د ناروغیو سرایت د اسلام له نظره

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

په روایت کې راغلی دی چې رسول الله (ص) وفرمايل: «لاعدوَی فی الاسلام» په دې معنا چې په اسلام کي سرایت نه لرو. د کرونا د خپریدو او په ټولنه کي د ناروغۍ د خپریدو په وړاندې د خلکو د حساسیت په پام کې نیولو سره آیا دا خبره د علم او عقل پر خلاف نه ده؟

اسلام نه یوازي د ناروغۍ د خپرېدو په حقیقت باور لري، بلکې په ناروغۍ کي د هغه سرايت اصل ګڼي مګر دا چې د هغه خلاف ثابت شي. د ناروغ د لیدنې سپارښتنه هم یوازي هغه وخت شوې ده چې ناروغي ساري نه وي.

خو د «لا عدوَی...ِ ؛ سرایت شتون نه لري ...» روايت د ځینو غلط فهمیو لامل ګرځېدلی دی. د دې روایت سند ډېر ضعیف دی. له بده مرغه د دوديز طب په ډګر کې ځينې افراطي کسان د دې روايت په استناد سره له ساري ناروغيو څخه ډډه نه کوي او نور کسان هم په دې برخه کې بې پروايي ته هڅوي. دا روایت له هغو ګڼو روایتونو سره مخالف دی چې له ناروغانو سره د کښېنستنې څخه منع کړې ده.

که چیري د دې روایت سند ومنو، کولای شو روایت داسي معنا کړو چې د سرايت حکم رد شوی دی. دا په دې معنا چې د ناروغۍ د خپرېدو په صورت کې، ناروغ د هغه چا په وړاندې کوم حق نه لري چې هغه یې په ناروغۍ اخته کړی دی، او نه شي کولای د هغه څخه د تاوان غوښتنه وکړي او یا د هغه د ناروغۍ مسئولیت په غاړه ونيسي.

د ناروغۍ سرایت په روايتونو کي

په دیني منابعو کې د ځینو ناروغیو خپریدل په روښانه توګه بيان شوی دی او نه شو کولای په هغه کي شک وکړو:

  • په یو روایت کې د اسلام د پیغمبر (ص) څخه را نقل شوی دی چې ويې فرمايل: «ناروغ سړی د روغ سړي څنګ ته دي ولاړ نه شي»[۱] داسې ښکاري چې دا روایت د هغو روايتونو سره چې د ناروغ ليدنه مستحب ګڼې، په تعارض کي دی؛ خو دا روايت په هغه صورت کې دی چې د ناروغۍ ډول د خپرېدني په لحاظ څرګند نه وي. د دې روايت له مخې په ناروغيو کې اصل سرایت دی؛ او د ناروغ د ليدني استحباب يوازي په هغه صورت کي دی چې د ناروغۍ د نه ساري کیدو څخه ډاډ ولرو.
  • همدارنګه له رسول الله (ص) څخه را نقل شوی دی: «له جذام څخه داسې وتښته لکه چې له زمري څخه تښتې». [۲] د يو بل روايت سره سم، یو جذامی سړۍ پیغمبر (ص) ته د بیعت کولو لپاره راغۍ؛ خو رسول الله (ص) بې له دې نه چې لاس ورکړي د هغه بیعت يې ومنل.[۳] له بلې خوا په ځینو راپورونو کې راغلي دي چې رسول الله (ص) [۴] او اهل بیت(ع)[۵] د جذامی ناروغانو سره هم‌خواړه شوي دي. له جذام څخه د تښتېدو او د جذام له ناروغ سره د خواړه د شريکېدو د روايتونو په منځ کي تعارض نشته؛ ځكه جذام دوه ډوله دي؛ يو ډول يې وچ چې ساري نه دی او بل ډول يې ساري دی. نو له همدې امله هغه جذاميان چې ساري ناروغي لري له ښارونو او د خلکو په مینځ کې د ننوتلو څخه منع شوي دي. او دا احتمال په کلکه ورکول کيږي چې هغه جذاميان چې د معصومو امامانو سره هم‌خواړه شوي دي ساري ناروغي يې نه دي درلودلي.
  • یو کس له امام کاظم (ع) څخه وپوښتل: «که په کوم ښار کې طاعون راشي او زه هلته وم، باید له هغه ښار څخه ووزم؟» امام وفرمايل: «هو»؛ هغه وپوښتل: «که چیرې دا په یوه کلي کې و؟» ويې ويل: «هو»؛ پوښتنه يې وکړه: «که په کور کي و؟» ويې فرمايل: «هو دباندي ووزئ». راوي وپوښتل: «موږ له رسول الله (ص) څخه داسي روایت کوو چې له طاعون څخه تښتېدل لکه د جهاد څخه د تښتېدل په شان دی!» امام (ع) وفرمايل: «رسول الله (ص) دا خبره هغو كسانو ته وكړه چې په حساسو سيمو او سرحدونو كې د دښمن په وړاندې د جګړې په حال كې وو، او كله چې هلته طاعون راغۍ نو جنګياليان له وېرې وتښتېدل او سنګرونه یي تش کړل».[۶]
  • رسول الله (ص) فرمایلي دي: هغو کسانو ته ډېر مه ګورئ، چې په جذام باندی اخته وي، او کله چې ورسره خبرې کوئ، له هغوئ څخه د يوې نېزې په اندازه ليرې واوسئ.[۷] دا احتمال شته چې د نه کتلو سپارښتتنه د دواړو خواوو لپاره د رواني روغتیا اړخ ولري. خو په روایت کې د یوې نېزې فاصله شاوخوا دوه متره ده او دا اندازه اوس هم د متخصصینو لخوا سپارښتنه کیږي ترڅو د ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي.
  • امام سجاد (ع) د اسلام د دښمنانو په لعنت کولو کې فرمايي: [اې خدایه!] د هغوئ اوبه په کولرا او خواړه يې په دردونو سره ګډ کړه[۸]. په دغه روایت کښې امام(ع) د کولرا د ميکروب د سرچینې د معرفی کولو په ترڅ کي چې اوبه دی، له خدایه وغوښتل چې دغه ميکروبونه د دښمنانو په اوبه کي ګډ کړي تر څو هغوئ پرې اخته شی. د دې روايت څخه لاس ته راځي چې امام (ع) د ناروغيو په سرايت باندی باور درلود او د ساري ناروغيو شتون په اسلام کي د مسلمو شيانو څخه دی.

د «لا عدوِی فی اسلام» د روایت څېړنه

د «لا عَدْوَى‏ فی الاسلام؛ په اسلام کې سرايت نشته» روایت د ځینو غلط فهمیو لامل شوی دی. دا روايت چې د شيعيانو له لارې د هغه سند ډېر ضعيف دی، په سني منابعو کې، د دې لپاره چې په صحیح مسلم او صحیح بخاري کې رانقل شوی دی[۹] صحیح ګڼل کيږي، که څه هم د سنيانو په منځ کې هم د خنډونو لامل ګرځېدلی دی او له نورو احاديثو سره د تعارض له امله شخړې رامنځته شوي دي.[۱۰]

دا روایت په شیعه منابعو کې داسی روایت شوی دی:

«نضر بن قرواش جمّال (اوښ ساتونکی) وايي: ما له امام صادق (ع) څخه د هغه اوښ په اړه چې د پرازیتي پوستکي ناروغي لري داسي پوښتنه وکړه چې، آیا د دې ناروغۍ د سرايت له وېري هغه اوښ د نورو اوښانو څخه جلا کړم؟ امام (ع) وفرمایل: یو اعرابی رسول الله (ص) ته راغۍ او ویې ویل: ای د خدای رسوله! زه د ارزانو پسونو، غواګانو او اوښانو سره مخامخ کېږم چې د پوستکې په خارښت باندي اخته دي، نه مې خوښېږي چې هغه واخلم تر څو د هغه د پوستکې ناروغي زما اوښان او پسونو ته سرايت و نه کړي. رسول الله (ص) ورته وفرمایل: نو لومړنی يې څوک په دې ناروغۍ اخته کړ؟ بيا يې وفرمايل: سرایت (عدوی) او... په اسلام کې نشته».[۱۱]

د دوديز طب په ډګر کې ځینې افراطیان د دې روایت پر ظاهر باندي په استناد سره، د ساري ناروغیو څخه ډده نه کوي او په دې برخه کې نور کسان هم بې پروايي ته هڅوي. دوئ عقيده لري چې د حديث مقصد دا دی چې يو مسلمان د اسلامي ژوند په اختيارولو سره به ناروغ نه شي او د جذاميانو سره د معصومانو هم‌خواړه کېدلو روايتونو ته په اشارې سره په الله تعالی باندي توکل د ستونزې حل ګڼي. دا توجیه د ساري ناروغیو څخه د ځان د ليرې ساتلو له روایاتو سره په تعارض کې ده او د ساري او غیر ساري جذام توپیر هم دا دلیل د خنډ سره مخامخ کوي.

د سرايت اصل منل او د هغه حکم ردول

په نورو احادیثو کې د «طَيَره» (بدفال) تر څنګ «عدوی» راغلۍ دی. طَيرَه يا بدفال یو له هغو نهو شيانو څخه دی چې د رفع په حدیث کې راغلي دي. د مشهورو علماوو د نظر له مخې د رفع په حدیث کي د نهه شيانو حقيقت رفع شوی نه دی؛ بلکي د هغو شيانو حکمونه او اغيزې د خدای لخوا له مسلمانانو څخه لیرې شوي دي. سرايت هم د طيرې او نورو شيانو په څېر يوازي د هغه حکم او حقوقي آثار له منځه وړل شوي دي او اصل يې يو حقيقت دی چې د انکار وړ نه دی.

دا مطلب د امام علی (ع) په خبره تأييديږي چې وايي: «و الطیره لیست بحق والعدوی لیست بحق؛ بد فال وهل حق نه دی او سرايت حق نه دی»[۱۲] په دې روايت كې د امام (ع) مقصد دا نه دى چې سرايت شتون نه لري، بلكې د هغه حكم نفی كوي او هغه سړى چې ناروغي ترې خپره شوې وي، ضامن نه دى او کله چې د هغه څخه بل چا ته ناروغي سرايت وکړي په ناروغي باندي د اخته شوي سړي لپاره د ناروغي د خپروونکي په وړاندي هيڅ حق نه پيدا کيږي او نه شي کولای په دې پلمه د هغه څخه د تاوان غوښتنه وکړي او هغه د خپل ناروغي په باره کي مسئول وګڼي.

سرچينې

  1. مجلسی، محمدباقر، بحار الأنوار الجامعه لدرر أخبار الأئمه الأطهار(ع)، بیروت، دار إحیاء التراث العربی، ۱۴۰۴ق، ۶۲ ټوک، ۸۲ مخ.
  2. مجلسی، بحار الأنوار، ۷۲ټوک ،۱۳۱مخ.
  3. مجلسی، بحار الأنوار، ۶۲ټوک ، ۸۳ مخ.
  4. مجلسی، بحار الأنوار، ۶۲ټوک،۸۲4 مخ.
  5. کلینی، محمدبن‌یعقوب بن اسحق، الأصول، فروع، الروضه من الکافی، مصحح علی‌اکبر الغفاری، تهران، دارالکتب الإسلامیه، ۱۴۰۷ق، ۲ټوک ،۱۲۳مخ.
  6. حرعاملی، محمدبن‌حسن، وسائل الشیعه، قم، مؤسسه آل‌البیت(ع)، ۱۴۱۶ق، ۲ټوک،۴۳۰مخ.
  7. مجلسی، بحار الأنوار، ۶۲ټوک، ۸۳مخ.
  8. صحیفه سجادیه، ۲۷ دعا.
  9. بخاری، محمدبن‌إسماعیل، صحیح البخاری، محقق: محمد زهیربن‌ناصر الناصر، بیروت، دارطوق النجاه، ۱۴۲۲ق، ۷ټوک ، ۱۹، ۲۶، ۲۷ و ۳۱ مخونه.
  10. وګورئ: أبوالحسن القشیری النیسابوری، مسلم بن الحجاج، صحیح مسلم، محقق: محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی ۱۴۲۱ق، ۷ټوک، ۳۱و۳۲ مخونه.
  11. وګورئ: أبوالحسن القشیری النیسابوری، مسلم بن الحجاج، صحیح مسلم، محقق: محمد فؤاد عبدالباقی، بیروت، دار إحیاء التراث العربی ۱۴۲۱ق، ۷ټوک، ۳۱و۳۲ مخونه.
  12. نهج البلاغه، ۴۰۰12 حکمت.