د صهیونزم نظریه

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

د صهیونزم نظریه څنګه جوړه شوه؟

د صهیونزم د نظریې پېدایښت له تیت پرکوالي د یهودیانو د ژغورلو لپاره و چې هڅه یې کوله په فلسطین کې یو خپلواکه یهودي دولت جوړ کړي او د نړۍ ټول یهودیان هلته راجمع کړي. هغه فشارونه چې په مختلفو هیوادونو په تېره بیا په اروپایي هیوادونو کې په یهودیانو راوړل کېدل، د یهودیانو د یو تشکل او ګوند انګېزه پیاوړې کړه. د اسټریا د اوسیدونکي یهودي لیکوال «تئودور هرتزل» نظریه د یهودي ټاټوبي د جوړولو لپاره د صهیونزم د اصلي نظریې یو لامل شوه. هغه دا نظریه په ۱۸۹۵ کال کې د «یهودو دولت» په نوم یو کتاب کې تالیف او خپره کړه.

د صهیونزم لومړنۍ غونډه د یهودي نظرخاوندانو او پانګه والو په راغونډېدو سره جوړه شوه او خپل کار یې په بریالیتوب سره پای ته ورساوه. د «صهیونزم» د جوړېدو په پېل کې د دغه ګوند مشرانو په کومې ځانګړې سیمې ټینګار نه درلود، بلکې د هغوي زیات هدف د صهیونسټي دولت جوړول او پکې د یهودیانو راغونډول وو. خو یو شمېر صهیونسټانو له هماغه پېله د فلسطین ټاټوبي ته خاص نظر او حساسیت درلود او هغه یې هماغه موعود وطن باله. دغې ډلې اخر برلاسی موقعیت پېدا کړ او په دې طریقه یې په فلسطین کې د خپل حکومت بنسټ کیښود.

د صهیونزم ماهیت

صهیونزم په فلسطین کې د خپلواکه یهودي ټولنې د جوړولو لپاره د یهودو ملي غورځنګ دی. د دغه غورځنګ نوم له صهیون غره په یروشلم کې د (داوود نبي له مزاره) اخستل شوی دی.[۱] د دغه غورځنګ مشرانو د یهودیانو د توکم پالنې او سلطه غوښتنې په نظر په تکیې سره یهودیان د فلسطین ټاټوبي ته وبلل او د «فلسطین موعوده ځمکه» په شعار سره یې هغوي هلته استوګن کړل. هغوي د خپلې نظریې د پرځایښت لپاره د فلسطین له اصلي استوګنو یعنې مسلمانو عربو او مسیحیانو سره ونښتل او په زوره یې هغوي وشړل یا ووژل او د هغوي د وطن لویه برخه یې ونیوله.[۲]

صهیونزم یو سیاسی جوړښت دی چې د تاوتریخوالي په وسیله هڅه کوي چې په فلسطین او د هغه خواوشا عربو وطنونو کې خپلواکه یهودي حکومت جوړ کړي او د نړۍ ټول یهودیان په دغه وطن کې راغونډ کړي.[۳]

د پېدایښت زمینه

په لومړیو کې موخه په فلسطین هیواد کې د حکومت جوړول نه وو، بلکې اصلي هدف له تیتوالي د یهودیانو ژغورل وو. په همدې نظریې د دغه غورځنګ بنسټ کیښودل شو.[۴]

هغه فشارونه چې د ختیځې اروپا په مختلفو هیوادونو لکه روسیې، پولینډ او رومانیا کې په یهودیانو راوړل کېدل، د یهودیانو د یو تنظیم د جوړولو محرک پیاوړی کړ. په همدې لړ کې، د «پینکر» په نوم د یهودیانو یو مشر د «خپلواکۍ» په نوم یو کتاب ولیکه او یهودیان یې تر پخوا زیات د یو چټک تنظیم جوړولو ته وهڅول. هغه په دغه کتاب کې لیکي:« نړۍ یهودیانو ته په سپکه ګوري؛ ځکه چې مونږ د ځمکې په مخ وطن، مرکز او خپلواکي نه لرو او هر ځای پردي ګڼل کیږو او د دغه درد اصلي علاج دا دی چې د نړۍ یهود د وطن په خاوره (فلسطین) کې راغونډ شي او خپلواکه یهودی ملت جوړ کړي...» له دغه وړاندیزه وروسته د «صهیون د مئینو» جمعیت جوړ شو چې لاندینۍ موخې یې تعقیبولې:

  • د عبرۍ ژبې ژوندي کول
  • فلسطین ته د کډوالۍ لپاره د یهودیانو بلل او هڅول.
  • د فلسطین د ټاټوبو نیول او ابادول.[۵]

د دغه ګوند بودجه د یهودي پانګه والو په تېره بیا د یو شتمن یهودي «بارون ادموند روچیلد» لخوا ورکول کېده چې د دغه مرستو په پایله کې بریالی شو د فلسطین د ټاټوبي څو وړې ټوټې لاسته راوړي او یهودیان هلته میشته کړي. د صهیون د مئینو غورځنګ په پېل کې کوم د پام وړ غورځنګ نه و او روښانه سیاسی هدف یې نه درلود، تر هغه وخته چې د اسټریا یهودي لیکوال «تئودور هرټزل» د یوې پیښې تر اثر لاندې چې یوه یهودي ته پیښه شوه، د یو خپلواکه یهودي وطن د جوړولو لپاره فعالیت پېل کړ. هغه په دې برخه کې په ۱۸۹۵م کال کې د «یهود دولت» په نوم یو کتاب ولیکه او خپور یې کړ. هغه په دې کتاب کې د خپلې نظریې په اړه داسې ولیکل:« د یهودیانو د ستونزو حل لاره دا ده چې هغه کسان چې د خپلو هیوادونو د ربړو د زغمولو طاقت نه لري په یوې پراخې سیمې کې چې د یو لوی ولس لپاره کافی وي راغونډ شي» د هرټزل له کتاب او د یو صهیونسټي دولت د جوړولو په اړه د هغه له نظریو د یهودیانو سخت هرکلي صهیونسټ پلویان په تېره بیا هرټزل دې ته وهڅاوه چې د صهیونسټانو لومړۍ غونډه د سویس په بال ښار کې جوړه کړي.[۶]

د صهیونزم نړیوال کانګرس او د صهیونسټ رژیم جوړېدل

د صهیونزم لومړی نړیوال کانګراس د یهودي نظرخاوندانو او پانګه والو په شتون سره جوړ شو او خپل کار یې په کامیابۍ سره پای ته ورساوه. د کانګرس د اهدافو په اساس د صهیونزم نظریه عمل ته لا نزدې شوه.هرټزل د یهودي دولت د جوړولو لپاره په کوم خاص ځای په صراحت سره تاکید نه کاوه. هغه د فلسطین ټاټوبي په اړه هم جدي اراده نه لرله. که څه هم ځینو کسانو د یو شمېر هیوادونو لکه یوګینډا او ارجنټاین وړاندیز کاوه. هرټزل په خپل کتاب کې وړاندیز وکړ:« یوه استازندویه دفتر دې جوړ شي چې د ګوند د مذاکراتو پروګرام او سیاسی نقشې برابرې کړي او یو یهودي شرکت دې جوړشي چې اقتصادي او مالي اړتیاوې پوره کړه»[۷]

پر دې اساس، صهیونزم د جوړېدو په پېل کې د دغه ګوند مشرانو په کومې ځانګړې سیمې څه خاص تاکید نه کاوه، بلکې د هغوي زیاتره موخه د صهیونسټي دولت جوړول او تر چتر لاندې یې د یهودیانو راغونډول وو. پر دې اساس له دې امله چې د «یهود حکومت» د جوړولو فکر یوازې د یوې ذریعې او مرستندویه او فرعي وسیلې په توګه و، د صهیونسټانو له نظره د دغه مرکز د استقرار ځای چندانې مهم نه و، لکه څنګه چې «لئو پینکر» په دې اړه لیکي:« مونږ الزاما مجبوره نه یوو چې په هماغه ځای کې چې یو وخت پکې زمونږ حکومت له مینځه لاړ، استوګن شو...، مونږیوازې د ځمکې یوې ټوټې ته اړتیا لرو چې خپله یې کړو خپل قدس الاقدس به ، چې له هغه وخته چې زمونږ پخوانی وطن تباه شو، ساتنه مویې کړې ده، هلته یوسو، مطلب مې په خدای او په سپېڅلي کتاب عقیده ده، ځکه چې هغوي وو نه اردن او یروشلم چې زمونږ وطن یې په سپېڅلې ځمکه بدل کړ».[۸]

د صهیونسټي دولت د جوړولو لپاره دوه نظره واکمن وو چې تر هغه وخت چې د صهیونزم اصلي بنسټ ګر هرټزل ژوندی و، یوې ټاکلې سیمې په تېره بیا فلسطین ته خاص حساسیت نه و موجود. په نولسمه پېړۍ کې د صهونسټانو په شپږم کانګرس کې یوګینډا د حکومت د مرکز په توګه مطرح شو. هرټزل په همدې کانګرس کې وویل:«زه شک نه لرم چې کانګرس به د یهودو د ټولو خلکو د استازي په توګه دغه وړاندیز په حق شناسۍ سره ومني. وړاندیز دا دی چې یهودي میشته او خودمختاره ښېکلاک مېنه د یهودو په اداري سسټم او ځایي حکومت سره چې په سرکې یې د یهودو یو لوړ رتبه مامور موجود وي، د افریقا په ختیځ کې جوړ شي. ویلو ته یې اړتیا نیشته چې دا څیزونه به ټول د انګلیس تر لوړې څارنې لاندې وي».[۹]

په دې اړه دوهمه نظریه هم مطرح وه او د دغه نظریې پلویانو له هماغه پېله د فلسطین ټاټوبي ته خاص پام او حساسیت درلود او هغه یې موعود ټاټوبی ګاڼه. د دغه نظریې پلویانو د لومړۍ نظریې په رد کې ځینې نظرونه وړاندې کړل؛ منجمله « حاییم وایزمن» داسې ولیکل:« کومې سیمې چې وړاندیز شوي یا ډېرې سړې دي اویا ډېرې زیاتې ګرمې او د پراختیا او ابادولو لپاره یې کلونو کلونو کار او بې خرته لګښتونو ته اړتیا ده».[۱۰]

باید پام ولرو چې د صهیونزم د سسټم په مشرۍ کې داسې ډلې شاملې وې چې هره یوه یې د مختلف امپریالیسټي حکومت استازې وه: ځینې کسان لکه «الفرد نوسیک» د جرمني پلوی و؛ ځینې لکه «حاییم وایزمن» د انګلیس پلویان او ځینې هم د نورو امپریالیستي دولتونو پلویان وو. د رایو تیتوالی په دې برخه کې د ډېرو نظریو د وړاندې کېدو سبب شو چې اخر د صهیونسټو مشرانو تر مینځ لانجه د «وایزمن» په مشرۍ د انګلستان د پلوۍ ډلې په کامیابۍ سره پای ته ورسیده. دا پیښه هغه وخت وشوه چې په انګریزو محفلونو کې هغه ډله چې له ډېرې مودې یې د فلسطین وطن ته سترګې نیولې وې، په بریالي پوزیشن کې راغله او په دې ډول یې خپل حکومت په فلسطین کې جوړ کړ.[۱۱]

سرچینې

  1. آشوری، داریوش، دانشنامه سیاسی، تهران، انتشارات مروارید، ۱۳۸۰ل، مخ۱۲۳.
  2. زعیتر، اکرم، سرگذشت فلسطین، ترجمه اکبر هاشمی رفسنجانی، قم، بوستان کتاب، ۱۳۸۸ل، مخ۹۲–۹۱.
  3. زعیتر، سرگذشت فلسطین، مخ۹۲.
  4. زعیتر، سرگذشت فلسطین، مخ۹۲.
  5. سوکولوف، ناحوم، تاریخ صهیونیسم، ترجمه داود حیدری، تهران، مؤسسه مطالعات تاریخ اسلام، ۱۳۷۷ل، ټوک۱، مخ۳۸۵.
  6. سوکولوف، تاریخ صهیونیسم، ټوک۱، مخ۳۸۵.
  7. ایوانف، یوری، صهیونیسم، ترجمه ابراهیم یونسی، تهران، مؤسسه انتشارات امیرکبیر، ۱۳۵۶، مخ۱۴.
  8. ایوانف، یوری، صهیونیسم، مخ۱۴.
  9. ایوانف، یوری، صهیونیسم، مخ۲۰-۲۱.
  10. ایوانف، یوری، صهیونیزم، مخ۸۴.
  11. ایوانف، یوری، صهیونیسم، مخ۸۶.