د بلایاوو معنوی عوامل

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

څه معنوی عوامل د بلا د راتلو سبب ګرځي؟

ډول ډول مادي او معنوي عوامل کولای شي چې د بلایاوو او دنیايي ستونځي سبب وګرځي. د معنوي عواملو څخه ځيني ګناهونه لکه ظلم، رباخوړل او د خپلوانو سره د اړيکي غوڅول یاد شوي دي. مسلمانو عالمانو، د انسان آزموينه د بلایاوو د عواملو څخه ګڼلې ده چې پر هغه باندي صبر کول د انسان د ودې او لوړوالي سبب ګرځي. کله چې انسانان په غفلت او غرور باندی اخته شي، بلایا د دې سبب ګرځې چې انسانان خدای ته پام او توجه وکړي.

هرومرو د معنوی عواملو تر څنګ مادي عوامل هم شتون لري چې په طبیعي توګه ځينې ايسارونه او ستونځې منځ ته راوړي او له همدې کبله ټوله بلایاوې د ګناهانو له لورې نه ګڼل کيږي.

الهي عذاب د ځينو ګناهان لپاره

په نړۍ کي ځینې الهی عذابونه د ناروغۍ، ستونځې او ايسارونو په ډول ښکاره کيږي چې د مختلفو مادي او معنوي عواملو څخه سرچينه اخلي. د الهي عذاب د واقع کېدو د عواملو څخه يو عامل ظلم او تېرۍ دی. قرآن کريم په دې باره کي فرمايي: « وَلَقَدْ أَهْلَكْنَا الْقُرُونَ مِنْ قَبْلِكُمْ لَمَّا ظَلَمُوا...؛ په يقين سره ستا نه مخکې قومونه مي کله چې يې تېرۍ او ظلم کول له منځه يوړل» (یونس، ۱۳).

د قرآن د آیاتو پر بنسټ د ځينو وګړو عذاب د هغوئ د رباخوړلو په خاطر دی چې په دنيا او آخرت کې به خپل ځان وښيي. [۱] همدارنګه د هغه کس لپاره چې د خپلوانو سره یې خپله اړيکه پرې کړی وي، دنيايي عذابونه یاد شوي دي چې د هغه د کړنې پايله ده. [۲]

دغه عذاب د حجت د تمامېدو او مهلت ورکول او استدراج څخه وروسته دی. یعني خدای په اول پړاو کي انسانان په مصائبو او ایسارونو باندی، لکه زلزلې، وچکالۍ، ناروغۍ او قحطی، اخته کوي تر څو د غفلت له خوبه ویښ او خدای ته نژدې شي. که دا پېښي پر انسانان باندي اثر و نه کړ، نو د استدراج او امهال نوبت او وار راځيِ؛ يعني خدای تعالی هغوئ په خپل حال خوشي کوي او د بلایاوو پر ځاي هغوئ ته نعمتونه ورکوي تر څو په خپلو ګناهانو کي ډوب شي او وروسته له دې څخه د مادي اسبابو په چوکاټ کي لکه سیلابونه او ناروغۍ او ... نازل کيږي. نو پر دې بنسټ د الهی عذاب سنت د انسان د تېرۍ او ظلم معلول دی او د حجت د تمامېدواو مهلت ورکولو څخه وروسته واقع کيږي. [۳]

آزموينه

د بلایاوو د موخو څخه يو د انسانانو آزموينه ده. د بندګانو امتحان او آزموينه د خدای د سنتونو څخه يو سنت دی چې خپل بندګان په هميشه توګه په مختلفو صحنو کي تر آزموينې لاندي راوړي. [۴] «وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِين؛ بې له شکه تاسي د وېرې، لوږې،او د اموالو او کسانو او محصولاتو د لږولو په واسطه تر آزموينې لاندي راوړو او صبر کونکې وګړې ته زېرۍ ورکړه». (بقره، ۱۵۵)

خدای انسان د ښېګنو او بديو په واسطه هم تر آزموينې لاندي رواړي: «... وَنَبْلُوكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَيْرِ فِتْنَةً...؛ او دښيګڼواو بديو په واسطه تاسی تر آزموينې لاندي راوړو» (انبیاء، ۳۵ ) د امام علي څخه رانقل شوی دی چې د هغه د ناروغۍ په وخت کي ځينې عیادت ته راغلي ول امام علي (ع) ته يې وويل: ای امير المؤمنينه حال مو څنګه دی؟ حضرت وفرمايل: «فَالْخَيرُ الصِّحَّةُ وَ الْغِنَى‏ وَ الشَّرُّ الْمَرَضُ وَ الْفَقْرُ ابْتِلَاءً وَ اخْتِبَاراً؛ روغتيا او بې نيازي نيکي ده، ناروغۍ بدی ده او بې وزلي آزموينه او امتحان دی». په دې جملو کي امام «خیر» يې په روغتيا او شته منۍ باندي تفسیر او «شر» يې په ناروغۍ او «بې وزلي» يې په آزموينه باندي تفسیر کړی دی. [۵]

له غفلت څخه ويښېدل

ځيني بلایاوي، د غفلت او غرور څخه ويښېدل او سمې لارې ته د انسان د ستنېدلو سبب دی. غفلت مدام د نسکوریدل او پرځېدنو سبب او د انسان درنېکمرغۍ په وړاندي د خنډونو څخه دی. ځينې ناببرې پېښې او ناروغۍ د غفلت د له منځه وړلو او په مړ شوي زړونو کي د خدای د یاد ژوندی کول د لارو څخه يو لار دی. په قرآن شريف کي راغلۍ دی: «وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا إِلَىٰ أُمَمٍ مِنْ قَبْلِكَ فَأَخَذْنَاهُمْ بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَتَضَرَّعُونَ؛ بې له شکه مو هغو امتونو ته چې ستا نه مخکي ول رسولان ور ولېږل، نو هغوئ مو[ کله چې د رسولانو سره دښمني کول] په بې وزلېو، ستونځو،ايسارونو او ناروغيو باندي اخته کړل تر څو زما په وړاندي تواضع او زارئ وکړي».(انعام ، ۴۲)

د امامانو څخه روايتونه او دعاګانې را نقل شوي دي چې د ناروغيو او روغتیا وو د روزنېز آثارو په باره کي خبري کړي دي. د حضرت موسی (ع) څخه رانقل شوی دی چې خدای ته يې وويل: « نه هغسې ناروغۍ چې پر ځمکه مي وخوبوي او نه هغسې روغتيا چې زما د غفلت سبب وګرځي، بلکه د هغو دواړو تر منځ هغه حالت غواړم چې کله ناروغه شم تر څو ستا مننه او شکر وکړم او کله روغ و اوسېږم تر څو ستا مننه وکړم»[۶]

د ګناهانو کفاره

کله انسان په پېښو او بلاګانو او ناروغيو باندي اخته کيږي تر څو د هغه ځينې ګناهونه په دې دنيا او د مړينې د رارسېدلو څخه مخکي ومينځل شې او په آخرت کي په سختو او خوږونکو عذابونو باندي ایسار نشي. [۷]

امام علي (ع) ناروغۍ د ګناهانو د لږولو سبب او امام رضا (ع) هغه د مؤمن د پاکېدلو او رحمت تومنه ښولې ده.[۸]

سرچينې

  1. سوره نساء، ۱‍۶۰-۱۶۱آیتونه.
  2. مجلسی، بحارالانوار، ۱۴۰۳ق، ۷۱ ټوک، ۱۳۵،ح ۸۸ مخ.
  3. عبدالسلام بن نصرالله، سنه الله فی عقاب الأمم، ‌۲۳ـ۳۷مخ، ریاض: دارالمعراج، ۱۴۱۵ق.
  4. طباطبایی، سید محمدحسین، المیزان فی تفسیرالقرآن، ۱ټوکُ ‌۳۵۲ـ ۳۶۱مخ، دوهم چاپ، بیروت: مؤسسه الأعلمی للمطبوعات‏، ۱۳۹۰ق.
  5. مجلسى، محمد تقى، بحار الانوار، ۸۱ ټوک، ‌۳۰۹مخ، تهران: المکتبه الاسلامیه، ۱۳۸۵؛ مکارم شیرازى، ناصر او همکاران، پیام قرآن، ۱۳ټوک، ۴۰۵مخ، څلورم چاپ، قم: مدرسه امیرالمؤمنین(ع)، ۱۳۷۴.
  6. دیلمی، حسن بن محمد، إرشاد القلوب إلى الصواب، ‏۱ټوک، ‌۴۲مخ، قم‏: الشریف الرضی، ۱۴۱۲ق.
  7. خسروپناه، عبدالحسین، انتظارات بشر از دین، ‌۷۳ـ ۷۶ مخونه، قم: مرکز مطالعات و پاسخگویی به شبهات، ۱۳۸۱؛ مصباح یزدی، محمد تقی، آموزش عقاید، ۱۶۷مخ. ۳۶چاپ، قم: بین‌الملل، ۱۳۸۷؛ همداراز وګورئ: مطهری، مرتضی، مجموعه آثار، ۱ټوک او د عدل الهی، انسان و سرنوشت، تهران: صدرا، ۱۳۷۲، کتابونه.
  8. ری شـهری مـحمدی، محمد، دانشنامه احادیث پزشکی، ۱ټوک ،‌۱۴۷مخ، څوارلسم چاپ، قـم: دار الحدیث، ۱۳۹۴.