په اودس کې د سر او پښو د مسح کولو څرنګوالی

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

د مائدي د سوري د شپږمي آیي له مخې په اودس کې د سر او پښو د مسح کولو څرنګوالی څنگه دی؟


د «یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آمَنُوا إِذَا قُمْتُمْ إِلَی الصَّلاه فَاغْسِلُوا وُجُوهَکمْ وَأَیْدِیَکمْ إِلَی الْمَرَافِقِ وَامْسَحُوا بِرُءُوسِکمْ وَأَرْجُلَکمْ إِلَی الْکعْبَیْنِ» د آيې او د اودس په اړوند د ډېرو اخبارو او روايتونو او د اماميه وو د اجماع په استناد سره، په اودس کي د مخ او د لاسونو د مينځلو څخه وروسته بايد د اودس د اوبو په لوندوالي سره چې په لاس کي پاتې دی، لومړۍ د سر پرمخکينۍ برخه او وروسته د پښو پر مخ باندي مسح وشي.

د سر مسح کول

دا آیت په ښکاره توګه څرګندوي چې پرسر باندي بايد مسح وشي؛ ځکه د «ب» توری چې په «برؤوسکم» کي راغلې ده د ځينوروايتونو [۱] او ځينو لغاتوالو [۲] د تصريح له مخې د «تبعيض» په معنا ده؛ يعنې آيه وايي د سر يوه برخه مسح کړئ چې زموږ په روایتونو کي [۳] د هغه ځای د يوه په څلورم کي محدود شوی دی او بايد د سر په څلورمه برخه باندي که څه هم لږ وي د لاس په واسطه مسح وشي.

هغه څه چې د اهل سنتو په ځینو فرقو کې ترسره کيږي چې ټول سر او حتی غوږونه مسح کوي، د آیت سره مطابقت نه لري.

د پښو مسح کول

د «رَوْسَكَم» تر څنګ د «ارجلکم» راتلل دا ثابتوي چې پښې هم باید مسح شي؛ نه دا چې هغه ومینځل شي. همدارنګه په دقيقه څيړنه کي «ارجلَکم» د «لام» د فتحې سره لوستل کیږي. دا ځکه چې د «رؤوسکم» پر ځای باندي عطف شوی دی نه پر«وجوهکم» باندي[۴] او دا چې يوه منصوبه کلمه پر مجروره کلمه باندي عطف کيږي په عربي ژبه کې عام دی؛ د مثال په توګه عربانو وايي: «لیس فَلانٌ بِقائِمٍ وَ لا ذاهباً»[۵] يعني پلانی نه ولاړ دی او تلونکی. سربېره پر دې ګڼ شمېر قرائت کوونکو هم «ارجلِکم» يې د جرّ سره تلاوت کړی دی.[۶]

سربېره پر دې داسي نه شو استنباط کولای چې «ارجلَكم» پر «وجوهَکم» باند عطف شوی وي؛ ځکه د سراو پښو مسح کول د مخ او د لاسونو د مينځلو د حکم د بشپړېدو څخه وروسته راغلی دی. که «ارجلَکم» پر «وجوهَکم» باندي عطف شي د قرآن کريم د بلاغت پر خلاف دی.[۷] په دې اړه امام صادق (ع) فرمايلې دي: «پر سر او پښو باندي مسح وکړه او لومړی ښۍ پښه مسح کړه».[۸]

د جواهرالکلام د کتاب لیکونکی د دې مسئلې په باره کې ويلي دي: د اودس له واجباتو څخه يو د پښو مسح کول دی او پر دې مسئله باندي هم محصل اجماع او هم منقول اجماع شتون لري، بلکې دا حکم د شيعه د مذهب له ضرورياتو څخه دی او پر دې حکم باندي متواتر روایتونه راغلي دي». [۹] 

د پښو مسح کول د ګوتو له څوکو څخه تر «کعب» پورې دی، د «کعب» په اړه اکثره شیعه فقهاوو په دې باور دي چې «کعب» د پښو مفصل (ښينګر) ته وايي. خو ځینې د عربو د لغاتو په پاملرنې سره ويلې دي چې د پښو پر شاه راوتلي ځای ته کعب ويل کيږي.

د شيعه د فقه له نظره چې د قرآن او سنتو څخه اخيستل شوی دی په دې کې شک نشته چې په اودس کې د مخ او لاسونو له مينځلو وروسته د سر او پښو مسح کول ضروري دی او د مسح پرځای د پښو مينځل اودس باطلوي. البته د جواهرالکلام د کتاب خاوند او د مرحوم شیخ طوسي د نقل له مخې په اهل سنت کي هم داسې کسان شته چې د پښو مسح کول یې روا ګڼلي دي: ابوالحسن بصري، ابن جریر طبري، ابوعلي جبايي په دې عقیده دي چې انسان د پښو د مسح کولو او مينځلو تر منځ واکمن دی.[۱۰]

سر چينې

  1. شیخ حر عاملی، وسائل الشیعه، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۹۲ق، ۱ټوک، د اودس له ابوابو څخه ۲۳باب، ۴ حدیث، ۲۹۱مخ.
  2. ابن هشام، مغنی اللبیب، د «ب» توری، ۱۴۲مخ.
  3. وسائل الشیعه، د اودس له ابوابو څخه ۲۲باب، ۳–۱حديث، ۲۸۹مخ.
  4. مکارم شیرازی، ناصر، د نمونه تفسیر، ۴ټوک، ۲۸۷مخ.
  5. ابو علی فضل بن طبرسی، مجمع البیان، بیروت، احیاء التراث العربی، ۱۳۲۹ل، ۳ټوک، ۱۶۵مخ.
  6. مجمع البيان، ۳ټوک، ۱۶۳مخ؛ د نمونه تفسیر، ۴ټوک، ۲۸۷مخ.
  7. طباطبایی، محمد حسین، المیزان فی تفسیر القرآن، تهران، دارالکتب الاسلامیه، درېيم چاپ، ۱۳۹۴ق، ۵ټوک، ۲۳۹مخ.
  8. «امسح علی مقدّم رأسک و امسح علی القدمین و ابدأ بالشقّ الأیمن». وسائل الشیعه، تهران، مکتبه الاسلامیه، ۱۳۹۸ق، ۱ټوک، ۲۹۴مخ، د اودس له ابوابو څخه ۲۵باب، ۱ح.
  9. نجفی، محمد حسن، جواهر الکلام، تهران، دارالکتب الاسلامیه، ۱۳۹۲ق، ۲ټوک، ۲۰۶مخ.
  10. جواهر الکلام، ۲ټوک، ۲۰۶مخ؛ طوسی، ابو جعفر محمد، الخلاف، ۱ټوک، ۱۴مخ، ۴۰ مسئله.