د شیعه او سني په منځ کي اصلی اختلاف

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

د شیعه او سني تر منځ د اختلاف اصلی لامل څه شی دی؟

د شیعیان او سنیانو تر منځ اصلي اختلاف د اسلام د پیغمبر (ص) له وفات وروسته د هغه د ځای ناستي پر سر دی. د امامت د مسئلې منل او ردول د پېغمبراکرم (ص) نه وروسته د مسلمانانو ترمنځ د اختلاف د پېل ټکۍ ده چې هغوئ د شيعه او سني په دوو ډلو باندي ویشي. د شیعیانو په عقیده د پیغمبر اکرم (ص) ځای ناستی او خلیفه د هغه د حکم او سپارښتنې له مخې امام علی (ع) دی او هغوئ د قرآن ترڅنګ د معصومو امامانو پیروي(لاروي) کوي. خو اهل سنت د پېغمبراکرم (ص) له وفات وروسته د امام علي (ع) امامت او مشري نه مني او د ابوبکر پر خلافت باندي عقیده لري.

په اديانو کي د مذهبي فرقو د اختلاف لامل

په دین او اعتقادي او ټولنیزو چارو کې د اختلاف ستونزه له ناپوهي، ځان غوښتنې، د حیواني ارزښتونو او د نفسي خواهشاتو او شخصي سلیقو څخه سرچينه اخلي. دا پېښه داسې نه ده چې یوازې د اسلام دین په هغه باندي اخته شوی دی، بلکې هر آسماني او غیر آسماني دین د دې پېښې سره لاس او ګریوان دی او حتی په عادي ټولنیزو او عنعنوي مسایلو کې هم، دغسی اختلافونه شته او د دې لامل شوی دی چې د بشري ټولنې پر بدن باندي وژونکي ګوزارونه وکړي.

بشري تاريخ شاهدي ورکوي کله چې کوم دين منځ ته راغلى، که آسماني وي او که غير آسماني، د هغه لارويانو د بېلابېلو ټولنيزو، رواني او اخلاقي لاملونو او عواملو له امله په دين کې تفرقه اچولې او بېلابېلې فرقې او مذهبونه يې رامنځ ته کړي دي.

په اسلام کې د رسول الله (ص) له وفات وروسته د اختلاف ښکاره کېدل

مسلمانان د اسلام د پېغمبراکرم (ص) له وفات وروسته، د بې شمېرو ټولنيزو او غيروټولنيزو لاملونو د اغېز له امله چې د ځينو مسلمانانو پر روحيات او افکارو باندي ولکه لری، بېلابېلې لارې يې د اسلام په نامه د ځان لپاره غوره کړې او هريو خپله لاره اسلام ګڼلی او د حق په نامه يې خلکو ته معرفي کړی او په پايله کي رښتينۍ حق او اسلام چې بې له هېڅ ډول عيب او نيمګړتيا د اسلام پر پيغمبر باندي د خلکو د هدایت لپاره نازل شوی و، د دې مختلفو او متضادو لارو په منځ کي د ډيريو خلکو لپاره ناپېژانده شوی او د هغوئ د حيرانتیا او سربدالي سبب ګرځېدلی دی. په پايله اسلامي ټولنه نه يوازې خپل وحدت او اتحاد يې له لاسه ورکړی دی، بلکې په شخړو، لانجو او خونړيو نښتو کې راګير شوی دی او د خپلو دښمنانو په وړاندې یې خپل توان او ځواک له لاسه ورکړی او کمزوری شوی دی.

د مسلمانانو د اختلافاتو د مخنیوي لپاره د رسول الله(ص) کړنې

خدای د وروستنۍ پېغمبر (ص) په رسالت سره يو بشپړ دين د بشر لپاره ستر نعمت ګرځولی دی[۱] په دې لړ کې د پېغمبراکرم (ص) له مهمو رسمي او الهي برنامو څخه يوه هم د ځان څخه وروسته د امامت او خلافت د نعمت بيانول و[۲] او رسول الله (ص) د خپل الهي رسالت په اوږدوکې د امامت د حساسې مسئلې له امله چې په اعتقادي، ديني، علمي او سياسي اړخونو کي د اسلامي امت په لارښونه کي بنسټيز رول لري، پر هغه باندي يې ډېر ټينګارلرلۍ دی او په مختلفو غونډو او ځایونو کي يې په ځلو ځلو مسلمانانو ته په دې اړه خبرې کړي دي تر څو له هغه څخه وروسته امت يې ګمراه نه شي او د امامانو او د هغه د رښتیني ځای ناستو د لارښوونې په واسطه د حق څخه لاروي وکړي او د نېکمرغۍ او کمال څوکې ته ورسيږي. روايټونه او تاريخې پېښې د هغې ډلې څخه د ثقلین حدیث،[۳] د منزلت حديث، [۴] د غدیر حدیث او پېښه، [۵] د قلم او دوات حدیث (یا د قرطاس حدیث) [۶] او داسي نور... پر دې مطلب باندي غوڅ او قطعي دليلونه دي چې د شيعه او سني په کتابونو کې د اسلام د پيغمبر (ص) څخه د امامت، وصايت او د هغه د ځای ناستې په باره کې را نقل شوي دي.

د رسول الله (ص) په زمانه کې د مسلمانانو تر منځ د اختلافاتو نشتوالی

دا ثابته ده چې د رسول الله (ص) په زمانه کې د مسلمانانو په منځ کې لږ تر لږه په ښکاره توګه هيڅ ډول مذهبي او سیاسي اختلاف نه و او ټول مسلمانان د اسلام د ګران پیغمبر (ص) په مشرۍ او رسالت سره د يوې موخې او عقيدې سره تر يوه بيرغ لاندي يو اسلامي امت يې جوړول.

له پیغمبر (ص) وروسته، امامت او رهبرئ د اختلاف د پیل ټکی

له رسول الله (ص) څخه وروسته هغه شی چې د مسلمانانو د اختلاف لامل وګرځېد د امامت او رهبرئ مسئله وه. دغه اختلاف د قلم او دوات د حديث په پاملرنه د خدای د پيغمبر(ص) د ژوند په وروستيو شېبو کي د پيغمبر(ص) او عمربن خطاب تر منځ د شخړې په واسطه پيل شو. د همدې پېښې پر بنسټ د الصواعق المحرقة د كتاب په سريزه كې، چې د يوه سني عالم له خوا ليكل شوى دی، كله چې دغه حديث د «شرح الموقف» له كتاب څخه را نقلوي، وايي چې د رسول الله (ص) او عمر تر منځ شخړه د امامت او خلافت په باره کې وه. [۷]

بل سني عالم هم د «الفرق بین الفرق» په کتاب کې وايي: د لومړي ځل لپاره د مسلمانانو تر منځ اختلاف د امامت په مسئله کې و. انصارو د سعد بن عباده په امامت عقيده درلوده او قريشو عقيده درلوده چې امامت په قريشو پورې اړه لري.[۸]

خو کله چې د رسول الله (ص) لیک و نه لیکل شو، د اصحابو څخه لږ شمېر د قرآن کریم د آیتونو پر بنسټ،هم د رسول الله (ص) خبرې او سپارښتنې د خدای وحی بلل[۹] او هم د هغه حضرت د لاروي په وجوب باندي عقيده درلوده.[۱۰] نو له همدې امله يې د امامت په مسئله کې د پيغمبر (ص) له خبرو او امرونو څخه لاروي وکړل او د اسلام پر اصل باندي پاتې شول. او دغه روايتونه يې د خپل ځان لپاره لارښود وګرځول او له پېغمبر(ص) څخه وروسته د امام علي (ع) او نورو اهل بیتو (ع) په امامت باندي اعتقاد يې خپل په دیني ډګرکي وساتل. د مسلمانانو دغه ډله د پېغمبر (ص) له لورې شيعه ونومول شوه[۱۱] او د هغه له وفاته وروسته تر نن ورځې پورې په همدې نوم پاتې شوه.

د اصحابو څخه يو شمېر د عمر او ابوبکر په مشرۍ د رسول الله (ص) له وفات نه وروسته سمدلاسه له فرصت څخه په ګټه اخيستنې سره د بني ساعده په سقیفه کې له څو تنو نورو سره راټول شول چې په حقیقت کې د امام علی (ع) د امامت په خلاف یو ډول کودتا وه. په دې غونډه کي له ټبريزې شخړي او لانجې څخه وروسته ابوبکر د عمرپه بيعت سره د مسلمانانو د امام او خلیفه په توګه وټاکل شو او د مسلمانانو سياسي مزۍ يې په لاس کي ونیول.[۱۲]

له همدې ځایه لومړی مذهب د اسلام له اصلي لارې څخه د عمر او ابوبکر د جلا کېدو په واسطه د رسول‌الله (ص) د سپارښتونو په خلاف منځ ته راغۍ چې وروسته د اهل سنت په نامه ونومول شو. وروسته له دېُ د دې بنسټیز اختلاف له امله نور بې شمېره اختلافونه، د بېلابېلو عواملو په واسطه رامنځ ته شوي دي.

د رسول‌الله (ص) د ځای ناستي د ټاکلو پر سر د اختلاف لاملونه

د پيغمبر (ص) د ځای ناستي په ټاکلو کې د اختلاف لاملونه په لاندې ډول دي:

  • ټبريز تعصبات او ګوندي انګېرنې، لکه د نورو قريشي ټبرونو په شان تل د ټبريزو سياليو او حسادت په خاطر د بني هاشم له قبيلې سره د پيغمبر (ص) د شتون له امله دښمني لرله او هڅه يې کوله چې دوې کمزورې کړي.
  • د ځینو مسلمانانو لخوا د دیني مفاهیمو او حقایقو د سم پوهیدنې نشتوالی.
  • د لومړي، دويم او دريم خليفه له خوا د احاديثو د ټولولو او نقل کولو منع کول، [۱۳] دغه کړنه د ډېرو بدو آثارو سبب شو، چې عبارت دي له: ۱. د رسول‌الله (ص) د احادیثو د یوې لویې برخې له منځه تلل. ۲. د دروغو احادیثو جوړول. ۳. د حدیث په نقلولو کې اختلاف او خطا (ځکه چې کله په حافظه باندي اعتماد وشي نو ښکاره خبره ده چې کله کله د الفاظو ځانګړنې له ذهن څخه ورکیږي) ۴. په سنت کې شک کول. ۵. د اهل‌بیت (ع) د حق غصبول او نورې بدې پایلې چې په اسلامي ټولنه کې ورپېښې شوې.
  • د دولتي ادارو دسیسې د فکري اختلافاتو د لمن وهلو په موخه او د خلکو بوختول په غیر مهمو مسئلو باندي او د هغه څخه سیاسي ګټه اخيستنه؛ په حقیقت کې ظالم حاکمان، د تطميع، ګواښ او پروپاګند له دریو عاملونو څخه د اختلافاتو د غوړولو په واسطه او د خلکو ليري کول له حقیقي اسلام څخه غوښتل چې خپل د حکومتونو د پايښت لپاره ګټه واخلي.
  • د مسلمانانو په منځ کې د منافقینو شتون چې د خپلو ډیرو ګټو لپاره یې په ظاهري توګه اسلام راوړ، خو په باطن او ګوښو کي یې د اسلام او مسلمانانو پر ضد دسیسې کولې.[۱۴]

دا لاملونه د رسول الله (ص) له رحلت څخه وروسته د مسلمانانو تر منځ د ډيرو اختلافاتو سرچينه شوه او د مختلفو فرقو د پيدا کېدلو سبب شول، خو بې له شکه په دې زمانه کې د مسلمانانو يواځينۍ دنده او مسئوليت دا ده چي پر توحيد، د خدای پرکتاب او سنت او پر ډیرو مشترکاتوباندي چې په اسلامي نړۍ کې شتون لري تکیه وکړي او خپل يو والي او خواخوږي لا ډير کړي او ځان او اسلامي نړۍ د دښمنانو په وړاندې ځواکمن کړي.

د ډېرې مطالعي لپاره

۱. د شیعه او اسلامي فرقو تاريخ، دکتر محمد جواد مشکور.

۲. هغه وخت هدایت شوم، سید محمد تیجانی.

۳. المراجعات، سید شرف الدین عاملی.

۴. کلامي مذهبونه او فرقې، ربانی گلپایگانی.

سرچينې

  1. مائده: ۳.
  2. مائده: ۶۷.
  3. نیشابوری، حاکم محمد بن محمد، المستدرک علی الصحیحین، دارالمعرفه، بیروت، بې‌نېټه، ۳ټوک، ۱۱۰مخ.
  4. نیشابوری، مسلم بن حجاج، صحیح مسلم، بیروت، دارالفکر، بې‌نېټه، ۷ټوک، ۱۲۰مخ.
  5. ابن اثیر، اسدالغابه، تهران، اسماعیلیان، بې‌نېټه، ۵ټوک، ۲۰۵مخ.
  6. بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، بیروت، دارصعب، بې‌نېټه، ۳ټوک، ۹۱مخ.
  7. هیتمی، احمد بن حجر، الصواعق المحرقه، سريزه، ص (هـ) مصر، مکتبه القاهره، بې‌نېټه.
  8. ابو منصور، عبدالقاهر بن طاهر، الفرق بین الفرق، ص۱۳، بیروت، دارالوفاق الجدیده، دويم چاپ، ۱۹۷۷ م.
  9. جم: ۳-۴.
  10. نساء: ۹۵؛ حشر: ۷.
  11. شیخ طوسی، مصباح المتهجد، ۱۶مخ، بیروت، مؤسسه فقه الشیعه، لومړۍ چاپ، ۱۴۱۱ق؛ متقی هندی، کنز العمال، ۱۳ټوک، ۱۵۶مخ، ۳۶۴۸۳حديث، بیروت، مؤسسه الرساله.
  12. بخاری، محمد بن اسماعیل، صحیح بخاری، ۲ټوک، ۲۹۱مخ، بیروت، دارصعب، بې‌نېټه.
  13. ابن کثیر، تاریخ ابن کثیر، بیروت، دار احیاء التراث العربی، ۸ټوک، ۱۰۷مخ.
  14. بقره: ۸–۱۶؛ توبه: ۱۰۱.