د اهل سنت د مذهب ریښې

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

آیا د اهل سنت مذهب له ځانه جوړ شوی مذهب دی يا که په قرآن کريم او نبوي احاديثو کي ريښي لري؟

د اهل سنت ستنې پر توحيد، نبوت او قيامت ولاړې دي، چې ريښې يې په قرآن او نبوي احاديثو کې دي؛ خو د دوئ مشران د امامت په مسئله کې د نبوي احادیثو په ځانګړې توګه د پیغمبر اکرم (ص) د وصیت له لیکلو سره مخالفت وکړل. د رسول الله (ص) د ژوند په وروستيو ورځو کې دويم خليفه عمر د اسلام د پيغمبر(ص) د وصيت د ليکلو مخه ونيوله. د رسول الله (ص) له وفات څخه وروسته دوئ پخپل سر د بنې ساعدې په سقیفه کي د پيغمبر (ص) ځاي ناستې يې وټاکل. د اهل سنت عقيده د خلافت او امامت په اړه له همدې ځايه سرچينه اخلي چې دوئ پخپله د هغه بنسټ کيښود. دوئ د رسول الله (ص) څخه وروسته د ابوبکر په خلافت باندي ايمان راوړ او د خلفاوو په ترتيب کي هماغه ډول چې رامينځ ته شو ګروهن شول. او وروسته د دې ښونځې متکلمان او دين پوهان پرهمدې بنسټ باندي د امام یا خليفه د ټاکلو لپاره بېلابېلې طريقې جوړې کړې، چې يوه يې هم په قرآن او نبوي احاديثو کې ريښه نه لري.

د رسول الله (ص) او د هغه د احادیثو سره مخالفت

اهل سنت یو له هغو اسلامي فرقو څخه دی چې د نورو اسلامي فرقو په څیر، په توحید، نبوت او قیامت باور لري. هغه څه چې اهل سنت له شیعه مذهب څخه جلا کوي د امامت یا خلافت مسئله ده. اهل سنت د امامت په مسئله کې د نبوي احاديثو څخه پيروي و نه کړل. هغه څه چې په دې برخه کې خورا مهم دي د اسلام د پیغمبر (ص) وصیت دی چې عمر یې د لیکلو مخه ونيوله.

د اهل سنت په کتابونو کې دا حدیث راغلی دی چې پیغمبر (ص) غوښتل خپل د ژوند په وروستیو ورځو کې یوه وصیت ولیکی چې له هغه وروسته یې امت ګمراه نه شی. په دې حدیث کې راغلي چې رسول الله (ص) ناروغ و او خلک یې په کور کې راټول شوي وو. په دې وخت کې رسول الله( ص) وفرمایل: راوړئ، چې زه یو لیک تاسو ته ولیکم، چې له هغه وروسته به هېڅکله ګمراه نه شئ. عمر بی له ځنډه وويل چې ناروغۍ پر رسول الله (ص) باندي غلبه کړې ده او قرآن له تاسو سره [په بل نقل: له موږ سره] دی او زموږ لپاره د خدای کتاب بس دی. د عمر له دې خبرو وروسته څوک چې د رسول الله (ص) په کور کې وو اختلاف وکړل او یو له بل سره یې دښمني پیل کړه. ځینو ویل چې راشئ تاسو ته یو لیک ولیکې تر څو له دې وروسته هیڅکله ګمراه نه شئ او ځینو هغه څه ویل چې عمر وویل او کله چې د رسول الله (ص) په حضور کې اختلاف او ګډوډي له حده ووتل، رسول الله (ص) وفرمایل چې زما له مخکې پورته شئ او له کوره مي ووځئ. له دې وروسته ابن عباس تل ويل چې تر ټولو لوئ مصيبت هغه اختلاف او ګډوډۍ و چې د رسول الله (ص) او د هغه د ليك تر مينځ خنډ شو چې غوښتل يې د دوئ لپاره وليكي.[۱]

د «صواعق المحرقة» کتاب د سريزې ليکونکی د «شرح الموقف» له کتاب څخه د دغه حديث د يادولو په ترڅ کې وايي چې د رسول الله (ص) او عمر تر منځ دغه اختلاف د امامت او د خلافت د مقام په مسئله کي و.[۲]

د رسول الله (ص) له وفات وروسته په اسلامي ټولنه کې د دغه اختلاف جدي اغېزې څرګندې شوې. يو بل سني عالم په «الفَرق بين الفِرق» کتاب کې وايي: د مسلمانانو تر مينځ اختلاف د لومړي ځل لپاره د امامت په مسئله کې و. انصارو د سعد بن عباده په امامت عقيده لرله او قريشو په دې عقيده ول چې امامت په قريشو پورې اړه لري. [۳]

د دوات او قلم حدیث ته په پاملرنې سره [چې د قرطاس حديث هم ورته و يل کيږي] په مسلمانانو کي دغه اختلاف د اسلام پیغمبر (ص) د وصيت د نه ليکلو له امله رامينځ ته شو چې عمر دویم خليفه د هغه مخنيوی وکړ.

سني عالمانو دا منلې ده چې پېغمبراکرم (ص) په دې ليک کې غوښتل چې له ځانه وروسته د امامت مسئله روښانه کړي [۴] او د خلافت لپاره يو څوک وټاکي تر څو د خلیفه په ټاکلو کې د صحابه وو تر مينځ اختلاف رامينځ ته نه شي. [۵] د سفیان بن عیینه د نقل له مخې رسول الله (ص) غوښتل چې وروسته له ځانه د خلفاوو پر نومونو باندي تصريح وکړي تر څو په امت کي اختلاف پیدا نه شي. [۶]

نو د رسول الله (ص) د ليک نه ليکل کېدل د اهل سنت د مذهب د جوړېدو لپاره يوه مقدمه شوه چې د سقيفې د غونډې سبب وګرځېد او که د رسول الله (ص) وصيت ليکل شوی وای د سقيفه غونډه به هيڅکله نه جوړېدل.

د بنی ساعده د سقيفې شورا

د امامت او خلافت په اړه د اهل سنت د عقيدي بنسټ د ابوبکر خلافت دی چې د سقيفه په شورا کې منعقد شو. عایشه د رسول الله (ص) مېرمن د ابوبکر د خليفه کېدو کيسه داسې کوي: «کله چې رسول الله (ص) وفات شو، ابوبکر په مدينه کې نه و، عمر ودرېد او خلکو ته يې وويل: په خدای قسم چې رسول الله (ص) نه دی مړ شوی؛ تر دې چې ابوبکر راغی او د رسول الله (ص) مړینه یې تأیید کړه او خلکو ته یې ځينې خبرې وکړې. په دې وخت کې خبر راغی چې د بني ساعده په څنډه کې د سعد بن عباده په شاوخوا کې ځينې کسان راټول شوي او وايي یې چې زموږ (انصار) څخه باید یو امیر او له تاسو (قریشو) څخه هم يو امير وي. بیا ابوبکر، عمر او ابو عبیده جراح د دوئ لورې ته ورغلل. په پيل کې عمر دوئ ته ويناوې وکړې، خو ابوبکر هغه چپ کړ او په خپله په وینا پیل کړه، د خپلې وینا په ترڅ کې یې انصارو ته خطاب وکړ او ویې ویل: موږ امیران یو او تاسو وزیران یاست، خو حباب بن منذر وويل يه؛ په خدای قسم چې يو امير زموږ او يو امير به ستاسو څخه وي. خو ابوبکر وویل يه؛ موږ امیران یو او تاسو وزیران یاست او دوئ (قریش) د عربو مينځ دي او د ټبر له لحاظه ډیر عرب دي. بیا یې له عمر سره بیعت وکړ. خو عمر ورته وويل: موږ له تا سره بيعت کوو او ته زموږ بادار يې، زموږ تر ټولو غوره او رسول الله (ص) ته له موږ څخه تر ټولو محبوب يې او عمر د ابوبکر لاس ونيول او له هغه سره يې بیعت وکړ او وروسته نورو هم د هغه سره بيعت وکړ. له خلکو څخه یوه وویل چې سعد مو په دې کارسره ووژل، عمر وويل خدای يې ووژني.[۷]

دا ټوله هغه څه دي چې د اهل سنت په مذهب کې د امامت بنسټ جوړوي. ليدل کيږي چې د امامت او خلافت د ټاکلو لپاره په دې غونډه او شورا کې نه د رسول الله (ص) پر کوم حدیث او نه هم د قرآن کريم پر کوم آیت باندي استناد شوی دی؛ بلکې په روښانه توګه عربيت، حسب او نسب د خلافت او امامت لپاره معیار ټاکل شوی دی.

د اهل سنت د خلفاوو لړۍ

د اهل سنت د مذهب بنسټ په قرآن او نبوي احادیثو کي ريښه نه لري؛ ځکه چې د اهل سنت په مذهب کې امامت یا خلافت په سقيفه کي د عمر او ابوبکر لخوا له ځانه جوړه شوې ده. له همدې امله، د اهل سنت مذهب د امامت په مسئله کي او همدارنګه ددې مذهب په جوړولو کي قرآن کريم او نبوی احادیثو او د رسول الله (ص) سپارښتونو ته هيڅ ډول استناد نه لري. دوئ له هغه کړنې سره مخامخ شول چې د اسلام د لومړیو خلفاوو له خوا ترسره شوي وو. له همدې امله يې د امامت او خلافت په مسئله کې د همدغو پېښو پر بنسټ اصول يې وضع کړل او پر هغه باندي يې ايمان راوړل.

دوئ د دې پېښې او ورپسې پېښو پر بنسټ وايي چې له رسول الله (ص) څخه وروسته خلیفه او امام ابوبکر دی. ځکه چې هغه د ټولو قومونو غوره او مخکښ و. ډېری اهل حدیث او ټول معتزله او اشعری په دې عقیده دي چې د ابوبکر خلافت د خلکو په ټاکنه ثابت شو. او له هغه وروسته عمر د حق خلیفه دی. ځکه چې ابوبکر هغه خپل ځای ناستي وټاکل او له عمر څخه وروسته خلافت او امامت د عثمان حق دی او له عثمان څخه وروسته د علي حق دی. [۸]

د اهل سنت په مذهب کې د امام د ټاکلو طریقې

د دې حقیقت له امله چې بهرنۍ پیښې په اهل سنتو کې د امامت اساس جوړوي، د دې مذهب عالمان دې ته اړ شوي دي چې امامت لکه لمونځ او روژه د دین له فروعو او څانګو څخه وګڼي او له همدې امله د خدای او د هغه د پیغمبر د امام په معرفي کولو او نصبولو کې هیڅ رول نه لري، بلکې امام په مختلفو لارو غوره او ټاکل کیدای شي: ۱. امام کېدای شي د حل او عقد د اهل لخوا وټاکل شي؛ لکه څنګه چې ابوبکر په دې طریقه غوره او د هغه امامت تأیید شو.

۲. د اهل سنتو له نظره د امام امامت د يو عادل سړي لخوا هم ثابتيږي او د امامت له انعقاد څخه وروسته پر نورو واجبيږي چې له هغه سره بيعت وکړي، له همدې امله ابوبکر، يوازي د عمر لپاره امامت منعقد کړ او له هغه وروسته نورو هم له عمر سره بیعت وکړ. دې طريقې ته استخلاف هم ويل کېږي.[۹]

۳. امام د هغو کسانو له لورې چې په شورا کي د امامت لپاره نوماند شوي دي هم ټاکل کېدای شي. لکه څنګه چې عثمان په دې طریقه سره وټاکل شو. ځکه عمر شپږ کسان یعني «عثمان، علي، طلحه، زبیر، سعد بن ابي وقاص او عبدالرحمن بن عوف» د امامت د څوکۍ لپاره نومولي وو، چې له یو بل سره مشوره وکړي او یو یې د امام په توګه وټاکي.[۱۰]

۴. د اهل سنت له نظره د امام د ټاکنې بله لاره د خلكو بيعت دى او حضرت علي (ک) د خلكو په بيعت سره د څلورم امام او خليفه په توګه وټاكل شو. [۱۱]

۵. د اهل سنتو له نظره د امامت د ثابتېدو او انعقاد پنځمه طريقه دا ده چې يو څوک د تورې په زور پر خلکو باند غالب شي او واک په لاس کې ونيسي او پر خلکو باندی دی چې د هغه اطاعت وکړي او د هغه سره د جنګ او خروج حق نه لري. ځکه چې د هغه حاکم په وړاندي درېدل چې واک یې د تورې په زور نيولی دی دې د مسلمانانو ترمينځ اختلافات او د وينې تويولو سبب ګرځي.[۱۲]

د امام د ټاکلو لپاره دا معیارونه چې د اهل سنت د مذهب اساس جوړوي، په قرآن او نبوي احادیثو کې ریښې نه لري. له همدې امله د اهل سنت مذهب چې په امامت کي پر نوموړي اصولو باندي ولاړ دی، نه شي کولای ځان له خدای او رسول (ص) سره ونښلوي، او پیروان یې هیڅکله نه دي توانېدلي چې په قرآن او نبوي احادیثو کې د دې مذهب لپاره اصل او ریښه ومومي.

سرچينې

  1. بخاری، محمد بن اسماعیل بخاری، صحیح بخاری، ۵ ټوک، ۲۱۴۶ مخ، باب قول المریض قوموا عنی؛ او۶ ټوک، ۲۶۸۰ مخ، باب کراهیة الاختلاف؛ بیروت، دار ابن کثیر الیمامة، ۳ چ، 1407ق / 1987م. تحقیق: د. مصطفی دیب البغا.
  2. هیثمی، احمد بن حجر، الصواعق المحرقه، سريزه ، (هـ) مخ، مصر، مکتبة القاهره، [بی‌تا].
  3. ابو منصور، عبدالقاهر بن طاهر، الفرق بین الفرق، ۱۳ مخ، بیروت، دارالوفاق الجدیدة، ۲ چ، 1977 م.
  4. عینی، محمود بن احمد، عمدة القاری، ۲ ټوک، ۱۷۱مخ بیروت، دار احیاء التراث العربی.
  5. نووی، یحیی بن شرف، شرح النووی علی صحیح مسلم، ۱۱ ټوک، ۹۰ مخ، بیروت، دارالکتب العربی، 1407ق/1987م.
  6. عمدة القاری، ۲ټوک، ۱۷۱ مخ.
  7. صحیح بخاری، ۳ټوک، ۱۳۴۱ مخ.
  8. ابن ابی العز حنفی، شرح العقیده الطحاویه، ۱ ټوک، ۵۳۳ – ۵۴۵ مخ، بیروت، مکتب الاسلامی، 4 چ، 1391م.
  9. جمال الدین احمد بن محمد غزنوی، اصول الدین، ۱ ټوک، ۲۷۶ – ۲۷۹، بیروت، دار البشائر الإسلامیة، ۱ چ، 1419ق/ 1998م؛ ابوسعید عبدالرحمن نیشابوری، الغیبة فی اصول الدین، ۱ ټوک، ۱۸۵ مخ، بیروت، مؤسسه الکتب الثقافیه، ۱ چ، 1406ق.
  10. ابو سعید عبدالرحمن نیشابوری، الغیبة فی اصول الدین، ۱ ټوک، ۱۸۵ مخ.
  11. ابو سعید عبدالرحمن نیشابوری، الغیبة فی اصول الدین، ۱ ټوک، ۵۴۵ مخ.
  12. محمد الأمین بن محمد بن المختار شنقیطی، اضواء البیان، ۱ ټوک، ۳۰ مخ، بیروت، دار الفکر للطباعة والنشر، 1415ق / 1995م. تحقیق: مکتب البحوث والدراسات.