د بندگانو د آزموينې څرنګوالی

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

د قرآن کریم آیتونو ته په پاملرنې سره وواياست چې خدای څرنګه خپل بندګان آزمويي؟


د آزموينې دود یو ثابت الهي دود دی چې هیڅ انسان له هغه څخه استثنا شوی نه دی. انسانان په هر حالت کي د الهي امتحان سره مخامخ دي او دوئ باید په هره پېښه کي دا احتمال ورکړي چې ممکن دی دا پېښه د خدای له آزموینو څخه وي. البته، ډیرې الهي آزموینې هغسي دي چې موږ د هغو د آزموينتوب څخه غافل يو.

قران مجيد د انسانانو عمومي امتحان ته په اشارې سره فرمايي: «أَحَسِبَ النَّاسُ أَنْ يُتْرَكُوا أَنْ يَقُولُوا آمَنَّا وَهُمْ لَا يُفْتَنُونَ؛ آيا خلک ګمان کوي چې کله ووايي ايمان مو راوړ بې له امتحانه خوشي کيږي؟»(عنکبوت: ۱) د دې آيت مقصد دادی چې هيڅکله به داسي نه وي، بلکې ټول خلک بايد امتحان ورکړي. که څه هم د امتحان بڼه او کيفيت امکان لري چې توپير ولري. ځینې ستونزمن، ځینې اسانه؛ ځینې په بدن کي، ځینې په شتمنۍ کي او...

د الهي آزموينې موردونه

هر وګړۍ او ټولنه په یو ډول سره په دې الهي سنت کې شریک او برخمن دي او د خدای آزموينې په ډول ډول شکلونو د دوئ لورې ته راځي.[۱] قرآن کریم د بقرې د سورې په ۱۵۵ آیت کې د خدای د آزموینې ډولونه داسي شمېرلي دي: «وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِنَ الْأَمْوَالِ وَالْأَنْفُسِ وَالثَّمَرَاتِ ۗ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ؛ او موږ حتما تاسو په ویره، لوږه، د مالونو او نفسونو او د حاصلاتو په کمښت سره امتحانوو او صبر کوونکو ته زیری ورکړه.» (البقره: ۱۵۵)

سربیره پر دې نور شیان هم په قرآن کې د امتحان د وسیلې په توګه راغلي دي: اولادونه، پیغمبران او د خدای حکمونه؛ حتی ځینې خوبونه ممکن دی چې د آزموينې وسایل وي.«وَنَبْلُوكُمْ بِالشَّرِّ وَالْخَيْر؛ او موږ تاسو په شر او خیر سره آزمايو»(انبياء: ۳۵). ددې آيت سره سم شرور او خيرونه د الهی آزموينو څخه ګڼل کيږي. نو هغه څه چې په آیت کې شمېرل شوي دي انحصاري جنبه نه لري. که څه هم د الهي آزموینو روښانه او ژوندي بیلګې دي.

الهي آزموینې په نورو ډولونو سره هم ترسره کیږي: کله وګړي په يو چاپېريال کي ځای پرځای کيږي چې له هر نظره لړلی دی. د دغو کسانو آزموينه داده چې په دغو شرايطو کي د دې چاپېريال رنګ ځان ته وا نخلي او خپل اصالت او پاکوالی وساتي. بله ډله د محرومیت تر فشار لاندې راځي، حال دا چې دوئ ویني که په بل ډول سره ژوند وکړي او خپل ایمان، تقوا او عزت له لاسه ورکړي، کولای شي خپلې ستونزې حل کړي او همدغه د دوئ امتحان دی. بله ډله په نعمتونو کې ډوبېږي چې آيا د نعمتونو شکر کوي او که په غفلت او غرور او په خوندونو او شهواتو کي ډوبيږي.[۲]

د ډېرې مطالعې لپاره

  • تفسیر نمونه، د عنکبوت د سورې د ۱ تر آیت لاندي؛ د بقرې د سورې ۱۵۵ آیت؛ انبیاء، ۳۵ آيت دارالكتب الاسلامیه.
  • امتحان د بشپړتيا لامل، حسین شفاهی.

سرچېنې

  1. مکارم شیرازی، ناصر او همکاران يې، د نمونې تفسير، دارالكتب الاسلامیه، ۱ټوک، ۵۲۸مخ.
  2. د نمونې تفسير، دارالكتب الاسلامیه، ۱۶ټوک، ۲۰۷ ـ ۲۰۶مخ.