د وهابیانو لخوا د مسلمانانو د تکفیر لاملونه

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

اوریدلی مي دی چې وهابیان مسلمانان تکفيروي؟ د دوئ دليل د نورو په تکفيرولو کي څه دی؟

د مخالفانو تکفیر او په کفر باندي تورنول، د تکفيري ډلو او د وهابيت د تکفيري ډلې د اصلي وسيلو څخه دی. وهابیت خپل د سياسي او مذهبي موخو د پرمختګ لپاره سربېره پر شيعه مسلمانانو باندي، اهل سنت مسلمانان هم په کفر باندي تورن کوي. د وهابيت فکري او اعتقادي بنسټ داسې دی چې د نورو مسلمانانو نظرونه او عقيدې نه مني او د کفر او شرک لپاره د مصداق په تعيينولو سره پر نورو باندي د کفر تور لګوي. د قبرونو زيارت، پر قبرونو باندي د ودانۍ جوړول، شفاعت، تبرک، د مړي لپاره د ترحيم او فاتحې مراسم نيول، نذرونه او داسې نور، د نورو د تکفيرولو لپاره د وهابيت له مهمو لاملونو څخه دي.

تکفیری ډلې

وهابيت يوه تکفيري فرقه او ډله ده چې مسلمانان د څو دلايلو له مخې په کفرباندي تورنوي. د تکفیري اصطلاح د هغو اسلامي ډلو عنوان دی چې د خپلو مخالفینو سره د مقابلې لپاره د تکفیر له وسیلې څخه کار اخلي. تکفیري ډلې خپل مخالفین، دواړه شیعه او سني مسلمانان چې له دوئ سره ورته عقیده نه لري تکفيروي. د تکفیری ډلو فکری اساس د اهل حدیث د عالمانو لکه احمد بن حنبل او ابن تیمیه ظاهری او سپک اعتقادات دی او د هغوئ لارويان د دغې اندېښنې په خپرولو کي هڅې کړي او په پايله کي د وهابيت د فرقې په وسيله په ټولنه کي د کړنې پړاو ته ورسېدل. تکفيري اندېښنې چې اوس په نړۍ کي شتون لري په يو ډول سره ويلای شو چې د ابن تيميه له افکارو څخه اخيستل شوي دي.

د کفر مصداقونه د وهابيانو په عقایدوکي

وهابيت د خپلو مخالفانو په وړاندي که شيعه وي او که اهل سنت، د مختلفو لاملونو څخه د هغوئ د تکفيرولو لپاره ګټه اخلي تر څو خپل سياسي او مذهبي موخو ته ورسيږي:

د قبرونو زیارت کول

د وهابیت لومړنۍ دلیل د مسلمانانو په تکفيرولو کي د قبرونو زیارت دی. د وهابیت له نظره هر هغه څوک چې د پیغمبرانو او اولیاوو او یا د خپلو خپلوانو د قبرونو زیارت ته ولاړ شي مشرک ګڼل کیږي.

د تکفیر د فکر لومړنۍ سکروټه او لمبه د وهابيت د فرقې د بنسټ ایښودونکي محمد بن عبدالوهاب په اندېښنه کي هغه وخت پیدا شوه چې د نجدی عالم شیخ عبدالله بن ابراهیم سره وکتل چې د توحید د عقیدې پر محوريت باندي او له شرک او د بوتانو له عبادت [مقصد یي د قبرونو زیارت کول دی] څخه په شکايت کي چې د نجد د خلکو او نورو لخوا تر سره کېدل يو دبل سره هم نظروو.[۱]

محمد بن عبدالوهاب په همدغه سفر کي کله چې خلک په نبوی حجره کي ويني چې د اسلام د پيغمبر(ص) په زيارت باندي بوخت دي او د رسول‌الله (ص) د قبر تر څنګ په زارۍ سره مرسته غواړي او لاسونه يې په دعا پورته کړي دي، خوښ يې نه راځي او خپل استاد ته وايي چې دا کارونه باطل دي. [۲]

د وهابيت له نظره مسلمانان د قبرونو په زيارت کولو سره د ژوندي او مړه شوي اولياوو او صالحانو عبادت ته مخ راوړي ول او هغوئ ته يې استغاثه کول او د خپل د اړتياوو د لاس ته راوړو او د سختيو د خلاصېدو لپاره د هغوئ څخه مرسته غوښتل؛ دوئ د قبرونو په عبادت کولو سره شرک او کفر يې منځ ته راوړي ول او د جاهليت والو څخه لا هم مخ ته تللي ول دغه ګمراهي پر ټولو اسلامي هېوادونو کي خپور شوی و. [۳]

وهابیانو د قبرونو زیارت چې په جزیرةالعرب کې د مسلمانانو له خوا ترسره کېدل، د مسلمانانو د کفر او د عربو جاهلیت ته د هغوئ د راستنیدو دلیل ګڼل. دوئ د محمد بن عبد الوهاب په زمانه کې مسلمانان د قبرونو په عبادت کولو تورن کول، د بېلګې په توګه وايي په نجد کې د زید بن الخطاب قبر، په درعيه کې د ځینو صحابه کرامو قبرونه، په مکه کي د ابو طالب قبر، په طائف کي د رسول الله (ص) د مېرمنې ميمونه بنت حارث او د خديجې قبراو د عبدالله بن عباس قبر، په مدينه کي د اسلام د پېغمبر(ص) او د حمزه او د بقيع قبرونه، په مصر کې د اولياوو او صلحاوو قبرونه، په عراق کي دعلي (ع) او کاظم او حسين (ع) مشهدونه د زيارت تر نامه لاندي د هغوې عبادت تر سره کيږي چې دغه ټوله شرک او ناوړه کفر دي.[۴]

پر قبرونو باندي د ودانۍ جوړول

د مسلمانانو د کفر لپاره د وهابيانو بل دليل پر قبرونو باندي د ودانۍ جوړول دي، چې وايي دغه کار د قبر د خاوند په تعظيم کي غلو منځ ته راوړي او د شرک لورې ته لاره هواروي. نو د مسلمانو د حاکم یا د هغه د ځایناستي دنده ده چې هغه ودانۍ چې په قبرونو باندي جوړې شوي دي ونړوي او له ځمکې سره یې برابرې کړي او په عملي توګه له دې بدعت سره مقابله وکړي تر څو د شرک لاره وتړل شي.[۵]

شفاعت

د وهابیت له نظره شفاعت یو بل لامل دی چې د مسلمانانو د کفر سبب شوی دی. محمد بن عبد الوهاب او د هغه شاګردانو له پیله له شفاعت څخه انکار کول او په شفاعت باندي اعتقاد يې د شرک سبب او د تکفیرولو جواز ګڼله او وایي: شفاعت په عبادت کې د شرک له ډولونو څخه دی.[۶] او په دې باندي ټينګار کوي که څوک د خپل ځان او خدای په منځ کې د ميانځګړتيا په توګه يو وګړۍ شفيع وګرځوي مشرک دی.[۷] خو د وخت په تیریدو سره کله چې پر دي باندي يې پام کيږي چې د اسلام په دين کي شفاعت مشروع دی او قرآني او حدیثي جرړه لري، هغه يې منلۍ دي اووايي: پيغمبران او پرښتې او الهي اولياوي د قيامت په ورځ د شفاعت حق لري، خو شفاعت باید د شفاعت له خاوند او د هغه د اجازه ورکونکۍ څخه چې خدای دی وغوښتل شي او داسي وويل شي: پروردګاره، پيغمبر او خپل نور صالح بندګان د قيامت په ورځ زما شفيع وګرځوه او موږ حق نه لرو چې ووايو: ای پيغمبره زموږ په حق کي شفاعت وکړه.[۸] نو څوک چې په مستقیمه توګه له پیغمبر او له هر هغه څوک څخه چې د شفاعت حق لري، د شفاعت غوښتنه وکړي د کفر او شرک سبب ګرځي!

تبرک

د تبرک مسئله چې په اسلام کې مشروع دی، د وهابيانو له نظره د مسلمانانو د کفر لامل دی. بن‌باز چې یو له وهابي عالمانو څخه دی، په مطلقه توګه تبرک يې رد کړی او هغه د شرک لامل ګڼي او د دعا او استغاثې تر څنګ تبرک ته يې د شرک په لاملونو کي ځای ورکړی دی او هغه یي د مشرکانو د چلند سره تشبيه کړی او د شيطان له دسيسو څخه ګڼلی دی.[۹] هغه په بل ځای کې وايي په قبرونو باندي تبرک کول [چې معمولاْ مسلمانانو د اسلام د پيغمبر (ص) او نورو اولياوو له قبره برکت غوښتل] د اسلام د دين څخه نه دی بلکې د جاهليت د کړنو او د د بت‌لمانځو له اخلاقو او د یهود و نصاراوو له سنتو څخه دی او د هغه څخه ډډه کول واجب دی.[۱۰]

خو ځینو وهابي لیکوالانو پر تبرک باندي د صحابه وو کړنه او په اسلام کې د تبرک لپاره د مبارکو شیانو د شتون له امله، په ناچاره توګه تبرک یې په مشروع او حرام باندي ویشلی دی. دوئ د اسباب او مسبباتو د نظام پر بنسټ خپله عقيده څرګنده کړې ده، دوئ وايي هغه څه چې برکت ځينې غوښتل کيږي، لکه ځیني خارجي موجودات، خبرې، کړنې، زمان او مکان چې په شريعت کې راغلي دی، دا ټوله د برکت اسباب دي. کټ مټ د دواګانو او تعويذونو په شان چې د روغتيا سببونه دی او هغه څوک چې روغتيا ورکوي خدای دی. نو موږ همغسي چي خپله روغتيا له دواګانو څخه نه غواړو، بلکي د خدای څخه غواړو، د تبرک په وخت کي برکت هم د خدای څخه غواړو. نو د برکت غوښتنه د هغه د اسبابو څخه يو شرعی چار دی. [۱۱]

وهابيانو د تکفیر د پدیدې د خپورولو په موخه د وخت په تیریدو سره نور شیان هم د شرک او کفر لامل ګڼلی دی؛ لکه د قبرونو څنګ ته نذر کول، د قبر تر څنګ لمونځ کول، د پیغمبر(ص) او د نورو اولياوو د زېږېدنې لمانځل، د مړو لپاره د ترحیم غونډې او داسې نور.

سرچينې

  1. ضاهر، محمد کامل، الدعوة الوهابیة، و اثرها فی الفکر الاسلامی الحدیث، ۳۵مخ، بیروت، دارالسلام للطباعة والنشر، ۱چ، ۱۴۱۴ق/۱۹۹۳م.
  2. ابن بشر نجدی، عثمان بن عبدالله، عنوان‌المجد فی تاریخ نجد، ۱ټوک، ۳۶مخ، ریاض، مطبوعات داره الملک عبدالعزیز، ۴چ، ۱۴۰۲ق. /۱۹۸۲م.
  3. ابن غنام نجدی، حسین بن غنام، تاریخ نجد یا روضة الأفکار و الأفهام، ۱۳مخ، بیروت، دارالشروق، ۴چ، ۱۴۱۵ق/۱۹۹۴م. تحریر و تحقیق: ناصرالدین اسد.
  4. وګورئ همغه، ۱۴–۲۲مخ.
  5. دویش، أحمد بن عبدالرزاق، فتاوی‌اللجنة الدائمة للبحوث العلمیة والإفتاء، ۱ټوک، ۴۱۳مخ، المملکة العربیة السعودیة، الریاض، [بی‌نېټه].
  6. سلیمان بن عبدالله بن محمد بن عبدالوهاب، د توحيد د کتاب شرحه، ۱۷–۱۱۸مخ. الریاض، مکتبة الریاض الحدیثة، بی‌‌نېټه.
  7. سلیمان بن عبد الله بن محمد بن عبد الوهاب، تیسیر العزیز الحمید فی شرح کتاب التوحید، ۲۰۱مخ، مکتبة الریاض الحدیثة.
  8. سبحانی جعفر، وهابیت او د هغه د فکر بسټونه او عملې کړليک، ۲۹۷مخ، د امام صادق ښوونيزه او څېړنيزه مؤسسه، قم، ۱۳۸۰ل.
  9. ابن‌باز، عبدالعزیز، مجموع فتاوی و مقالات متنوعة، (جمع وترتیب محمد بن سعد الشویعر)، ۱ټوک، ۲۵۴مخ، ۴چ، ۱۴۲۳ق.
  10. مجموع فتاوی و مقالات متنوعة، ۱ټوک، ۴۰۲مخ.
  11. علیانی، علی بن نفیع، التبرک المشروع و التبرک الممنوع، ۱۸–۲۰مخ. عربستان، ریاسة العامه لهیئة الامر بالمعروف و النهی عن المنکر، ادارة الاوقاف صالح عبدالعزیز الراجحی، [بی‌نېټه]