د شيعه امامانو ماتم پر امام حسين (ع)

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

آیا د شيعه امامانو (ع) د محرم په شپو او ورځو کي د امام حسين (ع) لپاره د ماتم غونډې يې ترسره کول؟

د شيعه تاريخې او روايي سرچيڼې، د امامانو ماتمونه د امام حسين (ع) لپاره یاد کړي دي. د امام حسين (ع) ماتم د اهل بيت (ع) په واسطه په مختلفو مناسبتونو کي ترسره کېدل اما در محرم په مياشت کي د ماتم غونډې هره ورځ ترسره کېدل او ځينې لکه امام سجاد (ع) تورې جامې يې هم اغوستل.[۱]

امام سجاد (ع) تل یې دا ويل چې «يعقوپ پيغمبر دوولس زامن يې درلود، يو يې خدای ځينې يووړ، سترګې يې د ډېرې ژړا له کبله سپينې او ړندې شوې، ... اما ما په خپلو دوو سترګو وليدل چې پلارمي، وروڼه مي او ... ټوله زما تر څنګ ووژل شول؛ څنګه به زما غمجنتيا پای ته ورسيږي؟» [۲]

د امام سجاد (ع) ماتم

امام سجاد (ع) د خپل پلار امام حسین (ع) د شهادت په وخت کي په کربلا کي حاضر و. د سرچينو پر بنسټ، هغه خپل پاته عمر د خپل پلار په ماتم کي و او د کربلا پر شهيدانو يې ژړل. [۳]

امام صادق (ع) د امام سجاد (ع) په باره کي وويل چې هغه څلوېښت کاله پر خپل پلار باندي وژړل. هغه روژه نيول او کله چې د روژه ماتي وخت رارسېدل اود هغه لپاره يې خواړه راوړل دا یې ويل: د رسول الله زوئ وږۍ شهيد شو، د رسول الله زوئ تږۍ شهيد شو، او همدغسي يې دا خبره تکرارول او ژړل يې.[۴]

د امام باقر (ع) ماتم

ابن قولویه د کامل الزیارات په کتاب کي رانقل کړی دی چې امام باقر(ع) د عاشورا په ورځ د امام حسين (ع) لپاره پر ماتم باندي امر وکړ او د ماتم غونډه يې تر سره کړه او... . [۵]

د امام صادق (ع) ماتم

د امام صادق (ع) د ماتم په باره کي ډېر روايتونه راغلې دي چې د شاعرانو څخه يې غوښتل د هغه د نيکه لپاره د ماتم شعرونه ووايې او هغوئ يې پر دې کار باندي تشويقول. د امام کورنۍ د پردې تر شا د شاعرانو د ماتم شعرونو ته يې غوږ نيول او ژړل يې. [۶]

د دې روايتونو په يو روايت کي رانقل شوی دی چې امام صادق (ع) يو سړي ته وويل شعر ورته ووايي. کله چې يې شعر وويل امام وفرمايل: زما منظور دغسي شعر نه دی، بلکي غواړم هغسي شعرونه راته ووایاست چې د امام حسين (ع) پر هديره باندي يې واياست. هغه سړۍ د امام حسين(ع) په باره کي شعر وويل ولې د امام د ژړا له ليدلو څخه وروسته د شعر د ويلو نه ډډه وکړ. امام هغه ته وويل چې خپل شعر ته ادامه ورکړي. [۷]

د امام موسی کاظم (ع) ماتم

امام رضا (ع) رانقل کړی دی چې د محرم د رارسېدو سره زما پلار هيڅکله د خندا او مسکا په حالت نه ليدل کېدل او د محرم په اولو لسو ورځو کي همداشان و، تر هغه چې د محرم لسم او د عاشورا ورځ رارسېدل او دغه ورځ د هغه د مصيبت، غم او د ژړا ورځ و او ويل يې: عاشورا هغه ورځ دی چې زما نيکه يې پکي شهيد کړل. [۸]

د امام رضا (ع) ماتم

دعبل خزاعی رانقل کړی دی چې د محرم په اول کي امام رضا (ع) حضور ته ولاړم. هغه په دې حال کي چې اصحاب يې د هغه پر چاپېريال ناست وو، کله چې يې زه ولیدم ويې ويل: آفرين دي وي پر تا باندي دعبله، آفرين پر هغه څوک چې ژبه يې زموږ یاري کوي. بيا امام يوه پرده د خپلو يارانو او د خپل اهل بیت تر منځ و ځوړول او خپله کورنۍ د پردې ترشا کښېنول تر څو د حسين (ع) په مصيبت کي وژاړي. او وروسته يې دعبل ته وويل د ماتم شعر ولولي.[۹]

د نورو څلورو امامانو په زمانه کي ماتم

د امام جواد(ع) څخه د امام زمان (دوو لسم امام) تر زمانې پوري ماتم کله ډېرښت او کله کمښت درلود؛ د بېلګې لپاره د امام جواد (ع) په زمانه کي د شيعيانو لپاره د ماتم امکان شتون درلود او دا حالت د عباسي خلیفه معتصم تر زمانی پوري دوام درلود. اما د هغه څخه وروسته د نزولي او کمښت حالت يې وموندل او شيعيان د ماتم او د حسيني شعائرو د ژوندي کولو لپاره تر فشار او تنګسې لاندې وګرځېدل.[۱۰]

سرچينې

  1. سیاه‌پوش در سوگ ائمه نور، علی ابوالحسنی، منذر، ۱۲۷ و ۱۲۸ مخونه، قم، ليکونکۍ، لومړۍ چاپ، ۱۳۷۵ل. د ډېر خبرتيا لپاره وګورې: مناقب ابن شهرآشوب، ۴ټوک، ۱۶۶مخ؛ بحار الانوار، ۶ټوک، ۲۰۵مخ.
  2. شیخ صدوق، الخصال، ۱۳۶۲ل، ۲ټوک، ۵۱۸–۵۱۹مخ.
  3. تاریخ النیاحه علی الامام الشهید الحسین بن علی(ع)، السید صالح الشهرستانی، تحقیق و اعداد، الشیخ نبیل رضا علوان، ۱۱۸مخ، بیروت، دارالزهراء، لومړۍ چاپ، ۱۴۱۹ق؛ مناقب ابن شهرآشوب، ۴ټوک، ۱۶۶مخ.
  4. المجالس السنیّه، سید محسن امین، بیروت، دارالتعارف، شپږم چاپ، ۱۳۹۸ ق، ۱ټوک، ۱۵۵مخ.
  5. تاریخ النیاحه علی الامام الشهید الحسین بن علی(ع)، ۱۲۰مخ، المجالس السنیه، ۵ ټوک، ۱۲۳مخ.
  6. تاریخ سیدالشهدا، عباس صفائی حائری، ۵۶۶مخ، قم، د جمکران د نقدس جومات خپرندوی، لومړۍ چاپ، ۱۳۷۹ل. بحارالانوار، ۶ټوک، ۲۰۵مخ.
  7. ابن قولويه‏، كامل الزيارات‏، ۱۳۵۶ل، ۱۰۵- ۱۰۶مخونه.
  8. أمالی صدوق، ۲ټوک، ۱۱۱مخ.
  9. بحارالانوار، ۴۰ټوک، ۲۵۷مخ.
  10. بحارالانوار، ۴۰ ټوک، ۱۳۶ و ۱۳۷مخونه.