پر قيامت باندي د اعتقاد رول

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

پر قيامت باندي اعتقاد په ژوند کي څه رول لري؟

پر آخرت باندي اعتقاد یو له هغو شیانو څخه دی چې د انسان په عقایدو، کړنو او اخلاقو کې مهم رول لري، هغسې چې حتی په توحید باندي اعتقاد هم دومره اغیز نه لري. په آخرت او قيامت باندي اعتقاد لرل د اسلام دريم رکن ګڼل کيږي. كه څوك قيامت ونه مني، ګواکي داسې ده چې دوه نور رکنونه يعني توحيد او نبوت يې نه دي منلي او د اسلام په دين كې نه دی داخل شوی.[۱]

هغه انسان چې په قيامت باندي اعتقاد لري پوهيږي چې په دې دنيا کې ژوند لنډمهاله دی او دغه دنيا د ابدي او تل پاتې نړۍ په لور روانه ده. کله چې انسان د دې ليد په واسطه د نړۍ بې ثباتۍ ته ورسيږي، خپل احساسات او باطني غرايز کنترولوي او له هغو نه د مقصود او موخې په لور چې په مخ کي يې لري کار اخلي. په قيامت او الهي عذاب او اجر باندې ايمان په انسان کې د دندې پېژندنې حس پياوړی کوي. همدارنګه په قيامت باندي ايمان د ټولنيزو قوانينو د ترسره کولو او د نورو کسانو د حقوقو د رعایت کولو ضامن دى.

د دنیوي ژوند د بې ثباتۍ پوهیدل

هغه اغېزه چې پر قيامت او آخرت باندي اعتقاد او د هغه يادونه د انسان په فکري چارو کې لرې دا دی چې سړۍ خپل ځان او ټول شيان په واقعي نظر سره ګوري او انسان خپل ځان د دې تېرېدونکۍ نړۍ د هغو برخو څخه يوه برخه ګڼي چې په ټوليزه توګه د یوه ابدي او تل پاتې نړۍ لورې ته په حرکت کې دي.[۲]

د غرایزو کنترولول او د فضايلو روزنه

په حقيقت کې پر قيامت باندي ايمان او د مړينې او قيامت يادول د انسان له مخې څخه د غفلت پرده ليرې کوي او د هغه پام د آخرت تل‌پاتې ژوند ته راګرځوي تر څو په ګناهونو، جنايتونو او فساد کي اخته نه شي. له همدې امله له نفسي هوا څخه د خلاصون او د باطني غرايزو د سمولو يوه لاره دا ده چې پوه شو زموږ د ژوند وروستۍ پړاو مړينه ده او ډېر ژر به له دې دنيا څخه آخرت ته سفر وکړو او د خپلو اعمالو او عقايدو پايله به ووينو.

کله چې انسان د مړينې او آخرت په یاد کې وروزل شي، دا ډول باور«اجرايي ضمانت» لري او د دې باور او عقیدې سره سم خپل ټول اخلاق، کړنې او عقاید ته بنسټ ورکوي. خو هغه انسان چې د مړینې له یاد او آخرت څخه غافل وي هیڅ دلیل نه لري چې د قانون چوکاټ ومني او په پایله کې هر ډول کار ترسره کوي. په نتيجه کې د مړينې، قيامت او آخرت يادول او په هغو باندې ايمان لرل نه يوازې د انسان غرايز معتدل کوي او د نفسي تېريو مخه نيسي، بلکې د هغه د روزنې او د فضايلو د ودې لامل ګرځې. ځکه چې تل د قيامت په ياد کي دی او خپلې ټولې کړنې او سلوک تر څارنې لاندي راولي او هڅه کوي چې ځان د الله تعالی د رضا په لاره کې وګرځوي.[۳]

د ټولنیز عدالت تامینول

نن ورځ قضائیه او اجرائیه قواوي تر یوه حده پورې توانېدلې دي چې په بشري ټولنو کې نسبي نظم او امن راولي، خو دا کار یوازې په جرم او ښکاره فساد پورې تړلی دی. د پټو جرمونو په برخه کې دا لاره بې‌پايله ده، سربېره پر دې که د دغو قوانينو پلي‌کوونکي وغواړي له خپل مقام څخه ناوړه ګټه پورته کړي، هېڅوک يې مخه نه شي نيولى.

دلته بشري حکومتونه د ټولنیز عدالت په تامينولو کي د خنډ سره مخامخ کيږي. خو هغه ټولنه چې پروګرامونه يې پر ایمان او د خدای په وېره باندي ولاړ وي داسې نه ده. ځکه چې د ګناهونو سزا یا د آخرت عذابونه د قوانینو د اجرا کېدلو غوره ضامن دی.[۴]

په ژوند کې فعالیت او هڅې

د مړينې او د مړينې څخه د وروسته دنيا او قيامت تصور د انسان ژوند نه ترخوي او د ژوند په چارو کې د هغه د هلوځلو او هڅو مخه نه نيسي. ځکه د ژوند په چارو کې د انسان د فعالیت لامل د اړتیا احساس دی او د مړينې او قیامت په یادولو سره د اړتیا احساس له منځه نه ځي. هو، د آخرت او قيامت يادونه په شهوت پرستۍ کې د ډوبېدو مخه نيسي او هغه په داسي لار کي روانېږي چې وپوهيږي هر نېک کار چې ترسره کوي د هغه کار اجر به وويني، نو خپله هڅه او کوښښ دې لارې ته راګرځوي.[۵]

د ډېرې مطالعې لپاره

  • جوادی آملی، عبدالله، معاد په قرآن کي (موضوعی تفسير، ۴ ټوک) د اسرا د خپراوي مرکز.
  • مصباح یزدی، محمد تقی، تل پاتې نصيحت، د امام خمینی موسسه.

سرچينې

  1. وګورئ: طباطبایی، سید محمد حسین، د مقالاتو ټولګه، ۲ټوک، ۱۳۰مخ؛ وګورئ: مصباح یزدی، محمد تقی، تل پاتې نصیحت، ۲۸۵مخ.
  2. وګورئ: طباطبایی، سید محمد حسین، د مقالاتو ټولګه ، ۲ټوک،۱۳۲مخ.
  3. وګورئ: طباطبایی، سید محمد حسین، د مقالاتو ټولګه، ۲ټوک، ۱۳۲– ۱۳۴مخ؛ وګورئ: مصباح یزدی، محمد تقی، تل پاتې نصیحت، ۲۸۵–۲۸۹مخ؛ وګورئ: سبحانی، جعفر، د انسان او نړۍ معاد، ۱۷مخ؛ وګورئ: جوادی آملی، عبدالله، په قرآن کي معاد، موضوعي تفسير، ۴ټوک ۲۲ و ۲۴ و ۲۹–۳۰ و ۳۴ مخونه.
  4. وګورئ: سبحانی، جعفر، د انسان او نړۍ معاد، ۱۹مخ.
  5. وګورئ: طباطبایی، سید محمد حسین، د مقالاتو ټولګه، ۲ټوک،۱۳۲مخ.