پېغمبر د امام علي (ع) له نظره
امام علی(ع) د پېغمبر(ص) لپاره څه صفتونه او ځانګړنې بیان کړې دي؟
پیغمبر(ص) د امام علي (ع) له نظره ډېر لوی اوصاف لري چې په نهج البلاغه کې یې ځینې جوت شوې دي.د نهج البلاغې په ۱۵۱خطبه کې حضرت علي، پېغمبر ګواهي ورکوونکی، او خبرداری ورکوونکی بللی او هغه یې تر ټولو شریف او نجیب کس بللی چې اخلاق یې تر ټولو پاکانو پاک او تر ټولو زیات کریم و. امام علي (ع) د نهج البلاغې د ۷۲ خطبې په یوه برخه کې، پېغمبر تر شلو په زیاتو صفتونو ستایي: منجمله عبودیت او رسالت او دا راز داسې کس چې په ټول طاقت سره یې د رسالت دروند بوج په اوږو یووړ.
امام علي (ع) پېغمبر (ص) د پرهیزګارو امام بلي چې خلک یې حق ته وبلل او بې له سستۍ او کوتاهۍ یې خپل رسالت ترسره کړ. امام علي (ع) پېغمبر(ص) داسې کس ګاڼه چې دنیا یې وړه ګڼله او د نورو په سترګو کې یې معمولي وبریښوله.
د نهج البلاغې ۷۲ خطبه
امام علی(ع) د نهج البلاغې د ۷۲ خطبې په یوه برخه کې پېغمبر تر شلو په زیاتو صفتونو یادوي او وایي: ای خدایه! خپل تر ټولو عزتمن درودونه او تر ټولو زیات او درانه برکتونه پر خپل بنده او رسول محمد (ص) ولېږه»[۱] ځینې صفتونه چې امام علي (ع) د پېغمبر (ص) لپاره بیان کړل په دې ډول دي:[۲]
- عبودیّت،
- رسالت،
- خاتمیّت،
- هغه کس چې بندې دروازې یې پرانستې او حق یې په حق سره ښکاره کړ؛
- داسې کس چې د باطل شور زوږ یې ختم کړ او د ګمراهیو حملې یې ماتې کړې؛
- داسې کس چې په ټول طاقت سره یې د رسالت دروند پېټی پورته کړ؛
- د خدای په امر پاڅون او د خدای د رضا او خوښۍ په لاره کې ګام پورته کول.[۳]
امام علی(ع)د پېِغمبر په اړه وایي په هغو ګامونو کې چې د خدای د اوامرو په لور یې پورته کول، په زړه کې هیڅ شک رانه وسته او شاګرځ یې ونه کړ او هوډ او اراده یې سسته نه شوه؛ ستا وحي یې په آګاهۍ سره واخیسته او ستا د ژمنې ساتنه یې وکړه او ستا د امر په ترسره کولو کې[په جدیت او طاقت] سره پر مخ لاړ.[۴]
هغه همداراز په دې لاره کې پرمخ لاړ تر دې چې د حق شعلې یې د حق غواړو لپاره بلې کړې او لاره یې د ناپوهانو لپاره رڼا کړه، او هغه زړونه چې په فتنو او ګناهونو کې ډوب وو د هغه د وجود په برکت هدایت شو) هغه د حق څرګندوونکي بیرغونه پورته کړل او د اسلام نوراني احکام یې قایم کړل. هغه باوري امین او ستا د علمونو د خزانې خزانچي او د قیامت د ورځې ګواه او د حقایقو د بیان لپاره ستا له خوا راپاڅېدلی او د خلایقو په لور ستا استازی[۵]
د امام علي (ع) له نظره د پېغمبر ډېر غوره اوصاف
ویل شوي چې په نهج البلاغې کې راغلي چې امام علي (ع) د پېِغمبر په اړه وایي : خدای پېغمبر(ص) د پېغمبرانو له پیاوړې ونې، د هدایت د رڼا له سرچینې، له لوړ او بې ساري مقام، په تیارو کې له بلو څراغونو او د حکمت له سرچینو څخه خوښ کړ؛ پېغمبر(ص) د ناروغانو د درملنې لپاره یو طبیب او د ړندو زړونو، کڼو غوږونو او ګونکو ژبو د شفا لپاره شفابخښونکی ملهم دی چې په خپلو درملو سره د هېرو شویو او لالهاندو ناروغانو په موندلو پسې دی.[۶]
د نهج البلاغې په ۱۵۱ خطبه کې حضرت علي (ع) ویلي دي خدای محمد مبعوث کړ، ګواهي ورکوونکی، زیری ورکوونکی، خبرداری ورکوونکی.[۷]داسې پېغمبر چې په وړوکوالي کې تر ټولو غوره او په بوډاتوب کې تر ټولو نجیب او بزرګواره انسان و. اخلاق یې تر ټولو پاکانو زیات پاک او د کرم باران یې تر هر څه بادوامه و.[۸] حضرت علی(ع) پېغمبر اکرم (ص) حق ته بلونکی ګڼي چې بې له کومۍ سستۍ او کوتاهي یې د خپل پالونکي پېغام ورساوه او د خدای په لاره کې د هغه له دښمنانو سره بې له عذر راوړلو وجنګېد. پېغمبر (ص) د پرهیزګارانو امام او د هدایت شویو د سترګو رڼا بخښونکی دی.[۹]
امام علی(ع) پېغمبر (ص) داسې کس ګاڼه چې دنیا یې وړه وګڼله او د نورو سترګو ته یې معمولي وبریښوله. پېغمبر هغه خواره او پسته ګڼله او د نورو په نزد یې هم خواره او بې ارزښته معرفي کړه. او پوهېده چې خدای د هغه ارزښت ته د درناوي لپاره دنیا له هغه لرې کړه او هغه یې د معمولي والي او بې ارزښتوالي په وجه نورو ته وبخښله. حضرت علي (ع) ویلې دي. پېغمبر(ص) د زړه له کومي دنیا ته شا کړه. هغه غوښتل چې د دنیا ښکلاوې د هغه له سترګو لرې وساتلې شي، چې ترې ویاړمنې جامې جوړې نه کړي، یا پکې د پاتې کېدو ارمان ونه کړي.[۱۰]
سرچینې
- ↑ «توصیف پیامبر(ص) از زبان امام علی(ع)»، آیین رحمت، کتنه: د ۱۴۰۳ل کال د چنګاښ ۲۲.
- ↑ نهج البلاغه، به تصحیح صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیه، ۱۳۷۴ل، خطبه ۷۲، مخ۱۰۱.
- ↑ «توصیف پیامبر(ص) از زبان امام علی(ع)»، آیین رحمت، کتنه: د ۱۴۰۳ د چنګاښ ۲۲.
- ↑ «توصیف پیامبر(ص) از زبان امام علی(ع)»، آیین رحمت، کتنه: د ۱۴۰۳ل د چنګاښ ۲۲.
- ↑ «توصیف پیامبر(ص) از زبان امام علی(ع)»، آیین رحمت، کتنه: د ۱۴۰۳ل د چنګاښ ۲۲.
- ↑ «ویژگیهای رسول اکرم(ص) از منظر امیرالمؤمنین(ع) در نهج البلاغه»، د حوزې د اطلاع رسولو سایټ، کتنه: د ۱۴۰۳ل د چنګاښ ۲۲.
- ↑ نهج البلاغه، به تصحیح صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیه، ۱۳۷۴ش، خطبه ۱۰۵. مخ۱۵۱.
- ↑ نهج البلاغه، به تصحیح صبحی صالح، قم، مرکز البحوث الاسلامیه، ۱۳۷۴ل، خطبه ۱۰۵. مخ۱۵۱.
- ↑ «ویژگیهای رسول اکرم(ص) از منظر امیرالمؤمنین(ع) در نهج البلاغه»، د حوزې د اطلاع رسولو سایټ، کتنه: د ۱۴۰۳ل د چنګاښ ۲۲.
- ↑ «ویژگیهای رسول اکرم(ص) از منظر امیرالمؤمنین(ع) در نهج البلاغه»، د حوزې د اطلاع رسولو سایټ، کتنه: د ۱۴۰۳ل د چنګاښ ۲۲.