د قرض ورکولو اتلس چنده ثواب
- تغییر_مسیر الگو:پاسخ
آیا هغه حدیث چی وایی د قرض ثواب ۱۸ چند ده صحیح دی؟
Script error: No such module "Infobox".
د پور ورکولو اتلس چنده ثواب د هغو حدیثونه موضوع ده چې په الکافی او تهذیب الاحکام کتابونه کې راغلی دی. له دې حدیثونو څخه یو له امام صادق (ع) څخه روایت شوی، د سند له نظره صحیح دی. د دې روايت له مخې د صدقې ثواب لس چنده او د پور ثواب اتلس چنده دی.
لومړی حدیث
د اسنادو بیاکتنه
دا روایت شیخ کلیني په خپل کتاب الکافی کې له امام صادق (ع) څخه روایت کړی دی[۱] د دې حدیث راویان علی بن ابراهیم، د هغه پلار، ابن ابی عمیر، منصور بن یونس او اسحاق بن عمار دي.[۱]
علامه مجلسي په خپل کتاب "مرآة العقول" کې د حدیثو سلسله (حَسَن) ښه یا (مُوَثّق) معتبره ګڼلې ده.[۲] د شيعه ګانو د يو رجال پیژاندوی شيخ طوسي په وینا منصور بن يونس چی د دې حديث له راويانو څخه دی د مذهب له نظره دا واقفى دى[۳]، پر دې باندې ثقه او اعتماد وړ ګنل شوی دی.[۴] نو دا روایت ثقه او معتبر دی.
دا روايت شيخ صدوق هم په خپل كتاب من لایحضره الفقیه،كې روايت كړى دى.[۵]
دوهم حدیث
د اسنادو بیاکتنه
دا روايت شيخ كليني په كتاب الکافي كې له امام صادق (ع) او هغه له رسول الله (ص) څخه روايت كړى دى.[۶] نوفلي چې د دې حدیث له راویانو څخه دی، د رجال په پخوانیو کتابونو کې نه دی توثیق شوی او نه یې تضعیف شوی دی.[۷] د څوارلسمې هجري قمري پېړۍ د يو رجال پوه عبدالله مامقاني په وينا ځينو خلکو هغه ته سپکاوی کړی خو هغه يې حسن ګڼلی دی[۸] د علامه حلي په وينا د دې حديث بله راوي سکونی سني ده.[۹] ځينو سكوني د امانت وړ ګڼلي او د هغه روایت يې منلى دى.[۱۰] نو د دې حدیث د سند اعتبار یا باطلیت په رجالی اساس پورې اړه لري. علامه مجلسي په خپل ځینې کتابونه لکه مرآة العقول[۱۱] او ملاذ الاخیار کتاب[۱۲] دا حدیث د سند له مخې ضعیف ګڼلی دی. شیخ طوسي هم دا روایت په تهذیب الاحکام کې له شیخ کلیني څخه په همدې سلسله سند کې نقل کړی دی.[۱۳]
فوټ نوټ
- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ کلیني، محمد، کافي، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ څلورم، ۱۴۰۷ ق، ج ۴، باب القرض، ص ۳۳.
- ↑ مجلسي، محمد باقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوهم، ج ۱۶، ص ۱۶۲.
- ↑ طوسي، محمد بن حسن، رجال الطوسي، د جواد قیومي اصفهاني په تحقیق، قم، جماعة المدرسین، ۱۳۷۳ ش، ص ۳۴۳.
- ↑ نجاشي، رجال النجاشي، د موسی شبیري زنجاني په تحقیق، قم، جماعة المدرسین، ۱۳۶۵ ش، ص ۴۱۲.
- ↑ ابن بابویه، محمد، من لا یحضره الفقیه، قم، جامعه مدرسین، چاپ دوهم، ۱۴۱۳ ق، ج ۲، باب ثواب القرض، ص ۵۸، حدیث ۱۶۹۷، او ج ۲، باب فضل الصدقه، ص ۶۷، حدیث ۱۷۳۸.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ کلیني، محمد، کافي، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ څلورم، ۱۴۰۷ ق، ج ۴، باب الصدقه علی القرابه، ص ۱۰.
- ↑ نجاشي، رجال النجاشي، د موسی شبیري زنجاني په تحقیق، قم، جماعة المدرسین، ۱۳۶۵ ش، ص ۳۸؛ طوسي، محمد بن حسن، رجال الطوسي، د جواد قیومي اصفهاني په تحقیق، قم، جماعة المدرسین، ۱۳۷۳ ش، ص ۴۹۰.
- ↑ مامقاني، عبدالله، تنقيح المقال فی علم الرجال، د محی الدین مامقاني او محمدرضا مامقاني په تحقیق، قم، مؤسسه آل البیت (ع) لاحیاء التراث، ۱۴۳۱ ق، ص ۱۵۵.
- ↑ علامه حلي، حسن بن یوسف، رجال العلامة الحلي، د محمدصادق بحرالعلوم په تصحیح، قم، الشریف الرضي، ۱۴۰۲ ق، ص ۱۹۹.
- ↑ استرآبادي، محمد بن علي، منهج المقال فی تحقیق احوال الرجال، قم، مؤسسه آل البیت (ع) لاحیاء التراث، ۱۴۲۲ ق، ج ۲، ص ۳۰۷.
- ↑ مجلسي، محمد باقر، مرآة العقول فی شرح اخبار آل الرسول، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ دوهم، ج ۱۶، ص ۱۳۵.
- ↑ مجلسي، محمد باقر، ملاذ الاخیار فی فهم تهذیب الاخبار، قم، کتابخانه مرعشي نجفي، چاپ اول، ج ۶، ص ۲۷۸.
- ↑ طوسي، محمد، تهذیب الأحکام، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ څلورم، ۱۴۰۷ ق، ج ۴، باب ۲۹ باب الزیادات فی الزکاة، ص ۱۰۶، حدیث ۳۶.