د فقيه د ولایت توپير د معصوم امام د ولايت سره
که ولي فقيه د معصوم امام(ع) او پيغمبر(ص) د ټولو واکونو لرونکی دی، نو د ولي فقيه او د امامانو د ولايت تر منځ څه توپير شته؟
ولی فقیه خپل ولایت د معصوم امام(ع) څخه اخلي او د امام ځایناستۍ او د هغه له لورې منصوب شوی دی. په دې اساس د فقيه ولايت ته د معصوم امام(ع) د ولايت په ليکه کي ځای نه ورکول کيږي. د معصوم امام(ع) د ولايت سره د فقيه د ولايت يو توپير د ولايت په پلنتيا کی دی. د فقيه ولايت يوازي ټولنيزې چارې تر پوښښ لاندي نيسي او د خلکو پر شخصي او وګړيزو چارو باندي نه شامليږي. حال دا چې د معصوم امام(ع) ولايت هم د خلکو په وګړيزو او هم د هغوئ په ټولنيزو چارو باندي شامليږي.
همدارنګه د ولي فقيه توان يوازي د تشريعي ولايت په محدوده کي دی او تکويني ولايت نه لري؛ خو د معصوم امام(ع) ولايت پر دواړو تشريعي او تکويني ولايت باندي شامل دی.
د معصوم څخه د ولايت اخيستنه
شیعه عالمان له احادیثو څخه په استنباط[۱]سره د فقيه ولايت ته د معصومو امامانو(ع) د ولايت په اوږدو کي ځای ورکوي او په دې باور دي چې ولی فقيه خپل ولايت د معصوم امام(ع) څخه اخيستی دی او د امام له لورې منصوب او د هغه ځایناستۍ دی. په دې اساس د فقيه ولايت او د معصوم امام(ع) ولايت يې په يوه ليکه کي ځای نه دی ورکړی او هغه دواړه يو د بل تر څنګ نه بولي؛ بلکې د معصوم امام(ع) ولايت د فقيه د ولايت سرچينه ګڼي.
د ولایت په پلنتيا کي توپير
د فقيه ولايت د معصوم امام(ع) د ولايت سره د نورو توپيرونو څخه د ولايت پلنتيا ده. د فقيه ولايت يوازي ټولنيزې چارې په ځان کي لري او د خلکو پر شخصي او وګړيزوچارو باندي نه شامليږي، حال دا چې د معصوم امام(ع) ولايت هم د خلکو پر شخصي او وګړيزو او هم ټولنيزو چارو باندي شامل دی. شيعه عالمان وايي دا چې ولی فقيه د رسول الله(ص) او معصوم امامان(ع) ټوله واکونه لري د هغه څخه منظور دا دی چې د حکومت په چار او د ټولنې د اداره کولو په چارو کي دغه واکونه لري نه په مطلقه توګه په ټولو چارو کي.
شیعه عالمان په دې باور دي چې ولي فقيه د اعتباري ولايت او د هېواد او حکومت د چارو د اداره کولو په ډګر کي، د امامانو سره هيڅ توپير نه لري؛ ځکه کله چې د اسلامي ټولنې د چارو اداره فقيه ته سپارل کيږي، بايد لازم او اړيڼ واکونه هغه ته ورکړ شي.
د تکويني ولايت او تشریعي ولايت تر منځ توپير
ولایت په تکويني او تشريعي ولايټ باندي وېشل شوی دی: • تکويني ولايت په دې معنا ده چې د خلقت په نظام او د طبيعت په اړوندو قوانينو کي تصرف او لاس وهنه ده چې په اصل کي په خدای تعالی پورې اړه لري او د خلقت په نظام کي د شتون او په هغه کي د قوانينو خالق دی. د ځينو ويناوو له مخې، خدای تعالی دغه ولايت رسول اکرم(ص) او معصومو امامانو(ع) ته ورکړی دی.[۲]
• تشريعي ولايت د تشريع په چوکاټ کي د ولايت په معنا ده او د الهي قانون تر تابع لاندي دی. د غه ولايت يې د اعتباري او قراردادي چارو څخه ګڼلی دی.[۳] د ولي فقيه واک د تشريعي ولايت په دائره کي دی او تکويني ولايت په ځان کي نه نيسي، اما د معصوم امام(ع) ولایت پر دواړو تشريعي او تکويني ولايت باندي شامليږي.