د قرآن تل‌پاتېدل

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

آیا قرآن يوازي خپل د نزول د زمانې لپاره ده يا د ټولې زمانې لپاره نازل شوی دی؟

قرآن کريم د بشر د هدايت کتاب، تلپاته او د ټولو زمانو لپاره نازل شوی دی. د قرآن عام خطابونه ټولو انسانانو او مؤمنانو ته، د دې نښانه ده چې قرآن کریم د ټولو نړيوالو لپاره نازل شوی دی. هغه علمي اعجاز چې په قرآن کريم کي هغو ته اشاره شوې ده، د نزول د زمانې مخاطبو ته د پوهېدنې وړ نه وو او همدا راز د قرآن موخه د انسانانو د سعادت او نيکمرغۍ لپاره د قرآن د تل پاتېدل بله نښانه ده. سربېره پر دې قرآن ځان د ټولو نړيوالو لپاره پند او د ټولو انسانانو لپاره وېروونکۍ ښوولی دی. دا موضوع په رواياتو کي هم تأييد شوی دی.

د قرآن عام خطابونه

د قرآن ډېر آیتونه خطابونه لري چې د ټولو خلکو او يا د ټولو مؤمنانو لپاره دي:

  • خلکو ته خطاب لکه: «يا أَيُّهَا النَّاس؛ ای انسانانو»[۱] او «يَا بَنِي آدَمَ؛ ای د آدم زامنو». [۲][۲]
  • مؤمنانو ته خطاب لکه: « يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا؛ ای هغه څوک چې ايمان مو راوړي دي».[۳]

سربېره پر دې قرآن ځان د ټولو نړيوالو لپاره پند[۴] او د ټولو انسانانو لپاره وېروونکۍ[۵][۵] ښوولی دی او د دې کليت لازمه، د هغه تلپاتېدنه ده.

د قرآن قصې (کيسې)

په قرآن کي د پيغمبرانو او تېر شوي امتونو په باره کي ډيرې قصي او داستانونه ياد شوي دي. که له قرائنو څخه هم تېر شو او د هغه باطن ته هم پام و نه کړو، د قرآن له متن څخه ځیني کلی او هراړخيزه شیان لاس ته راځي.[۶]

امام باقر (ع) فرمایی: «که يو آيت د يو ټبر په باره کي نازل شي او دا ټبر مړ شي، آيت هم مري او د قرآن لپاره هيڅ شی نه پاته کيږي، ولې قرآن تر څو آسمان او ځمکه وي، همغسي پاته دی». دا روایت پر دې باندي اشاره لري چې د قرآن د تلپاتېدني په خاطر، د هغه داستان او کيسه هم تلپاتې ده او د يوې ډلې لپاره ځانګړې نه ده. دا ځکه چې د يوې ډلې د له منځه تللو سره بايد د هغه ځانګړی آیت هم باطل شي.

د قرآن علمي اعجاز

قرآن د علمی او پوهنيزو په مختلفو سيمو کي مطلبونه بيان کړي دي چې د هغې زمانې د خلکو لپاره پېژندل شوې نه وو او د پوهني د پرمخ تګ سره د آيت معنا په ښه توګه ښکاره شوې ده. د دې علمی اعجازو څخه د لوړوالي په زیاتېدو سره د ساکښلو سختېدل دی چې نن پوهنه هغه ته رسېدلې ده.[۷]

روایات

د امام صادق (ع) څخه رانقل شوی دی چې: «د قرآن نوی والی د دې لپاره ده چې خدای هغه د يوې موقتي زمانې يا ځانګړو خلکو ته نه دی رالېږلی او له دې کبله چې تلپاته او د ټولو لپاره دی، په هره زمانه کي نوی دی او ټولو خلکوته تر قيامته پوري خوږ او له جذبې نه ډک دی.»[۸] امام باقر (ع) فرمایي: «قرآن د لمر او سپوږمۍ په شان دتل لپاره په جریان او بهېدنګ کي دی او د انسانانو ژوند د نړۍ تر پایه پوري روښانه ګرځوي».[۹]

لا ډېره مطالعه

  • عبدالله جوادی آملی، موضوعی تفسیر(قرآن په قرآن کي)، قم؛ اسراء ۱۳۷۸، ۱ټوک، د قرآن د تلپاتېدنې برخه.
  • مرتضی مطهری، خاتمیّت، تهران؛ صدرا، ۱۳۶۴.
  • محمد هادی معرفت، علوم قرآنی، قم؛ د تمهید فرهنګی مؤسسه ، ۱۳۸۰، ۴۱۴مخ.
  • ناصر مکارم شیرازی، تفسیر نمونه، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۶۸، ۵ټوک، ۴۳۵مخ او ۸ ټوک، ۲۲۷مخ.

سرچېنې

  1. وګورئ: انفطار، ۶ ؛ انشقاق،۶.
  2. وګورئ: اعراف ، ۲۶؛ یس، ۶۰.
  3. وګورئ : بقره،۱۰۴، ۱۵۳، ۲۷۲ ؛ آل عمران،۱۰۰، ۱۰۲ و نساء، ۱۹،۲۹.
  4. انعام،۹۰.
  5. مدثّر، ۳۶.
  6. وګورئ: معرفت، محمد هادی، التمهید، قم، جامعه مدرسین حوزه علمیّه، بی‌تا، ۳ټوک، ۲۹مخ.
  7. معرفت، محمد هادی، علوم قرآنی، ۴۲۵ مخ.
  8. نقل شوې له: جوادی آملی، عبدالله، موضوعی تفسیر، قرآن په قرآن کي، قم، د اسراء خپورونکی، ۱۳۷۸ ل، ۱ټوک، ۳۱۳مخ.
  9. نقل شوې له: هماغه.