د مکارم شیرازي پیام امام څخه نقل، ۱۳۷۵ ش، دارالکتب الاسلامیه.
  3. ری شهری، محمد، رهبري په اسلام کې، ص ۲۳۴، دارالحدیث، ۱۳۷۹ ش.
  4. نهج البلاغه، خطبه ۷۴.
  5. نهج البلاغه، خطبه ۲۶.
  6. شهیدي، جعفر، علي د علي له خولې، ص ۴۲، دفتر نشر فرهنگ اسلامي، ۱۳۷۶ ش، ج ۶.

رده:امام علی(ع)رده:تاریخ و سیره معصومان

کينډۍ:تکمیل مقاله