په غدیر حدیث د اهل بیتو استدلال

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

کومو امامانو(ع) د امامت د اثبات لپاره په غدیر حدیث یا خطبې استدلال کړی دی؟

امام علی(ع)، حضرت فاطمه(س)، امام حسن(ع) او امام حسین‌(ع) له خپلو مخالفانو سره په خپلو ځینو احتجاجونو کې په غدیر خطبې استدلال کړی دی.امام علي (ع) په ډېرو موادرو کې له رسول الله (ص) څخه وروسته د خپل خلافت د اثبات لپاره په غدیر حدیث استدلال کړی دی. امام علي (ع) په دغه حدیث د سقیفې له قصې وروسته، لهلومړي خلیفه سره په یوه غونډه کې د دوهم خلیفه/ عمر بن خطاب د ځای ناستي د انتخاب لپاره په شپږ کسیزه شورا کې، او د دریم خلیفه/ عثمان بن عفان د خلافت په ورځو کې او د خپل خلافت په دوران کې استدلال کړی دی.

حضرت زهرا (س) د پېغمبر (ص) له رحلته وروسته له مهاجرو او انصارو سره په یوه غونډه کې په غدیر حدیث استدلال کوي اوهغوي د دې د هېرولو په وجه ملامتوي. امام حسن (ع) د امام حسن (ص) د سولې/ له معاویه سره سولې په بهېر کې په دې چې له پېغمبر (ص) وروسته څوک د [[امامت] د مقام وړ دی په غدیر حدیث استدلال کړی دی. امام حسین(ع) دمعاویه له مرګه مخکې د حج په سفر کې، په یوې وینا کې معاویه د خلافت غصب کوونکې وباله او د امام علي (ع) د فضیلت د اثبات لپاره یې په غدیر حدیث استناد وکړ.

امام علی(ع)

امام علی(ع) په ډېرو مواردو کې پر خلافت د خپل حقانیت د اثبات لپاره په غدیر حدیث استدلال کړی دی.


  • له ابوبکر سره په یوه غونډه کې په غدیر خم حدیث استدلالد رسول الله (ص) له رحلته وروسته کله چې ابوبکر ولیدل چې علي (ع) له هغه سره بیعت نه کوي نو د خصوصي ملاقات اجازه یې وغوښته او له امیرالمومنین (ع) سره یې خبرې وکړې. حضرت خپل فضایل وربیان کړل او وې فرمایل: [۱] تا ته په خدای قسم ایا د غدیر په ورځ د پېغمبر د حدیث مطابق زه ستا او د ټولو مسلمانانو مولا یم که ته؟ ابوبکر وویل: هو، ته.
  • له عمر بن خطاب وروسته د خلیفه د ټاکلو لپاره په شپږ کسیزې شورا کې د غدیر په حدیث استدلال

حضرت علي (ع) له اهل شورا سره له ډېرو استدلالونو وروسته پر نورو د خپل لومړیتوب په اړه وفرمایل:کينډۍ:د قول نقل

  • د عثمان د خلافت په ورځو کې په غدیر حدیث استدلال علی(ع) د عثمان د خلافت په زمانه کې د انصارو او قریشو په یو ټول کې، په غدیر خم کې د رسول الله (ص) خطبې او د اکمال ایت[۲] نزول او له ځان سره د ابوبکر، عمر او اصحابو په بیعت تصریح وکړ او هغوي وویل ای علی، ښه دې یاده کړې او زمونږ د دغه خطبې ځینې برخې هیرې کړې وې.[۳]
  • د خپل خلافت په ورځو کې په غدیر حدیث استدلال حضرت علی(ع) په «رُحْبَه» ورځ د خپل خلافت په دوران کې خلک د «غدیر» ورځې د رایادولو لپاره راټول کړل او ورته یې وفرمایل:کينډۍ:عربي متن؛ یو شمېر صحابیان پاڅېدل او په هغه څه چې د غدیر د نص په اړه یې اورېدلې وو شهادت یې ورکړ.[۴] په یو بل روایت کې راغلي دي زید بن ارقمګواهي ورنه کړه او امام ورته ښېرې وکړې او ړوند شو.[۵]
  • د یو شمېر مهاجرو او انصارو په وړاندې د غدیر په حدیث د امیرالمومنین احتجاج؛ خلافت ته له رسېدو وروسته د کوفې خلکو په وړاندې احتجاج؛ په جمل جنګ کې احتجاج؛ په صفین جنګ کې احتجاج او... هغه موارد دي چې په تاریخي سرچینو کې ثبت شوې دي.[۶] علامه امیني پر کتاب الغدیر،سربېره په دې موضوع یوه پوره کتاب لري د (المناشده و الاحتجاج بحدیث الغدیر)په نوم. علامه امیني د اهل سنتو روایتونه په سند سره په دې کتاب کې ذکر کوي چې امام علي (ع) د خپل خلافت لپاره په غدیر حدیث استناد کاوه.

حضرت زهرا(س)

بندانگشتی|«من کنت مولاه فعلی مولاه» په معلي خط اهل سنت عالم ابن جزري په یو روایت کې راوړي چې حضرت زهرا (س) وفرمایل:کينډۍ:د قول نقل

محمود بن لبید وایي: د رسول الله (ص) له وفاته وروسته فاطمه د احد شهیدانو قبرونو ته ورغله او ژړل یې، له هغې مې پوښتنه وکړه: آیا د خدای رسول له خپل وفاته مخکې د علي په امامت تصریح کړې وه؟ وې فرمایل: کينډۍ:نقل قول محمود بن لبید وویل: همداسې ده خو زه غواړم هغه څه چې پېغمبر تاسو ته ویلي واورم. فاطمې (س) وفرمایل:کينډۍ:عربي متن

امام حسن مجتبی(ع)

امام حسن(ع) په ۴۱ هجري کال کې اوله معاویه سره د سولې په مساله کې، په دې خبره کې چې پېغمبراکرم (ص) نه وروسته څوک د امامت د مقام وړ و، په غدیر حدیث استدلال وکړ او وې وفرمایل: کينډۍ:نقل قول

دا خطبه شیخ طوسی په لږ شان فرق سره په الامالی کې راوړې ده.[۷]

امام حسین(ع)

امام حسین(ع) په ۵۸ یا ۵۹ هجري قمري کال کې، د معاویه له مرګه مخکې د حج لپاره مکې ته په سفر کې بني هاشم او شیعیان په منا ټاټوبي کې راغونډ کړل او په خپلو خبرو کې یې معاویه د خلافت غصبوونکی وباله او د امیرالمومنین (ع) د فضیلت لپاره یې په غدیر خم حدیث استناد وکړ او له خلکو یې وپوښتل: کينډۍ:نقل قول

سرچینې

  1. ابن بابویه، محمد بن علی، الخصال، قم، جامعه مدرسین، لومړی چاپ، ۱۳۶۲ل، ۲ټوک، مخ۵۵۰.
  2. سوره مائده، آیه۳.
  3. قندوزی، سلیمان بن ابراهیم، ینابیع المودة لذوی القربی، دار الأسوة للطباعة والنشر، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق، ۱ ټوک ۳۴۷مخ . شیخ صدوق، محمد بن علی، کمال الدین و تمام النعمه، قم، مؤسسة النشر الإسلامی، ۱۴۰۵ق، مخ۲۷۷.
  4. ابن حجر، الاصابه، بیروت، دار الکتب العلمیة، لومړی چاپ، ۱۴۱۵ق، ټو۷، مخ۱۳۶. ابن اثیر، علی بن ابی الکرم، اسد الغابه، بیروت، دار الکتاب العربی، ټوک۳، ۳۰۷مخ.
  5. ابن ابی الحدید، عبد الحمید بن هبه الله، شرح نهج البلاغه، قم، کتابخانه مرعشی نجفی، ۱۴۰۴ق، ټوک۴، مخ۷۴.
  6. امینی، عبدالحسین، الغدیر فی الکتاب و السنه و الادب، قم، مرکز الغدیر للدراسات الاسلامیه‏، لومړی چاپ، ۱۴۱۶ق، ۱ ټوک مخ۳۳۴. مخ۳۳۹. مخ۳۷۸ او مخ۳۹۴.
  7. طوسی، محمد بن الحسن، الأمالی، قم، دار الثقافه، لومړی چاپ، ۱۴۱۴ق، ۵۶۶مخ مجلس۲۱.