د غدير د حديث سند

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

آیا د غدیر خم پیښه په تاریخي لحاظ سمه او ثابته ده؟

د شيعه او سني په روايتونو کي د غدير حديث یو له معتبرترينو حدیثونو څخه دی. د غدیر د احادیثو له مخې پیغمبر اکرم (ص) د حجت الوداع څخه له راستنیدو وروسته د غدیر خم په سیمه کې خطبه ولوستله او بیا یې د علي (ع) لاس پورته کړ او ویې ویل: «هر څوک چې زه د هغه مولا او سرپرست يم، علي هم د هغه مولا او سرپرست دی» دا حدیث ۱۱۰ صحابه‌و کرامو او د ۸۴ تابعينو له لورې رانقل شوی دی. او د اهل سنت ستر عالمانو د دې حديث په تواتر او صحت باندي اتفاق لري او ځينې د اهل سنت عالمانو د غدير د حديث د اسنادو د صحت د ثابتولو لپاره کتابونه لیکلي دي.

د غدیر خم پېښه

د هجرت په لسم کال رسول‌الله (ص) د ډېرو مختلفو سیمو له مسلمانانو سره یو ځای حج وکړ. سرچینې په حجة الوداع کې د رسول‌الله (ص) سره د مسلمانانو شمېر له ۱۱۴ زرو څخه تر ۱۲۴ زرو کسو پورې ثبت کړی دی. د رسول‌الله (ص) له حج څخه د راستنېدو په وخت کې دا آيت د غدير خم په سيمه کي نازل شو: «اى رسوله، هغه څه خلکو ته ابلاغ کړه چې ستا پروردګار تا ته امر کړى دی، او که دا کار تر سره نه کړې، نو خپل رسالت دي نه دى ادا کړى او خداى تا د خلکو له شرارت څخه ساتي. (مائده: ۶۷)

په دې وخت کې رسول‌الله (ص) هغو ډلو ته چې مخکې تللي وو، د بېرته راګرځېدو امر وکړ او د نورو ډلو د رسېدو انتظار یې وايستل. د ماسپښین له لمانځه وروسته، رسول‌الله (ص) خطبه ولوستله. د خطبې په یوه برخه کې یې وویل: «مَنْ‏ كُنْتُ‏ مَوْلَاهُ‏ فَعَلِيٌّ هَذَا مَوْلَاه؛ هر څوک چې زه د هغه مولا او سرپرست یم له ما نه وروسته دغه علی د هغه مولا او سرپرست دی» په ادامه کي د «الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ؛ نن مي ستاسو دين کامل کړ» (مائده: ۳) آیت نازل شو.[۱]

د غدير د حديث روايت د صحابه‌و او تابعینو لخوا

د غدیر حدیث د رسول‌الله (ص) له ۱۱۰ صحابه‌و کرامو څخه په سني منابعو کې روایت شوی دی چې ځینې یې دا دي:

  • علی بن ابی طالب(ع)
  • فاطمه زهرا (س)
  • امام حسن مجتبی(ع)
  • امام حسین(ع)
  • ابوبکر ابن ابی قحافه
  • ابو ذویب خویلد
  • ابو رافع قبطی
  • ابوهریره اوسی
  • ام سلمه همسر پیامبر اکرم(ص)
  • انس بن مالک
  • زید بن ثابت
  • عمر بن خطاب

د غدیر د حديث تأييدېدل د اهل سنت د مشرانو لخوا

ډېرو سترو سني علماوو اعتراف کړی دی چې د غدیر حدیث متواتر (قطعي) دی:

  • جلال الدین سیوطی
  • علامه مناوی
  • علامه عزیزی
  • ابن کثیر دمشقی
  • شیخ عبدالله شافعی و….

ډيرو سني علماوو هم د غدير د حديث په صحت باندي اعتراف کړی دی:

  • ابن حجر هیثمی
  • حاکم نیشابوری.
  • حلبی.
  • ابن کثیر دمشقی.
  • ترمذی.
  • آلوسی.
  • ابن حجر عسقلانی.
  • ابن مغازلی شافعی.
  • ابن ابی الحدید معتزلی.
  • شهاب الدین قسطلانی.

ډېرو سني علماوو د تاریخ په اوږدو کې د غدیر د حدیث سند او د هغه د صحت په اړه کتابونه لیکلي دي او هغه یې ثابت کړي دي:

  • محمد بن جریر طبری کتابی به نام «الولایه فی طرق حدیث الغدیر»
  • حافظ ابن عقده کتابی به نام «الولایه فی طرق حدیث الغدیر».
  • ابوبکر جعابی کتابی به نام «من روی حدیث غدیر خم».
  • امام الحرمین جوینی در کتاب «ینابیع الموده».
  • ابو سعید سبحانی کتابی به نام «الدرایه فی حدیث الولایه» و….[۲]

سرچينې

  1. مکارم شیرازی، ناصر، د قرآن پيغام موضوعي تفسير،قم، د هدف مطبوعاتی خپراوي، لوړی چاپ، ۱۳۷۳ل، ۹ټوک،۱۸۱مخ.
  2. رضوانی، علی اصغر، غدیر پېژندنه ـ د شبهاتو ځوابونه، قم، د جمکران خپراوي، ۱۳۸۴ل، ۸۳ – ۱۲۵ مخونه.