د حضرت فاطمه(س) محدثه شونه
- تغییر_مسیر الگو:پاسخ
ولې حضرت فاطمه زهرا(سلام الله علیها) محدثه بلل کیږي؟
محدثه د حضرت فاطمې(س) له لقبونو څخه یو لقب دی او معنی یې هغه څوک ده چې فرښتې ورسره خبرې کوي. فاطمه (س) ته ځکه مُحَدَّثَه ویل کیږي چې هغې به له ملائکو سره خبرې اترې کولې.
د محدث او محدثه مفهوم پیژندنه
مُحَدَّث و مُحَدَّثَه (د دال په زوَر او شدّ سره) هغه چا ته ویل کیږي چې ورسره خبرې کیږي؛ هغه ته الهام کیږي.[۱] اسلامي روایتونو مُحَدَّث هغه چا ته ویلی دی چې د فرښتې خبرې اوري، په غوږونو کې ورته خبرې کیږي او زړه ته یې رسي.[۲] نورو کتابونو، د محدث په تعریف کې، هغه داسې کس ګڼلی دی چې فرښتې ورسره خبرې کوي پرته له دې چې هغه پیغمبر وي.[۳]
پاک امامان (ع) مُحَدَّث وو، او فاطمه زهرا(س) هم مُحَدَّثَه وه.[۴] لکه د حضرت عیسی(ع) د مور په شان، چې پیغمبره نه وه، خو خدای پاک هغې ته وحی وکړه.[۵] همدارنګه، حضرت مریم(س) هم پیغمبره نه وه، خو یوې فرښتې ورسره خبرې وکړې.[۶]
حضرت فاطمې(س) سره د فرښتو خبرې
ډېر روایتونه د حضرت فاطمه په محدثه شونې دلالت کوي:
- امام صادق علیه السلام: «فاطمه ته له دې سببه محدثه ویل کېده چې فرښتې له اسمانه راښکته شوې او له هغې سره یې خبرې کولې لکه څنګه چې یې له حضرت مریم سره خبرې کولې.».[۷]
- امام صادق علیه السلام: «کله چې خدای د خپل پیغمبر روح واخیست، فاطمه په داسې غم او خپګان اخته شوه چې له خدای پرته بل څوک یې په اړه نه پوهیږي. خدای پاک هغې بي¬بي ته یوه فرښته واستوله ترڅو د هغې غم کم کړي، تسلي ورکړي او ورسره خبرې وکړي.».[۸]
- امام صادق(ع): «فاطمه د پېغمبر(ص) له وفات وروسته له ۷۵ ورځو څخه زياته ژوندۍ نه وه، او د خپل پلار د جدایۍ په غم کې سوځېدله، له همدې امله، جبرائیل به پرله پسې د هغې لیدو ته راتله او هغې ته به یې د پلار په وفات تسلیت ویل، او د زهرا(س) د غمجن زړه د تسلی سبب و. کله به یې ورسره د هغې محترم پلار د مقام او منزلت په اړه خبرې کولې، او کله به یې د هغو پیښو په اړه خبرې کولې چې د هغه حضرت له مړینې وروسته به د هغه اولادونه ورسره مخ کیږي.».[۹]
- د حضرت فاطمې(س) په زیارت کې راغلي دي: «السَّلَامُ عَلَيْكِ أَيَّتُهَا الْمُحَدَّثَه الْعَلِيمَه؛ سلام دې وي پر تا، ای هغې چې له ملائکو سره خبرې کوې او ډېره پوهه یې.».[۱۰]
د فاطمې مصحف د هغې د محدثه شونې ښوونکی
Script error: No such module "Labelled list hatnote". مصحف فاطمه(س) هغه کتاب دی چې جبرائیل علیه السلام د اسلام د پیغمبر(ص) له وفات وروسته حضرت فاطمه(س) ته املا کړ او امیرالمؤمنین حضرت علي علیه السلام هغه ولیکه. د روايتونو له مخې، د داسې کتاب په شتون کې شک نه دی شوی.[۱۱] د فاطمې(س) د مصحف د شتون په اړه روايتونه د شيعه روايتونو په زړو سرچينو کې موندل کېږي، لکه بصائر الدرجات[۱۲] او الکافي.[۱۳]
د فاطمې د مصحف شتون د دې ثبوت ګڼل شوی چې الهي فرښتې له فاطمې(س) سره خبرې کړي دي، او دا ثابتوي چې هغه محدثه وه.
فوټ نوټ
- ↑ حسیني زبیدي، محمد مرتضی، تاج العروس من جواهر القاموس، بیروت، دار الفکر، چاپ اول، ۱۴۱۴ ق، ج ۳، ص ۱۹۲.
- ↑ صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد صلی الله علیهم، قم، کتابخانه مرعشي نجفي، چاپ دوم، ۱۴۰۴ ق، ص ۳۶۷، باب ۱، حدیث ۱ و ۱۷.
- ↑ امیني، عبدالحسین، الغدیر، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه، ج ۵، ص ۶۷.
- ↑ صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد صلی الله علیهم، قم، کتابخانه مرعشي نجفي، چاپ دوم، ۱۴۰۴ ق، ص ۳۶۷، باب ۱.
- ↑ سوره قصص، آیه ۷.
- ↑ سوره مریم، آیات ۲۶-۱۶.
- ↑ ابن بابویه، محمد بن علي، علل الشرائع، قم، کتابفروشي داوري، چاپ اول، ۱۳۸۵ ش / ۱۹۶۶ م، ج ۱، ص ۱۸۲، باب ۱۴۶، حدیث ۱. طبري آملی صغیر، محمد بن جریر بن رستم، دلائل الإمامه، قم، بعثت، چاپ اول، ۱۴۱۳ ق، ص ۸۰، حدیث ۲۰.
- ↑ صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد صلی الله علیهم، قم، چاپ دوم، ۱۴۰۴ ق، باب ۱۴، ص ۱۵۷، حدیث ۱۸. کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ ق، ج ۱، ص ۲۳۸، بابٌ فِیهِ ذِکْرُ الصَّحِیفَه وَ الْجَفْرِ وَ الْجَامِعَه وَ مُصْحَفِ فَاطِمَه، حدیث ۲.
- ↑ صفار، محمد بن حسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد صلی الله علیهم، قم، چاپ دوم، ۱۴۰۴ ق، باب ۱۴، ص ۱۵۴، حدیث ۶.
- ↑ ابن بابویه، محمد بن علي، من لا یحضره الفقیه، قم، دفتر انتشارات اسلامي، چاپ دوم، ۱۴۱۳ ق، ج ۲، ص ۵۷۳. طوسي، محمد بن الحسن، تهذیب الأحکام، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ ق، ج ۶، ص ۱۰.
- ↑ کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، قم، دار الحدیث، ۱۴۲۹ ق، ج ۱، ص ۵۹۹-۶۰۰.
- ↑ صفار قمي، محمد بن الحسن، بصائر الدرجات فی فضائل آل محمّد صلی الله علیهم، تحقیق: محسن بن عباسعلي کوچه باغي، قم، مکتبة آیة الله المرعشي النجفي، ۱۴۰۴ ق، ص ۱۷۰-۱۸۱.
- ↑ کلیني، محمد بن یعقوب، الکافي، ج ۱، ص ۵۹۲-۶۰۲.