د پيغمبر(ص) عظیم اخلاق
- تغییر_مسیر الگو:پاسخ
د سوره قلم په څلورم آیت کې د پېغمبر(ص) د عظیمو اخلاقو معنی څه ده؟
بندانگشتی|تابلوی خوشنویسی از آیه ۴ سوره قلم خدای پاک حضرت محمد(ص) له دې سببه چې انساني پشپړ اخلاق یې درلودل، د «خُلُق عظیم؛ لویو اخلاقو» د خاوند په توګه یاد کړی دی. علامه طباطبايي عظیم اخلاق د اخلاقي فضیلتونو په معنی بیان کړي دي، او ځینو نورو د ښه اخلاقو، ښه چلند او په چلند کې نرمۍ نرمۍ سره معنا کړې ده. د عظیم اخلاقو لپاره بله معنا هم نقل شوې ده چې هغه يې د دین لرونکي یا د داسې قوم په زغملو په معنې بیان کړې چې نور یې نه شي زغملی. پيغمبر(ص) یې د ځینې اخلاقي صفتونو لرونکی ګڼلی دی. لکه صبر، بخښنه او تېرېدنه، په حقو ولاړتیا او د عقل په پرتله د چارو سمول.
پيغمبر(ص) همدارنګ له بدو اخلاقي صفتونو څخه لری و. ځینې څیړونکیو د پیغمبر(ص) د همدې اخلاقیاتو ظاهریدل د «عظیم اخلاق» په تفسیر کې راوړي دي.
د آیت متن
د پیغمبر(ص) اخلاقي صفتونه
د عظیم اخلاقو تر ټولو مهم تفسیر اخلاقي فضیلتونه دي، چې په کې، په حق ولاړتیا، پراخ سخاوت، د چارو تدبیر، نرمي، د سختیو زغم، عاجزي او بخښنه شامله ده.[۱]
د پيغمبر(ص) عظیم اخلاق د دې لپاره دي چې ټول نیک اخلاقي صفتونه په هغه کې راغونډ شوي دي. مفسرانو «عظیم اخلاق» پر حق باندې صبر کونکی، پراخ بخښښ او د عقل په پرتله د چارو سمول، د مومنانو سره د مرستې لپاره هڅه کول او د حسد او حرص پریښودلو په معنې بیان کړي دي.[۲] ځینې عظیم اخلاق د دین په معنې بیان کړی دی.[۳]
علامه طباطبایي عظیم اخلاق اخلاقي صفتونه ګڼلي دي.[۴] د عظیم اخلاقو یو مصداق دا دی چې داسې قوم وزغمي چې نور یې نه شي زغملی.[۵] ځینو د عظیم اخلاقو معنا حسن خلق، ښه چلند او په چلند کې نرمي بیان کړې ده.[۶] په رساله قشیریه کې د عظیم اخلاقو معنا دا رنګ راغلی چې هغه کس چې د خلکو بې وفایي په هغه باندې اغیز ونه کړي وروسته له دې چې حق ورته معلوم شي.[۷]
د پيغمبر(ص) ټولنیز اخلاق
شهید مطهري په دې باور دی چې د پیغمبر(ص) عظیم اخلاق تر ډیره حده د هغه د ټولنیزو اخلاقو له امله دي. هغه باوري دی چې هغه اخلاق چې د روح د عظمت او لوی والي له سببه وي هغه عظیم اخلاق دي.
الله پاک پیغمبر(ص) د هغه غبرګونونو له سببه چې د کافرانو او مشرکانو په وړاندې یې درلودل، د عظیمو اخلاقو څیښتن یاد کړی دی.[۸]
پیغمبر(ص) لکه څنګه چې قرآن وايي، د انعطاف او زغم له پلوه، چیرې چې هغه باید بخښنه او نرمي وښيي، د دې اخلاقي طریقې په اوج کې و. خدايي وحي، د پیغمبر(ص) د بریالیتوب یو سبب د هغه نرمي او مهرباني ګڼلې ده.[۹] کينډۍ:قرآن
فوټ نوټ
- ↑ قرشي، علي اكبر، احسن الحديث، قم، د دفتر نشر نويد اسلام، ۱۳۹۱، ج۱۱، ص۲۷۹.
- ↑ طبرسي، فضل بن حسن، د مجمع البيان في تفسير القرآن ژباړه، ژباړن: محمد بيستوني، بېځايه، د آستان قدس رضوي خپرندويه، بېنېټه، ج۲۵، ص۲۱۲.
- ↑ محمدي ريشهري، محمد، ميزان الحکمه، قم، دار الحديث، ۱۳۷۵، ج۳، ص۴۷۷؛ کاشاني، ملا فتحالله، منهج الصادقين في الزام المخالفين، تهران، د محمد حسن علمي کتابپلورنځی، ۱۳۳۶، ج۹، ص۳۶۹.
- ↑ طباطبائي، محمدحسين، د تفسير الميزان ژباړه، ژباړن: موسوي همداني، سيد محمدباقر، قم، د جامعه مدرسين حوزه علميه قم، د دفتر انتشارات اسلامي، ۱۳۸۷، ج۱۹، ص۶۱۹.
- ↑ فيض کاشاني، محسن، تفسير الصافي، قم، مؤسسة الهادي، ۱۴۱۶ق، ج۷، ص۲۵۹.
- ↑ منتظري، حسينعلي، اسلام، د فطرت دين، تهران، نشر سايه، ۱۳۸۵، ص۳۶۶.
- ↑ د قشيريې رساله ژباړه، قشيري، عبدالکريم بن هوازن، ژباړن: عثماني، حسن بن احمد، سمون: فروزانفر، بديع الزمان، تهران، علمي فرهنګي، ۱۳۷۴، ج۱، ص۳۹۰.
- ↑ مطهري، مرتضی، مجموعه آثار، تهران، صدرا، ۱۳۹۰، ج۲۷، ص۵۸۳.
- ↑ سبحاني، شيخ جعفر، منشور جاويد، قم، د امام صادق مؤسسه، بېنېټه، ج۷، ص۳۴۵.