هغه عالمان چې د تشيع په پراختيا کې رول لرلې دي

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

کوم يو د شيعه د سترو عالمانو څخه د شیعه د مذهب په پراختيا کې رول لرلي دي؟

شیعه عالمانو هر یو د شیعه مذهب په پلنتېا او پراختيا کې ونډه اخیستې ده. په معاصره نړۍ کې د شیعه مذهب د ودې او پراختیا یو عامل د شیعه مذهب لپاره د هغوئ څوارلس پېړۍ علمي او عملي هڅې وې. خو په عين حال کې د ځينو عالمانو رول ډېر مهم دی. دوئ د خپل وخت د سياسي او ټولنيزو شرايطو په درک کولو سره، د دې مکتب د خپرولو لپاره ډېرې ګټې اخيستې دي. د مغولانو د يرغل څخه په وروسته دوره کې کولای شود د محقق حلي، علامه حلي او خواجه نصيرالدين طوسي نومونه ياد کړو. د صفويانو په دوره کي چې شیعه مذهب په ایران کې د رسمي مذهب په توګه اعلان شو، محقق کرکي، علامه مجلسي او شیخ بهايي په ایران کې د شیعه مذهب په خپریدو کې ډیر اغیز درلود. په معاصره دوره کښې آیت‌الله بروجردی او امام خمینی په نړۍ کې د شیعه مذهب په خپرېدو کې مهم رول ولوبول.

د مغولانو د یرغل نه مخکي

د اسلامي هېوادونو سياسي او ټولنيزو شرايطو ته په پام سره، د تشيع مکتب تر اوومې پېړۍ پورې د پام وړ څرګند يې نه درلود او په ډېرو سيمو کې د شيعه مذهب ښکاره اظهار جرم و چې ناوړه پايلې يې درلودې. دوولس امامي شیعيان تل تر ځورولو او ظلم لاندې وو، که څه هم په ځینو مواردو کې د دوئ لپاره برياليتوبونه هم لاس ته راتلل؛ لکه د آل بویه حکومتونه چې شیخ مفید د دوئ تر ملاتړ لاندې ډېر خدمتونه ترسره کړل.

د مغولو د بريد او ولکې په وخت کې د اسلامي نړۍ زياتې برخې ته سخت زيانونه واوښتل. د مغولانو په بريد کې ډېر سنيان او شيعيان ووژل شول، خو د مسلمانو علماوو په ځانګړې توګه د شيعه علماوو په هڅو د مغول واکمنانو د اسلام او په ځينو ځايونو کي د شيعه مذهب د منلو لورې ته مخ راوړل.

محقق حلی

د محقق حلی د مرجعيت په زمانه کي هلاکو خان بغداد فتح کړ او وروستۍ عباسي خلیفه یې وواژه، خو د حله ښار چې د عراق د شیعيانو یو مرکز و، د دوئ او د نورو فقهاوو د پوهنې او درايت له امله د مغولو له زیان څخه وژغورل شو. هغه په ۶۷۶ قمري کې وفات شو او هملته خاورو ته وسپارل شو.

علامه حلي

د علامه حلي یو له مهمو خدمتونو څخه د سلطان محمد خدابنده لخوا د شیعه مذهب منل د ده په لاس و چې د هغه د لامل په هکله ډیری راپورونه شتون لري چې سلطان د سني فقهاوو له نظرونو په ناراضه کيدو او د علامه حلي عقلی استدلالونه او د هغه تسلط پر معقولو او منقولو کلامې اسلوبونو باندې د دې سبب شو چې سلطان د شیعه مذهب ومني. که څه هم د هغه لپاره يې ډیرې سیاسي ستونزې هم رامینځته کړې. له هغه وروسته علامه د سلطان په حکومت کې مهم مقام وموند او د شیعه مذهب ترویج یې د خپل کار اساس وګرځاوه.[۱]

علامه په سیاسي او علمي لحاظ د شیعه مذهب لپاره په خدمت کې د پام وړ ونډه لري، په ځانګړې توګه هغه په ايران کي د تشيع د پراختيا سبب او د شيعيانو علمي او سياسي ملاتړ وګرځېد. علامه حلي په ۷۲۶ قمري کال د ۷۸ کالو په عمر وفات شو.

نصیرالدین طوسی

په اوومه پیړۍ کې یو بل نامتو شیعه عالم محمد بن محمد بن الحسن و چې په خواجه نصيرالدین طوسی مشهور دی، خواجه په ۵۹۷ قمري کال په طوس کې زیږیدلی دی. وروسته له دې چې هلاکو په ۶۵۶ قمري کال کې بغداد ونیول، خواجه نصيرالدین طوسي د اوقافو ریاست يې لاس ته راوړ او د حکومت له شته منيو او اوقافو څخه په ګټه اخيستنې سره د مراغه پوهنتون او د ستورو یو لوئ څارګر جوړ کړ. هغه ټولو شیعه او سني عالمانو ته بلنه ورکړه چې په دې پوهنيز مرکز کې تحقیق وکړي. خواجه یو لوی کتابتون جوړ کړ او په هغه کې یې تيت شوې کتابونه راټول کړل. د دغه ستر پوهنيز مرکز تأسيس په داسې وخت کې وشو چې د نړۍ ختيځ او لويديځ د مغولانو د ويجاړونکي ځواک له خوا له منځه تللي وو. د مغولانو په حکومتي نظام کې د خواجه شتون د شیعه د نظریې پر بنسټ و چې د ظالم په نظام کې حاضريدل تر هغه وخته پورې روا نه دی مګر دا چې د حق د درولو لپاره او يا د يو باطل له منځه وړلو لپاره وي.

محقق کرکي

علي بن الحسین بن عبد العالي کرکي مشهور په محقق ثاني او محقق کرکي، د صفوي د دورې له فقهاوو څخه دی چې د لبنان د بعلبک په یوه کلي کې زیږیدلی دی.[۲] هغه د صفوي شاه طهماسب لخوا د شيخ الاسلام په توګه وټاکل شو او د ديني چارو په اصلاحات يې پيل وکړ. په ټول هیواد کې د حکم په لیږلو سره، د مامورينو لپاره قوانين رامینځته کړل چې څنګه د خلکو سره د مالیاتو په اخيستنو او د هغه په اندازه او وخت کي چلند وکړي. هغه په هر ښار او کلي کې د جماعت د لمانځه او د احکامو د تدریس لپاره امام وټاکل.[۳]

په ایران کې د شیعه مذهب په پراختيا کې د محقق کرکي اغېزه تر هغه ځايه ده چې ویل شوی دی له خواجه نصيرالدین طوسي وروسته هيڅ څوک د اهل‌بیت (ع) د مکتب په وده کې د محقق کرکي په اندازه اغیزمن نه و. هغه د فساد مخه ونیوله او بدعت لړلې قوانین یې باطل کړل. حدود او تعزيرونه يې اجرا کړه او د جماعت لمونځ او نور واجبات يې ودرول.[۴] هغه د ژوند په اخره کې نجف ته ولاړ او هلته په ۹۴۰ قمري کښې وفات شو.

شیخ بهايي

د صفوي دورې د نورو عالمانو څخه، شيخ محمد بن حسين بن عبدالصمد الحارثي و چې په شيخ بهايي باندي معروف دی. هغه په ماشومتوب کې له خپل پلار سره ایران ته راغی او په ایران کې یې زده کړې وکړې. د وسائل الشیعه لیکوال شیخ حر آملی د هغه په هکله ويلې دي: هغه ټولې ښېګڼې له ځانه سره راغونډ کړل، د هغه فضایل د شمېرلو وړنه دی په ټولو پوهنو کي غښتلی او ماهر، شاعر او اديب و او په فقه، حدیث، معاني او بيان او ریاضی او نورو علومو کې بېلګه نه درلود.[۵] هغه یو له فقهاوو څخه و او په فقه کې په فارسي ژبه د جامع عباسي په نامه يو کتاب د ۱۸ نورو کتابونو سربیره په همدې موضوع کي لیکلی دی.[۶] هغه خپل د شیخ الاسلامي په دوره کې د شیعه مذهب د پراختيا لپاره ډېر خدمتونه وکړل، د هغه لپاره په بېلابېلو موضوعاتو کي ۵۵ کتابونه ياد شوي دي.[۷]

هغه په ۱۰۳۰قمري کال کښې د ۷۸ کالو په عمر کښې وفات شو او د امام علی بن موسی الرضا(ع) په څنګ کښې خاورو ته وسپارل شو.

علامه مجلسی

علامه مجلسي د ملا محمد تقي مجلسي زوئ د شيعه د نامتو پوهندویانو څخه دی چې په ۱۰۳۸ قمري کې زیږیدلی دی. د ده لپاره ۱۶۹ کتابونه ياد شوي دي، چې تر ټولو مشهور اثر یې بحارالانوار دی، چې په یو سل و لس ټوکو کې خپور شوی دی. هغه په ۱۰۹۸قمری کال کې د شاه سلیمان په ټينګار سره د شیخ الاسلامی دنده ومنله. هغه د اسلامي احکامو او په معروف باندي امر او له منکر څخه د نهي په اجراکولو کي ډېر ټينګ و تر هغه ځايه چې ادوارد براون هغه د یو ډارونکي سړي په توګه ښوولی دی

علامه مجلسي په ۱۱۱۰ هجري کال کې په اصفهان کې وفات شو او هملته خاورو ته وسپارل شو. په حکومت باندې د علامه مجلسي د اغېزمنتيا په باره کي ويل شوی دی چې تر هغه وخته پورې چې علامه مجلسي ژوندی و شاه سلطان حسین هم یو ديڼداره او نیک سړی و خو د هغه له مړینې وروسته یې فساد او تباهۍ ته مخه کړه او د علماوو په وړاندې بې‌پامه او بې‌پروا شو.

معاصر عالمان

که څه هم په دې لنډه کې دغه پوهندويانو مو د شیعه مذهب د خپرونکي عالمانو په نوم یاد کړل، خو د اسلام له پیله تر نن ورځې پورې ټولو علماوو د شیعه مذهب په وده او پراختیا کې ډېره ونډه اخیستې ده. په اوسني وخت کې باید د ایت‌الله بروجردي په شان د علماوو یادونه وکړو چې په علميه حوزو او شیعه نړۍ کې یې ډېر اغېز درلود او همدارنګه د دې سبب شو چې شیخ الازهر د شیعه مکتب د پیروي د جواز په اړه فتوا صادره کړه. امام خمیني د معاصرې دورې یو له نورو عالمانو څخه ؤ چې د شیعه په وده کې یې ډیره اغیزه درلوده.

د ډېرې مطالعي لپاره

  • د اسلام وياړونه، علی دوانی.
  • اعیان الشیعه، محسن امین.
  • طبقات أعلام الشیعه، آقابزرگ تهرانی.

سرچينې

  1. خوانساری، محمد باقر، روضات الجنات، قم، اسماعلیان، بی نېټه، ۲ټوک، ۲۱۸مخ.
  2. دوانی، علی، د اسلام وياړونه، ۴ټوک، ۴۲۱مخ.
  3. خوانساری، محمد باقر، روضات الجنات، قم، اسماعیلیان، بی نېټه، ۲، ټوک، ۳۶۱مخ.
  4. خوانساری، محمد باقر، روضات الجنات، ۳۶۹مخ.
  5. خوانساری، محمدباقر، روضات الجنات، قم، اسماعیلیان، بې‌نېټه، ۷ټوک، ۶مخ.
  6. مهدی پور، محمود، شیخ بهایی، تهران، د اسلامي تبليغاتو سازمان، ۱۳۷۱، ۳۵مخ.
  7. خوانساری، محمد باقر، روضات الجنات، ۶۱مخ.