د شیعیانو ځانګړي عقاید

  1. تغییر_مسیر الگو:پاسخ
سؤال

هغه عقاید کوم دی چې د امامیه شیعه مذهب سره خاص دی؟

له هغو عقایدو څخه چې شیعیانو ته ځانګړی دی، ولایت، بداء، رجعت او د امامت دوام ته اشاره کولی شو. نور عقاید لکه امامت، شفاعت، الهی عدالت، توسل او مهدویت مشترک اسلامی عقاید دی، خو د هغوی د معنی او تفسیر په اړه اختلاف شتون لری، یا دا چې په بهر باندې د هغوی تطبیق او د هغوی مصداقونه موندلو کې بحث او اختلاف دی.

ولایت

شهید مطهری وایی:

«په شیعیانو کې، امامت [د ټولنې د مشرتابه او مذهبی مرجعیت سربیره] دریمه درجه او رتبه لری، کوم چې د امامت د مفهوم اوج دی، او د شیعیانو کتابونه له دې مطلبونو ډک دی. او هغه امامت د سرپرستۍ په معنی [یعنې] په هر دور کې یو بشپړ انسان(امام) شتون لری چې د انسانیت کلی معنویت درلودونکی دی... په دې معنی چې هغه یو کلی روح د او په ټولو روحونو (او نړیوالو چارو) چاپیریال احاطه لری.»

د شیعیانو په نظر کې د ولایت مسله د وخت د حجت په معنی دی، او د شیعیانو د تعلیماتو له مخې، ځمکه له حجت څخه خالی نه وی: «و لولا الحجة لساخت الارض باهلها؛ او که حجت نه وای، نو ځمکې به خپل اوسیدونکی تیر کړی وای» دا پدې مانا ده چې هیڅکله داسې وخت نه دی راغلی او نه به هم راشی چې ځمکه له یو بشپړ انسان (او الهی خلیفه) څخه خالی وی. او دوی هغه کامل انسان ته ډېر مقامونه او درجې ورکوی، او مونږ په ډېرو زیارتونو کې چې ترسره کوو یې، دا ډول سرپرستی او امامت منو او اعتراف ورباندې کوو، پدې معنی چې موږ باور لرو چې امام داسې کلی روح لری.[۱]

بداء

قرآن کریم په دې آیت کې بداء یاده کړې ده: کينډۍ:قرآن

د بداء په اصل کې د «له یو چا څخه د یو څه څرګندیدل» معنی لری، او د بداء اصطلاحی معنی د خدای تعالی له خوا د یو څه څرګندیدل دی چې انسانانو ته نامعلوم وو او هغی یې برعکس تصور کاوه.[۲] (اظهار بعد الخفاء)

شهید مطهری وایی:

«د بداء معنی (د شیعیانو د کلام په اصطلاح کې) دا ده چې په الهی قضا او قدر (زمونږ په اند) بدلون راشی. مطلب دا چې د انسان په تاریخی پیښو کې، خدای د انسان د تاریخ د مخکې ورسته کیدو لپاره یوه قطعی صورت نه دی ټاکلی. یعنې، اې انسانه، ته په خپله د الهی قضا او قدر اجرا کوونکی یې. دا ته یې چې تاریخ مخ په وړاندې یا شاته وړلی شې او ودرلولې شې، هیڅ شی، نه د طبیعت له پلوه، نه د ژوند د وسیلو له پلوه، او نه هم د الهی تقدیر له پلوه، په تاریخ باندې حکومت نه کوی.[۳]

رجعت

د رجعت معنی بیرته راګرځیدل دی، او په شیعه کلام کې د رجعت معنی دا ده چې د قیامت له ورځې وړاندې به، د امام مهدی(ع) په واکمنۍ کې به د رجعت دوره راشی، او د نیکانو یوه ډله او د بدکارانو یوه ډله له هرې زمانې دنیا ته راستانه شی. نیکان به بیرته راستانه شی ترڅو د اهل بیتو شریف حکومت ووینی او د عادلانه حکومت لپاره خپله هیله پوره کړی او ځینې هغه انعامونه ترلاسه کړی چې خدای پاک ورته په دې نړۍ کې ټاکلی دی، او ظالمان او ضدی کافران به په دې نړۍ کې د عذاب او سزا لپاره راستانه شی.

امام صادق(ع) فرمایی: «إنّ الرجعة لیست بعامة و هی خاصة لا یرجع الا من محض الایمان محضا او محض الشرک محضاحضا؛ بیرته راتګ عمومی نه دی، بلکې ځانګړی دی، او یوازې هغه کسان چې خالص مومنان یا خالص مشرکان دی هغوی به بیرته نړۍ ته راستانه شی.».[۴] د ځینو روایتونو له مخې، له امامانو(ع) څخه لومړنی کس چې بیرته به راستنیږی، امام حسین(ع) دی.[۵] له امام رضا(ع) نقل شوی دی چې ویې فرمایل: ...(رجعت) حقیقت لری. دې په تیرو امتونو کې هم شتون درلود، او قرآن کریم یې په تفصیل سره یادونه کړې ده.[۶] او د خدای رسول(ص) فرمایلی دی چې هر هغه څه چې په تیرو امتونو کې پیښ شوی دی په سمه توګه به په دې امت کې هم پیښ شی.

د امامت دوام

د شیعیانو له نظره، امامت یو الهي او نه ختمیدونکی نظام دی، د وقفې موده نلري، او په هر زمانه او هر دور کې شتون لري. دا د رسول الله(ص) له زمانې څخه جوړ شوی او تر اوسه پورې شتون لري، او تر څو چې دنیا باقي ده تر هغه وخته پورې به دوام وکړي، لکه څنګه چې امیرالمؤمنین(ع) فرمایلي دي: «لا تخلو الارض من قائم لله بحجّة، امّا ظاهراً مشهورا، و امّا خائفا مغمورا، لئلا تبطل حجج الله»[۷] و بیناتها ځمکه به بې حجته پاتې نشي یا به هغه ظاهر او مشهور وي (لکه د پاکو امامانو(ع) د زمانې) او یا به په ویره او پټ وي، لکه د غیبت په زمانه کې همداسې ده او امام زمان(عج) که څه هم غیب دی خو د نړۍ امامت په غاړه لري.

  1. تغییر_مسیر الگو:پایان


فوټ نوټ

  1. امامت او رهبری، علامه شهید مطهری، ص ۵۶، انتشارات صدرا.
  2. اوائل المقالات، شیخ مفید قدس سره، ص ۸۰.
  3. د انسان ټولنيز تکامل، علامه مطهري، ص ۱۶.
  4. ميزان الحکمه، ري شهري، ج ۴، ص ۱۹۸۴.
  5. ميزان الحکمه، ري شهري، ج ۴، ص ۱۹۸۲.
  6. سورة البقره، آيت ۲۴۳؛ سورة النمل، آيت ۸۳؛ سورة غافر، آيت ۱۱.
  7. نهج البلاغه، حکمت ۱۴۷.

رده:عقاید شیعهرده:شیعه امامیه

کينډۍ:تکمیل مقاله رده:اختلافات شیعه و سنی