د امام مهدي(ع) د ظهور د وخت ټاکل

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

آیا د امام زمان (ع) د ظهور وخت معلوم دی؟


د امام زمان (ع) د ظهور دقیق وخت یوازې خدای ته معلوم دی. د امامانو په احادیثو کې هغه کسان چې د ظهور وخت ټاکي دروغجن ښوول شوي دي. خو بيا هم د ظهور لپاره ځينې علامتونه ياد شوي دي. د ظهور ځای مکه د کعبې تر څنګ ویل شوی دی.

د ظهور وخت د الهی اسرارو څخه

د امام زمان(ع) د څلورم خاص ځای ناستې علی بن محمد سمری له وفاته وروسته د ستر غیبت دوره پیل شوه او تر ننه پورې دوام لری، د امام (عج) ظهور او پاڅون به د خدای په حکم د دې دورې په پای کښې وی، معصوم لارښوونکي په ډیرو روایتونو کې په ښکاره ويلي دي چې د ظهور لپاره نشي کېدلای يو ځانګړی وخت وټاکل شي او يوازي خدای پر هغه باندي خبر دی. دا کار به په ناڅاپه توګه د خدای په امر واقع شي او څوک چې وخت وټاکي هغه دروغجن دی.

ابو بصیر وایی: «سَأَلْتُهُ عَنِ اَلْقَائِمِ عَلَيْهِ السَّلاَمُ فَقَالَ كَذَبَ اَلْوَقَّاتُونَ إِنَّا أَهْلُ بَيْتٍ لاَ نُوَقِّتُ ثُمَّ قَالَ أَبَى اَللَّهُ إِلاَّ أَنْ يُخْلِفَ وَقْتَ اَلْمُوَقِّتِينَ؛

ما له امام صادق (ع) څخه د قائم (ع) په باره کي پوښتنه وکړه، هغه وفرمایل: هغه څوک چې وخت ټاکي درواغ وايي، موږ اهل بیت (ع) وخت نه ټاکو، بیا یې وفرمایل: خدای نه غواړي مګر د هغه وخت پر خلاف چې ټاکونکي ټاکلی دی. [۱]

«اسحاق بن یعقوب» د محمد بن عثمان عمري لخوا امام زمان (ع) ته یو لیک واستاوه او ځینې پوښتنې یې وکړې، امام د ځواب په یوه جمله کې د ظهور د وخت په اړه وویل: «وَ اَمَّا ظُهُورُ الْفَرَجِ فَاِنَّهُ اِلَی اللَّهِ تَعَالَی ذِکْرُهُ وَ کَذَبَ الْوَقَّاتُونَ؛ خو د فرج ظهور د الله تعالی په حکم پورې تړاو لري او هغه کسان چې وخت ټاکي درواغجن دي». [۲]

د ظهور نښې او علامتونه

د وخت د ټاکلو څخه منظور د ظهور د وخت په سمه توګه معلومول دی. معصوم لارښوونکي (ع) دا ډول د وخت ټاکنه په هيڅ ډول سره جایز نه دی ګڼلی او هغه يې د الهي رازونو څخه بللی دی، خو ځينې علامتونه او نښې يې ياد کړي دي چې هر کله واقع شي د ظهور د نژدې والی زېرۍ ورکوي. [۳]

د ظهور لپاره د ځینو حتمی او غير حتمي نښو د یاد سربیره، په رواياتو کي د ظهور زمانه او د هغه وخت په کلی او غیر معین توګه (لکه: ورځ او کال) هم یاد شوی دی، چې هیڅکله د ظهور لپاره د وخت دقیقه ټاکنه نه ده چې په رواياتو کي له هغه نه منع شوی دی.

د حضرت مهدي (ع) د پاڅون د زمانې په اړه په کلي او غیرمعين ډول سره مختلف روایتونه راغلي دي. په ځینو کې نوروز د پاڅون د پیل د ورځې په توګه یاد شوی دی. [۴] په ځينو نورو احاديثو کې د عاشورا ورځ او د شنبې ورځ د پاڅون د پيل په توګه ياد شوي دي. [۵] او په نورو شمېرو کې د جمعې ورځ، د دغه ستر شخصیت د ظهور او د پاڅون د پیل ورځ بیان شوی دی. [۶]

د نوروز او عاشورا په يو ځای کېدلو کې څه ستونزه نه ښکاري. ځکه نوروز د هجري کال په حساب او عاشورا د قمري کال له مخې محاسبه کیږي او د دې دوو ورځو سره یو ځای کیدل ممکن دي. همدارنګه د دغو دوو ورځو تصادف د جمعې او شنبې په ورځ هم ممکن دی، که عاشورا او نوروز دواړه د جمعې یا شنبې په ورځ وي. هغه څه چې ستونزمن او متضاد ښکاري د اونۍ دوه ورځې، شنبه او جمعه د پاڅون د ورځې تر عنوان لاندي دی. خو کولای شود دا ډله روايتونه هم توجيه کړو او په يو ډول سره راټول کړو؛ ځکه که د دې روايتونو سند صحيح وي، په دې صورت کي هغه احاديث چې جمعه يې د ظهور ورځ ټاکلې ده د پاڅون او ظهور پر ورځ لګول کيږي او هغه روايتونه چې د شنبې ورځ يې د پاڅون ورځ ګڼلې ده، د مهدوي د الهي نظام د تثبيت او ځای‌پرځاي کېدو او د مخالفانو د نابودېدو په ورځ باندي تفسيريږي. [۷]

په هر حال د امام زمان (ع) ظهور په لومړي سر کې د آسماني نداورکونکۍ له خوا اعلانیږي، او هغه حضرت په داسې حال کې چې خپله شا يې پر کعبه باندي ورکړې ده، د حق لورې ته په بللو سره خپل ظهوراعلانوي.

د امام زمان (ع) د ظهور ځای

له امام باقر (ع) څخه روايت دی چې هغه وفرمايل: حضرت مهدي (ع) په مکه کي د ماخستن د لمانځه په وخت کې راڅرګند کيږي، او په دې حال کي د رسول الله (ص) بيرغ، کميس او توره له ځانه سره لري او وروسته له دې نه چې د ماخستن لمونځ يې ادا کړ په لوړ آواز باندي نارې وهي: اې خلکو! زه د الله (ج) په وړاندې (د قيامت په ورځ) د الله په ياد او حضور کې تاسې يادوم، په داسې حال کې چې (په دنياکي) پر تاسې باندي خپل حجت بشپړ کړى دی او انبياوي يې رالېږلي او قرآن يې نازل کړى دى. خدای تاسو ته امر کوي چې د هغه سره شریک مه ټاکئ او د هغه د پیغمبرانو اطاعت وکړئ. هغه څه چې قرآن د هغه پر راژوندي کېدلو امر کړی دی، ژوندي يې کړئ او هغه څه چې د هغه پر نابودولو باندي امر کړی دی، له منځه يې يوسئ او د هدایت د لارې مرستندويان و اوسېږئ او په تقوی او پرهیزګارۍ کې همکاري وکړئ؛ ځکه چې د دنیا فنا او زوال را رسېدلی دی او د وداع نفخه يې ترسره کړي ده. زه تاسي د خدای او د هغه د رسول او د هغه د کتاب په کړنو او د باطل د له منځه وړلو او د ستر پیغمبر (ص) د سيرې د راژوندي کولو لورې ته بلنه کوم. نو بيا هغه د خپلو درې سوه او دیارلس اصحابو په منځ کې راښکاره کيږي. [۸]

د حضرت مهدي (ع) ياران

د ډیرو روایتونو له مخې کله چې امام زمان (ع) راښکاره شي نو د هغه د خاصو اصحابو شمیر به ۳۱۳ کسه، د بدر د جنګیالیو د شمیر په اندازه به وې. لکه څنګه چې ابان بن تغلب وایي: زه په مکه کي په یوه جومات کې د امام صادق (ع) په خدمت کې وم او زما لاس د هغه په لاس کې و چې ويې فرمایل: ای ابان! خدای دې په دې جومات کې ۳۱۳ کسان راولي... توري يې په غاړه کي آميل کړي دي چې پرهر يو يې د وګړی نوم او د هغه د پلار نوم او د هغه صفتونه او نسب ليکل شوي دي، نو بيا یو چا ته امر کوي چې نارې ووهي: دا دی مهدي د حضرت دواد او سلیمان د حکم په توګه حکم کوي او هيڅ ډول شاهد هم نه غواړي.

د لا ډېرمطالعې لپاره

  • د مهدي (عج) د واکمنۍ په اړه یو نظر، نجم الدین طبسي.
  • په نړۍ کي د عدل خپورونکۍ، آیت الله ابراهیم امینی.
  • منتخب الاثر، آیت الله صافی گلپایگانی.

سرچينې

  1. نعمانی، الغیبة، ژباړه: غفاری، ۱ټوک ،۴۱۱مخ؛ حسینی، سید حسین، یاد محبوب، د آفاق خپراوي، ۷۸مخ.
  2. شيخ صدوق، کمال الدین، ۲ټوک،۱۶۰مخ، ۴ح.
  3. حضرت حجه ابن الحسن المهدی ددولسم لارښوونکۍ ، هیئت تحریریه مؤسسه در راه حق.
  4. مجلسی، محمد باقر، بحارالانوار، ۵۲ټوک، ۲۰۸مخ.
  5. کمال الدین، ۲ټوک ، ۶۵۳مخ.
  6. مجلسی، محمد باقر، بحارالانوار، ۵۲ ټوک،۲۷۹مخ.
  7. طبسی، نجم الدین، د مهدي (عج) د واکمنۍ په اړه یو نظر، ۶۳ مخ.
  8. ابن طاووس، ملاحم، ۶۴ مخ؛ ابن حمّاد، فتن، ۹۵مخ.