د شيعه د مذهب ريښې

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

ځینی خلک وایی چی د امامیه شیعه مذهب له ځانه جور شوی مذهب دی او په قرآن کريم او نبوي احادیثو کي يوه ريښه هم نه لري آیا دا خبره رښتيا ده؟

د شیعه مذهب د توحید، نبوت او قیامت پر بنسټ ولاړ دی چې دقرآن او نبوي احاديثو له مخي د اسلام بنسټونه دي. خو شیعه مذهب د امامت په اصل او په اسلام کي د هغه پر ځايتون باندي هم باور لري. د امام علی (ع) او د نورو يوولسو امامانو پر امامت باندي عقیده، د اهل بيت (ع) ديني او علمي مرجعيت او مهدويت د شيعه مذهب له ځانګړتياوو څخه دي چې دغه مذهب د نورو اسلامی مذهبونو څخه جلا کوي. دغه اعتقادي ځانګړنې نه يوازي د شيعه د مذهب پر جوړونې باندي دلالت نه لري بلکې هر يو يې په قرآن او نبوي احاديثو کې ټينګې ريښې لري. له همدې امله دا ثابتېږي چې شيعه مذهب هماغه اسلام دی چې رسول الله (ص) د انسانانو د لارښوونې لپاره راوړل.

په اسلام کي د امامت مقام او ځايتون

د شیعه مذهب او د اهل بیتو (ع) له نظره، سربیره پردې چې د خدای لطف او مهرباني دا غوښتنه لري چې امام بايد د خدای له لورې وټاکل شي او د هغه د پیغمبر له لارې معرفي شي،[۱] امامت یو داسې مقام دی چې د خلکو هدایت او د مطلوب کمال په لور لارښوونه او د خدای د سمې عبادت ترسره کول یې له اصلي هدفونو او د هغه د شتون له فلسفې څخه ګڼل کيږي. د عادي انسانانو نیمګړتیا او بې وزلۍ او د هغوئ اړتيا الهی لارښوونکي ته په پام کي نيولو سره، دغه ستر مسئوليت د عادي انسانانو له چارو څخه نه دی. نو د عقل د حکم سره سم د دې مقام لپاره بايد يو څوک د خدای له لورې وټاکل شي چې د خدای د علمي ملاتړۍ او د الهي تأييداتو څخه برخمن وي.

علامه طباطبايي په دې اړه چي امام پخپله بايد هدايت شوی وي داسي استدلال کوي: «د امامت د پايې ټينګښت چې يو ډول شرافت او ستريا لري، امکان نه لري مګر دا چې د يو چا له لورې چې نفس يې په ذاتي توګه نیکمرغه وي؛ ځکه څوک چې د هغه ذات په ظلم او شقاوت باندي لړلۍ وي نه شي کولای د نورو نېکمرغۍ او خلاصون تأمين کړي بلکې پخپله د هغه نېکمرغۍ د بل چا په واسطه امکان منونکۍ دی. د دې عقلي استدلال ريښه قرآن کريم دی: «أَ فَمَنْ یَهْدی إِلَی الْحَقِّ أَحَقُّ أَنْ یُتَّبَعَ أَمَّنْ لا یَهِدِّی إِلاَّ أَنْ یُهْدی فَما لَکُمْ کَیْفَ تَحْکُمُونَ[۲]؛ آيا هغه څوک چې د حق لورې ته لارښونه کوي د پيروي کولو لپاره وړ دی يا هغه څوک چې پخپله هدايت شوی نه دی مګر دا چې هدايت يې کړي، پر تاسو باندي څه شوی دی، څنګه قضاوت کوئ»؟

په دې مبارک آيت کې د حق لورې ته لارښوونکۍ د هغه چا په وړاندي ګرځول شوی دی چې پخپله هدایت ته اړتيا لري او د دې مقابلې غوښتنه دا ده چې د حق لورې ته هدايت کوونکۍ بايد پخپله په ذاتي توګه هدايت شوی وي او څوک چې د نورو هدايت ته اړتيا لري نه شی کولای د حق لورې ته هدايت کوونکی وي. نو د دې قرآني استدلال پايله دا شوه چې امام بايد معصوم او هدايت شوی او د خدای له لورې ټاکل شوی او تأييد شوی وي.[۳]

د امامت د حقانيت عقلي معیار

د امامت د حقانيت عقلي معیار دا دی چې هغه له حق سره تړلی وي او هغه څوک چې په ذاتي توکه حق دی يوازي خدای دی. خدای تعالی د«ذَلِکَ بِأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ وَأَنَّ مَا یَدْعُونَ مِنْ دُونِهِ هُوَ الْبَاطِلُ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ الْعَلِیُّ الْکَبِیر»[۴] په آيت کي چې وايي دا د دې لپاره ده چې خدای هماغه حق دی او نور چې د خدای پر ځای بلل کيږي هماغه باطل دي او خدای بې له شکه لوړ او ستر دی، حق يې په ځان او باطل يې په نورو کي منحصر کړی دی. مګر هغه شيان چې خدای تعالی هغو ته شتون ورکړی وي.[۵]

دې ته په پام کې نیولو سره چې خدای تعالی په ذاتي توګه حق دی، امامت به په هغه صورت کي حق وي او هغه وخت به اعتقادی او ايماني رنګ ولري چې د خدای له لورې تشريع شوی وي او یوازي هغه وخت د امامت پرحقانيت باندي اعتقاد د منلو وړ دی چې دغه مقام په خدای پورې تړاو ولري او که امامت او خلافت د خدای سره تړاو و نه لري، دا مقام به له هغو مقامونو سره چې د سیاست په نړۍ کې شتون لري، هیڅ توپیر به و نه لري چې هیڅ ډول دیني او اعتقادي ارزښت نه لري. په دې اړه فخر رازي وايي چې د پیغمبر خلافت هغه وخت رښتينۍ او نافذ دی چې پیغمبر پخپله یو څوک د خپل ځای ناستي په توګه وټاکي او د بیعت امام او د هغه په شان نور خلافتونه نشي کیدای چې د رسول الله خلافت وي.[۶]

د امام علي (ع) د امامت ريښې په قرآن کي

په قرآن او نبوي احادیثو کې د امام علي (ع) د امامت په اړه ډیرې ریښې شتون لري. د آيتونو څخه د دوو مبارکو آيتونو په يادولو او بيانولو بسنه کوو:

د ولايت آيت

د ولایت آیت دا دی: «إِنَّما وَلِیُّکُمُ اللَّهُ وَ رَسُولُهُ وَ الَّذینَ آمَنُوا الَّذینَ یُقیمُونَ الصَّلاةَ وَ یُؤْتُونَ الزَّکاةَ وَ هُمْ راکِعُونَ؛[۷] بیشکه ستاسو سرپرست او ولي، الله او د هغه رسول او هغه کسان دي چې ایمان یې راوړی، هماغه کسان چې لمونځ کوي او د رکوع په حالت کي زکات ورکوي». دې ته په پام سره چې د «انما» کلمه د حصر له تورو څخه ده،[۸] «ولايت یا سرپرست کېدل» په هغو کسانو کي چاپېر کيږي چې په دغه آيت کي ياد شوي دي. او هغوي خدای، رسول الله (ص) او هغه کسان دي چې په لمانځه کي د رکوع په حال زکات ورکوي.

د علامه طباطبايي د وينا له مخې، ولايت په اصل کې د خدای لپاره ده او د خدای څخه پرته د نورو لپاره د خدای په متابعت سره ده او هغه هم په دې آیت کي په رسول الله (ص) او هغه څوک چې ایمان يې راوړی او د رکوع په حالت کې زکات ورکوي، چاپېر شوی دی او د هغو څخه نورو ته نبايد تجاوز وکړي.[۹]

هغه احادیث چې د ولایت د آیت د نزول په اړه د اهل سنتو په حديثي کتابونو او تفسیرونو کې نقل شوي دي، د «الذین آمنوا...» مصداق یي له عموميت څخه راکښلی او ځانګړ کړی دی او ټولې هغه نښې چې په دې آيت کي ذکر شوي دي په امام علی (ع) باندې تطبیقوي او په نتیجه کښې ولايت چې د سرپرستۍ په معنا ده د رسول الله (ص) څخه وروسته د ولايت په آيت کي د امام علي (ع) لپاره ثابتوي.

د تبليغ آيت

خدای تعالی فرمايي: «یَأَیهُّا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَیْکَ مِن رَّبِّکَ وَ إِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَ اللَّهُ یَعْصِمُکَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لَا یهْدِی الْقَوْمَ الْکَافِرِین‏؛[۱۰] اې پیغمبره! هغه څه چې ستا د رب له لوري تاته نازل شوی دی، خلکو ته ورسوه! او که دا کار و نه کړې نو خپل رسالت دي سر ته نه ده رسولې خدای تعالی تا د خلکو له خطره ساتي او خدای کافران نه هدايتوي».

د دې آيت په اړه په مفصل بحث کي ثابت شوی دی چې د هغه شی څخه مراد چې پيغمبر (ص) د هغه په تبليغ باندي مأمور شوی و د امام علي (ع) امامت دی.[۱۱]

د شیعه پر کتابونو سربېره د اهل سنت په ځينو تفسيري کتابونو کي هم د دې آيت د نزول په اړه ويل شوي دي چې دا آيت د امام (ع) په باره کي نازل شوی دی.[۱۲]

د امام علي (ع) د امامت ريښې په نبوي احاديثو کي

د اهل سنت په کتابونو کي د امام علي (ع) د ولایت او امامت په اړه ځينې ځانګړي حديثونه او ښکاره نصونه شتون لري چې د بېلګې په توګه په ځينو يې اشاره کيږي:

1. د احمد په مسند او د اهل سنت په نورو کتابونو کي راغلي دي چې د يمن د جګړي په پېښه کي کله چې پيغمبر (ص) د امام علي (ع) سره د خالد بن وليد د شخړې څخه خبر شو، د هغه په څېره کي غصه راڅرګند شو او بُریدې ته په خطاب کي وويل: «لا تقع فی علی فانه منی و انا منه وهو ولیکم بعدی». [۱۳] يعني د علي سره شځړه مه کوئ چې خامخا هغه زما دی او زه د هغه يم او هغه زما څخه وروسته ستاسو د ټولو ولي او سرپرست دی. د کنزالعمال په حديثي کتاب کي راغلی دی چې رسول الله (ص) وفرمايل: «دعوا علیا دعوا علیا دعوا علیا؛ ان علیا منی و انا منه و هو ولی کل مؤمن بعدی»[۱۴] ؛ یعنی درې ځله يې وويل علي پرېږدئ په رښتيا چې علی زما دی او زه د علي يم او هغه زما څخه وروسته د ټولو مؤمنانو ولي دی.

دغه حديثونه په واضحه توګه په مؤمنانو باندې د رسول الله (ص) څخه وروسته د علی (ع) سرپرستي او امامت په ګوته کوي او په دې حدیثونو کي د «ولي» کلمه نه شي کېدای چې د مرستې او ملګرتیا په معنا ونيول شي؛ ځکه چې د امام علی (ع) مرسته او ملګرتیا د پیغمبر (ص) په ژوندون کي هم شتون لري او دغه حدیث وايي تر هغه وخته چې رسول الله (ص) ژوندی وي علي (ع) د مؤمنانو ولي نه دی؛ بلکې دغه ولايت د رسول الله (ص) له وفات نه وروسته د هغه لپاره پيدا کيږي.

2. د غدیر حدیث یو له هغو احادیثو څخه دی چې د رسول الله (ص) څخه وروسته د علي (ع) سرپرستي او امامت ثابتوي.[۱۵]، د غدير په حديث کي د زيد بن ارقم د روايت له مخې رسول الله (ص) وفرمايل: ما ستاسو په مینځ کې دوه شیان پریښودل، که چیرې تاسو د هغو څخه متابعت وکړئ هيڅکله به ګمراه نه شئ او هغه دوه د خدای کتاب او زما اهل بيت او عترت دی. بیا یې درې ځله وویل: آیا پوهیږئ چې زه د مؤمنانو لپاره د هغوئ له ځانه وړتر يم؟ هغوی وویل هو. بیا رسول الله (ص) وفرمایل: څوک چې زه يې مولا يم علي يې مولا دی.[۱۶]

3. فخر رازي د اهل سنت نامتو مفسر وايي: څوک چې په خپل دین کې په علي بن ابي طالب باندي اقتدا وکړي په رښتيا چې هغه هدايت شوی دی او پر دې باندي دليل د رسول الله (ص) هغه خبره ده چې ويې فرمايل: «خدايه حق د علي سره وګرځوه چې په هر ځاي کي وي».[۱۷] او همدا رنګه د اهل سنت په کتابونو کي راغلي دي چې علی د حق سره دی او حق د علي سره دی هز چيرې چې و اوسيږي.[۱۸]

۴. د اهل سنت په کتابونو کي راغلي دي چې رسول الله (ص) وفرمایل: «علي له قرآن سره دی او قرآن له علي سره دی، او هغه دواړه ي، يو د بل څخه نه بېلېږي تر څو چې د حوض تر څنګ پر ما باندي وارد شي» او همدارنګه رسول الله (ص) علي ته و فرمايل: «اې علي هر څوک چې زما څخه جلا شي له خدای څخه جلا شوی دی او هر څوک چې ستا څخه جلا شي زما څخه جلا شوی دی». [۱۹]

د دوولس ګونو امامانو (ع) ريښې په اسلام کي

د شيعه د مذهب له ستنو څخه يو پر دوولسو امامانو باندي د شيعيانو عقيده ده او له همدې امله د دوولس امامي په نوم هم یادیږي. د اهل سنت په معتبرو کتابونو کي داسي حديثونه شته چې په عمومي ډول سره د دوولس امامانو امامت ثابتوي. په دغو احادیثو کې هغه حدیث چې په هغه کي پر دوولس امير او خليفه باندي تصريح شوی دی، د دوولسو امامانو د امامت په باره کي هرډول شک او ترديد له مينځه وړي.

د بېلګې په توګه داسې روايات رانقل شوي دي چې د «دوولس اميران» عنوان پکي ذکری شوی دی. دا حدیث په مختلفو تعبيرونو سره د اهل سنتو په کتابونو کي راغلی دی او محتوا یې په دې ډول ده چې رسول الله (ص) وفرمايل:

دا دين په پرله پسې توګه به پر هغه چا باندی برلاسی وي چي د هغه سره دښمني کوي او هيڅ مخالف هغه ته ضرر نه شي رسولای، تر څو چې زما له امت څخه دوولس اميران چې ټوله د قريشو څخه دي، له سره تېر کړي، او يا د خلکو کار همدغسي تېريږي تر څو چې دوولس اميران پر هغوئ باندي حکومت وکړي چې ټوله د قريشو څخه دي.[۲۰]

په اسلام کي د اهل بيت (ع) د ديني او علمي مرجعيت ريښې

د شیعه د مذهب د ستنو څخه يو د اهل‌بيت (ع) پر ديني او علمي مرجعيت باندي عقيده ده. د اهل‌بيت علمي مرجعيت د ثقليڼ د حديث په واسطه چې د اهلسنت په حديثي کتابونو کي رانقل شوی دی ثابتيږي. په يو نقل کي راغلی دی چې رسول الله (ص) د مکې او مدينې تر مينځ په لاره کي د خدای د حمد او ستاينې څخه وروسته خلکو ته په خطاب کي وفرمايل: «اې خلکو زه په تاسو کي دوه شيان پریږدم، که تاسو د هغو دواړو څخه متابعت وکړئ هيڅکله به ګمراه نه شئ؛ هغه دوه د خدای کتاب او زما اهلبيت دي».[۲۱] دغه حديث د اهل سنت په ډېريو تفسيري، حديثي او تاريخي کتابونو کي د ډېرو ګټورو توضيحاتو سره رانقل شوی دی چې د هغه نقلول ته له دې ټولو کتابونو څخه اړتيا نشته.

په اسلام کي د مهدويت ريښې

د شیعه د مذهب د ستنو څخه يو پرمهدويت باندي عقيده ده. د امام مهدي (عج) او د هغه د پاڅون او نړیوال انقلاب موضوع د مسلمانانو په مینځ کې یوه قطعي او شک نه منونکۍ مسئله ده.

د اهل‌سنت په حديثي کتابونو کې د مهدویت او د حضرت مهدي د ظهور او پاڅون په اړه پراخ بحث شوی دی چې دلته يوازي يوې بېلګې ته اشاره کيږي: په صحیح ابن حبان کي د مهدویت په اړه حديثونه راغلي دي چې رسول الله (ص) وفرمایل: د قیامت ورځ به تر هغه وخته به را نه شي تر څو چې ځمکه له ظلم او بې عدالتۍ څخه ډکه شي او بیا به زما له اهل‌بیت او عترت څخه یو سړی راووځي او هغه به له عدالت او قسط څخه ډکه کړي. ابن حبان د دې حديثونو تر لاندي وايي چې هغه خبرونه چې د مهدي د نوم او صفتونو په اړه روایت شوي دي د هغه چا د خبرو پر ضد دي چې ګمان يې کړی دی مهدي هماغه عیسی د مریم زوئ دی.[۲۲]

سرچينې

  1. علامه حلی، الباب الحادی عشر، 10مخ، د اسلامي مطالعانو مؤسسه، تهران‏، چ1، 1365ش.
  2. د یونس سوره، 35 آیت.
  3. طباطبایی، محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن‏، 1ټوک، 273 – 275مخ. قم، د اسلامي خپراوي دفتر،5 چاپ، 1417ق.
  4. د حج سوره، 62 آيت.
  5. المیزان فی تفسیر القرآن، ۱۳ټوک، 402 مخ.
  6. سعدالدین تفتازانی، شرح المقاصد، ‏5 ټوک، 234مخ، قم، الشریف الرضی‏، 1چاپ، 1409ق. سريزه او څېړنه: ډاکټر عبد الرحمن عمیره‏.
  7. د مائده سوره، 55 آیت.
  8. فخر الدین رازی، التفسیر الکبیر یا مفاتیح الغیب، 2 ټوک، 172مخ، بیروت، دار الکتب العلمیة، 1چاپ، 1421ق/ 2000م.
  9. المیزان فی تفسیر القرآن، 6 ټوک، 14مخ.
  10. د مائده سوره،67 آيه.
  11. وګورئ: المیزان فی تفسیرالقرآن، 6 ټوک، 42-43 مخ.
  12. وګورئ: جلال الدین سیوطی، الدر المنثور، 3 ټوک، 117 مخ.
  13. احمدبن حنبل، مسند احمد، 5 ټوک، 356 مخ، مصر، مؤسسة قرطبة.
  14. متقي هندي، علی بن حسام الدین، کنز العمال، 11 ټوک، 279 مخ، 32940 او حديثونه، بیروت، دار الکتب العلمیة، 1چاپ، 1419ق/1998م، څېړنه: محمود عمر الدمیاطی.
  15. وګورئ: مقدسی، محمد بن عبد الواحد، الأحادیث المختارة، 3ټوک، 213مخ، مکه، مکتبة النهضة الحدیثة، 1چاپ، 1410ق، څېړنه: عبد الملک بن عبدالله بن دهیش.
  16. حاکم نيشابوري، محمد بن عبدالله، المستدرک، 3 ټوک، 118مخ، بيروت، دار الكتب العلمية، ۱ چاپ، 1411هـ / 1990م، څېړنه: مصطفى عبد القادر عطا.
  17. مفاتیح الغیب، 1 ټوک، 168مخ.
  18. المستدرک، 3ټوک، ۱۳۴مخ.
  19. المستدرک، 3ټوک، ۱۳۴مخ.
  20. بخاری، محمد بن اسماعيل، صحیح بخاری (الجامع الصحیح المختصر) 6ټوک، 2640مخ، بيروت، دار ابن كثير , اليمامة، ۲ چاپ، 1407ق/ 1987م. څېړنه: د. مصطفى ديب البغا؛ مسند احمد، 5 ټوک، 87، 90، 92، 94، 95، 98، 101 مخونه
  21. المستدرک، 3 ټوک، 118مخ.
  22. ابن حبان بستی، محمد بن حبان، صحیح ابن حبان، 15ټوک، مخ، بیروت، مؤسسة الرسالة، 2چاپ، 1414ق/ 1993م. څېړنه: شعیب الأرنؤوط محمد.