روحانيت د امام خميني او آيتالله خامنهاي له نظره
د امام خمیني او رهبرۍ له نظره روحانيت په کومو ډلو ویشل کيږي؟
د امام خمیني او د ستر لارښود له نظره، روحانیت په دوو کلی ډلو اصِل، متعهد، پوه، مخکښ او انقلابي او همدارنګه غیر اصيل، په شاتلونکي، ناپوه او د نورو سره تړلی روحانيت باندي ويشل کيږي. د دوئ له نظره اصيل روحانيت، هيله ورکونکۍ، مخکښ او دنده پېژندونکۍ ګڼل کېږي او د انحرافاتو په وړاندې د اسلام ټينګه اډه ده او له مادياتو څخه په ليرې پاتې کېدو سره د زرټولونکي سره مقابله کوي. د اصيل روحانيت په وړاندي غير اصيل روحانيت په دنيا او دنيا غوښتونکو سره تړلی معرفي کوي چې د اسلام او اسلامي انقلاب له دښمنانو سره جوړجاړي کوي او حتی د اسلام او انقلاب پر ضد فعاليت ترسره کوي.
اصیل روحانیت
د امام خمیني او د ستر رهبر له نظره، اصلي، متعهد، مخکښ او انقلابي روحانيت هغه روحانيت دی چې په خپلو دندو او مسئولیتونو باندي ښه پوهیږي او پر هغو باندې عمل کوي او په پوره پوهه د دښمنانو په وړاندې دریږي او ستونزې په ځان باندي اخلي.
د امام او رهبرۍ له نظره د روحانيت دغه ټولګه څو مهمې ځانګړنې لري چې عبارت دي له:
د انحرافاتو په وړاندې د اسلام ټينګه اډه
امام خمینی د «صحفه نور» په کتاب کې د اسلام او شیعه مذهب د تاریخ په اوږدو کې علميه حوزې او متعهد عالمان د یرغلو او انحرافاتو په وړاندي د اسلام د مهمې ټينګې اډې په توګه معرفی کړی دی.[۱]
ستر رهبر آیت الله خامنهاي هم د مسئوليت احساسول د ديني تعهد او د دين لرلو يو بل تعبير ګڼي او د انحرافاتو او کاږه تګونو په وړاندي بې پروايي د دغه احساس سره مخالف ګڼي. هغه په دې باور دی چې بې تفاوتي په ټولنه کې د دیني علماوو، روڼاندو او پوهو خلکو د تعهد او رسالت ستر دښمن دی... یو بې مسئولیته روڼاندی، یو بې مسئولیته عالم، یو غیر مسئول او بې پروا مبلغ چې د هغه لپاره اهميټ نه لري خلک، ځوانان، ذهنونه او فکرونه کومي خوا ته ځي او د څه شی تر اغېزلاندي راځي، نه شي کولای هغه ضروري رول چې د پېغمبرانو رول دى، ترسره کړي.[۲]
هیله ورکونکۍ، مخکښ، دنده پېژندونکۍ
امام خمیني په دې باور دی: «مبارز او په اسلام باندي متعهد روحانيون (ديني عالمان) د تاریخ په اوږدو او سختو شرایطو کې د هيلې او مينې او محبت نه په ډکه زړه، تل یې د نسلونو په ښوونه او روزنه او لارښوونه کي همتونه کړي دي او همیشه مخکښ او د خلکو د بلا په وړاندي ډالونه دي؛ پر دار باندي تللي دي، او محروميتونه يې څښلي، زندانونو ته تللي اسارتونه او جلاوطنۍ يې ليدلي او تر ټولو لا زيات د طعنو او تهمتونو نښې ګرځېدلي او په دې شرایط کې چې ډیری روڼاندي د ظالمانو په وړاندي په مبارزه کې ناهيلۍ ته رسېدلي وو، د هیلو او ژوند روحیه يې خلکوه ته راوګرځول او د خلکو د حقیقي حيثيت او اعتبار څخه دفاع وکړ.[۳]
همدارنګه معظم رهبر د ایران د اسلامی انقلاب د ظهور او کامیابۍ او د ایران د اسلامی جمهوریت په رامنځته کېدو کښې د روحانيت مخکښې، هوښیارتیا او دنده پېژندنه د مهمو عواملو څخه ګڼلې ده او په دې باور دی چې تر نن ورځې پورې دوام لري.[۴]
د دنیا له زینت څخه ليرې اوسېدل او له زرټولونکو سره مقابله
امام خمینی په دې باور دی چې د اسلام اصيل روحانيت هیڅکله د سرمایه دارانو، پیسې پرستانو او خوانينو تر بار لاندي نه دی تللی او تل یې دغه شرافت د ځان لپاره ساتلی دی... متعهد روحانيت د زالو صفتو سرمایه دارانو وینو ته تږی دی او هيڅکله له هغوئ سره پخلاينه نه ده لرلې او نه لري.[۵]
ستر لارښود د متعهد روحانيت د ځايتون په باره کي ويلي دي: «د روحانيون او دیني عالمانو شرافت او په هغوئ کې د کورنیو او نړیوالو قدرتونو د نفوذ نشتوالی د دې سبب شوی دی چې په خپل سر زورواکان او حاکمان هیڅکله ونه توانیږي چې دا الهي ټولګه د خپل فساد او خیانت له لارې څخه له منځه یوسي او که يوه ډله فرمان وړونکي پټکي تړونکي او درباری ملايان د دنيا د بې ثباته وچو وښو په تمه د ظالمانو پر دسترخوان باندي کښېني او په خپلو خبرو او کړنو سره هغوئ تاييدوي، ډېرۍ عالمان او روحانيون او ځوان طالبان د عزت او پرهېزکارۍ او پاک لمنۍ په حصار کي پاتي دي او په رښتينولۍ او ځواکمنه توګه خپل د مبارزې اراده او توان يې ساتلی دی او د خلکو په هر يو زړونو کي د شيعه په روحانيت باندي عقيده يې داسي ټينګه کړې ده چې له منځه تلونکې نه ده.»[۶]
نا اصيله روحانيت
نا اصيله، پرشاتلونکۍ، ناخبره او تړلۍ روحانيت د امام خميني او ستر لارښود له نظره هغه روحانيت دی چه له خبرتيا څخه تش او لازم پېژندنه نه لري او د انقلاب او اسلام له دښمنانو سره ملګرتیا او جوړ جاړي لری او د اسلام سره مخالفت کوي چې امام هغوئ ته روحاني نما ويلي دي.
که څه هم ډېرۍ روحانيت لومړۍ ډله جوړوي، او د دوهمې ډلې شمېر خورا لږ دی چې د لومړۍ ډلې په پرتله نه شمیرل کیږي؛ خو د دې ډلې شتون د روحانيت او د ایران د هیواد په تاریخ کي او د دوئ د اغېزي له کبله په ځينو اوښتونو کي، هغوئ ته د روحانيت د يوې ډلې په توګه پاملرنه شوې ده او د ليکه يې د اصيل او متعهد روحانيت څخه جلا شوې ده او د ايران معظم لارښود هم د دې دوو ډلو تر منځ يې پوله جلا کړې ده.
د امام او رهبرۍ له نظره د غیر اصيل او متحجر روحانيټ اصلي ځانګړنې دا دي:
د خالص اسلام او انقلاب پر ضد فعالیت
امام خمیني په دې عقیده دی چې تړلي او مقدس نما او پرشاتلونکي روحانيون لږ نه دي. په علميه حوزو کي ځينې وګړي شته چې د انقلاب او خالص محمدي اسلام پر ضد فعاليت لري. نن ورځ يو شمېر خلک د تقدس مآبۍ په حالت سره هغسي تېشه د دین او انقلاب پر ريښو باندي وهي چې ګواکې دوئ بله دنده نه لري.[۷]
ستر لارښود وفرمایل: «که په هر ګوټ او څنډو کې ځينې ملایان وميندل شي چې هغه ستر امتیاز چې اسلامي نظام مسلمانانو، مؤمنانو او روحانيونو او علماوو ته ورکړی دی، درک نه کړي او خدای مه کړه د دوئ په ویناوو کي داسي خبره وي چې خلک د دې نظام سره بد بينه کړي او يا يې په شک کي واچوي... بې له شکه د دې وګړو کړنه د اسلام او قرآن او مسلمانانو سره خيانت دی او باید د ټولنې او روحانيت له غبرګون سره مخامخ شي. [۸]
د دنیا او دنیا غوښتونکو سره تړلي او له دښمنانو سره جوړجاړی
امام خمیني د اسلام د متعهد عالمانو او د روحاني نمایانو ترمينځ تر ټولو ستر توپیر په دې کې ګڼلی دی چې د اسلام مبارز عالمان تل د نړۍ خوړونکو د زهرجنو غشو هدف ګرځیدلي او د پېښې لومړنۍ غشي د هغوئ پر زړونو باندي لګېدلی دی. خو روحانی نمايان د دنيا غوښتونکو زرپرستانو تر ملاتړ لاندي د باطل ترويجونکی يا د ظالمانو ثنا ويونکی او د دوې تاييدونکي دي. هغه په دې باور دی چې موږ تر اوسه يو درباري ملا يا يو وهابي عالم نه دی لیدلی چې د ظلم، شرک او کفر پر ضد او په ځانګړې توګه د تيري کونکی شوروي او د نړۍ خوره امریکا پر وړاندې درېدلی وي.[۹]
ستر لارښود وفرمایل: «که يوه ډله سرسپارلې درباري ملايان د دنيا د نه پاتې کېدنې وچو پروړو په تمه د ظالمانو پر دسترخوان باندي ناست او په خپلو خبرو او کړنو سره يې دوئ تاييد کړي دي، ډېرۍ عالمان او روحانيون او ځوان طالبان د عزت او پرهېزکارۍ او پاک لمنۍ په حصار کي پاتي دي او په رښتينولۍ او ځواکمنه توګه خپل د مبارزې اراده او توان يې ساتلی دی او د خلکو په زړونو کي د شيعه په روحانيت باندي عقيده يې داسي ټينګه کړې ده چې له منځه تلونکې نه ده.[۱۰]
د لازمې پېژندنې او پوهاوي نشتوالی
امام خمینی وفرمايل: «استکبار کله چې د روحانيت او حوزو د مطلقې تباهۍ څخه ناهیلی شو، دوې لارې يې د ګوزار لپاره غوره کړې؛ يوه يې د وېرې او زور لاره ده او بله یې د غولولو او په معاصره پېړۍ کي د نفوذ لاره ده. کله چې د وېرې او ګواښ وسله کار و نه کړ، د نفوذ لارې پیاوړې شوې. لومړنۍ او تر ټولو مهم خوځښت د سياست څخه د دين د بېلتوب شعار ورکول دی، چې له بده مرغه دغه وسله د روحانيت په ډګر کې تر هغه ځايه اغېزمن شوی دی چې په سیاست کې مداخله کول د فقيه له شان سره ضد او د سياست مدارانو په جرګه کي د هغوې داخلېدل د بهرنيانو سره په تړاو باندي تورن کيږي. په يقيني توګه ډېرۍ مجاهد روحانيان د دې نفوذ څخه ټپیان شوي دي. خيال مه کوئ چې د پرديو سره په تړاو او په بې دینۍ باندي تورنول یوازې د دښمنانو لخوا په روحانيت باندي لګېدلی دی، هیڅکله داسي نه ده بلکي د ناپوهه او تړلې روحانيت ګوزارونه د دښمنانو له ګوزارونو څخه اغېزمن تره دی.[۱۱]
ستر رهبر وفرمايل: « متحجر او د هېواد له پېښو او له سیاسي جریانونو څخه ليرې عالمان هېڅکله د دښمنانو تر یرغل لاندي نه دي راغلي؛ بلکې کله هم د هغوئ لخوا ستايل شوي دي او فيزيکي او تبليغاتي بريدونه او حتی د ارتجاع او شاته تګ تورونه د بهرنيو اجنټانو د روڼ اندو لخوا يوازي هغو علماوو ته متوجه شوي دي چې د علم او عمل په ډګر کي د سياسي اندېښنې او نوي رواړنې په لحاظ ځلېدلي دي او د مخکښ، پر مخ تللي او خبرلرونکي په توګه پېژندل شوي دي.[۱۲]
سرچينې
- ↑ امام خمینی، سید روحالله، د امام صحیفه ، ۲۱ ټوک، ۲۷۴ مخ.
- ↑ د رهبرۍ وينا د نوشهر د روحانيونو په ليده کاته کي، د غويی ۲۹، ۱۳۷۸ل.
- ↑ امام خمینی، سید روحالله، د امام صحیفه، ۲۰ ټوک، ۲۴۲مخ.
- ↑ د رهبرۍ وينا د ځينو عالمانو او د قم د علميه حوزې او د تهران د ديني مدرسو له مدرسانو سره په ليده کاته کي، د کب ۲، ۱۳۶۸ل.
- ↑ امام خمینی، سید روحالله، د امام صحیفه امام، ۲۱ ټوک، ۹۰ مخ.
- ↑ د رهبرۍ پيغام د حضرت امام خميني (ره) د مړينې د لومړنۍ کليزي په هکله، غبرګولۍ ۱۰، ۱۳۶۹ل.
- ↑ امام خمینی، سید روحالله، د امام صحیفه، ۲۱ټوک، ۲۷۸-۲۷۹مخ.
- ↑ د رهبرۍ وينا د تهران د واعظانو او د اسلامي تبليغات د همغږۍ شورا د غړو سره په ليده کاته کي، د زمرۍ ۱۱، ۱۳۶۸ل.
- ↑ امام خمینی، سید روحالله، د امام صحیفه، ۲۱ټوک، ۱۲۰-۱۲۱مخ.
- ↑ د رهبرۍ پيغام د حضرت امام خميني (ره) د مړينې د لومړنۍ کليزي په هکله، غبرګولۍ ۱۰، ۱۳۶۹ل.
- ↑ امام خمینی، سید روحالله، د امام صحیفه، ۲۱ ټوک، ۲۷۸مخ.
- ↑ د رهبرۍ پيغام د حضرت امام خميني (ره) د مړينې د لومړنۍ کليزي په هکله، غبرګولۍ ۱۰، ۱۳۶۹ل.