کورونا او د ساینس او دین ترمنځ تعارض

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

دیني عالمانو تل د انسان ګناهونه یا الهي آزمویني د ټولنیزې بلاوي او ستونزې لامل معرفی کول. خو د کورونا وايروس او د هغه خطرناکه خپرېدل يې د دې لامل شول چې ټول تېر شوي توضيحات او تفسيرونه هېر کړي او د ډاکټرانو نظر ته غاړه کېږدي او حتی د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره ټول مذهبي ځايونه او مراسم وتړي!

اسلام له عقل او سمې پوهې سره په ټکر کې نه دی، بلکې د هغه بشپړوونکی دی. د روغتيا او طبي مسايلو رعایت کول د معنوي مسايلو، توبې او استغفار د رعایت کولو سره هيڅ تضاد نه لري او دا دواړه یو د بل تر څنګ کولای شي ستونزې حل کړي. هماغه دين چې ګناهونه د ځينو انساني ناروغيو او ستونزو لامل بولي، د روغتيا او طبي مسايلو له پامه غورځول ناغوښته او حتی حرام ګڼي او د هغه پر رول باندي د ناروغيو او فقر په رامنځ ته کېدو کې ټينګار کوي.

د دیني عالمانو سپارښتنه د روغتیايي چارو د رعایت کولو په باره کي سربېره پردې چې پخپله د دين سپارښتنه ده، د نړييزو پېښو د ټول‌ليد په خاطر ده. د ناروغۍ لاملونه او جسمي او رواني روغتیا یوازې په مادي لاملونو کي محدود نه دي. اسلام هيڅکله د مادي لاملونو انکار نه کوي. خو پر مادي لاملونو سربېره، د خلکو پام معنوي لاملونو ته هم رااړوي.

په دې نړۍ کې هره پېښه مادي او معنوي لاملونه لري. د انسان ناروغۍ او روغتیا هم خپل مادي او معنوي لاملونه او شرایط لري. په وګړو او ټولنو کې د ناروغیو پیښې همغسي کېدای شی چې مادي وي، ممکنه ده چې معنوي هم وي. معنوي لاملونه د پېښو ليرې لاملونه دي او مادي لاملونه نژدې لاملونه دي. لیرې لاملونه تل پر نژدې لاملونو د اغېز له لارې عمل کوي او د حوادثو د منځ ته راوړو لامل ګرځي.

د ساینس او دین تر منځ د تعارض شبهه

دا شبهه د ساینس او دین تر منځ د تعارض د مصادیقو څخه يو مصداق دی. د ساينس او دین تر منځ شخړه د لويديځې نړۍ له فلسفي او کلتوري ګمانونو څخه ده چې له اسلام سره سمون نه لري. د اسلام بنسټونه او زده کړې د ساینس او دین تر منځ هر ډول دوامداره او حقیقي تعارض ردوي. د کلیسایی مسیحیت پر خلاف، د اسلام له نظره، دین او ساینس د یو بل بشپړوونکي دي او هر یو د کائناتو د واقعیت يوې برخې ته نظر لري. د دین هیڅ يو زده کړې او تعلیمات، صحیح علمونه نه ردوي او تجربې صحیح او ډاډمن علم هم د دین هیڅ صحیح زده کړې او تعلیمات نه ردوي.

د نړۍ مادي او معنوي لاملونه

هغه نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو د علت او معلول د نظام پر بنسټ جوړه شوې ده. په دې نړۍ کې هره پدیده، مادي او معنوي لاملونه لري. د انسان ناروغۍ او روغتیا هم خپل ځانګړې مادي او معنوي لاملونه او شرایط لري. د عقل، دين او تجربې د حکم له مخې، د روغتيايي مسايلو رعايت او د سلامتيا د شرايطو رامنځته راوړل د روغتيا د احتمال د زياتوالی او د ناروغي د کموالی سبب ګرځي او د دغو چارو رعايت نه کول د ناروغيو د ډېرښت سبب ګرخي او د وګړيز او ټولنېز په سلامتيا کي د ګډوډۍ احتمال زياتوي. طبي پوهه یو له جرړيزو او پخوانیو بشری علمونو څخه ده چې د تجربې او د بشر د تحقيقاتو پر بنسټ د ناروغیو د لاملونو، عواملو او د درملنې لارو چارو او همدارنګه د جسمي روغتيا د ساتنې د څرنګوالې او د هغه د لوړوالي لپاره منځ ته راغلې ده او همدا اوس خپل د ودې دوران تيروي.

داسلام دین نه يوازې د طبي پوهې او تغذيې په وړاندي بې تفاوته نه دى، بلکې د هغې په وده کې يې مهم رول لوبولى دى. د اسلام په لومړیو پیړیو کې ډېرَی مشهور ډاکټران پخپله د دیني عالمانو څخه وو. له دې سره سره، آیا دا ادعا کیدای شي چې ټولې ناروغۍ، د تشخیص نښې او د درملنې لارې او د درمل دواګانې د طبي پوهې لخوا کشف او معرفي شوي دي؟ آيا دا ادعا کولای شو چې د ټولو جسمي ناروغيو لامل يوازې زيانمن ويروسونه او باکټريا دي او معنوي او روحي چارې د بدن په روغتيا او ناروغيو کې رول نه لري؟ دا ډول ادعا سمه نه ده، او د جسمی ستونزو لامل یا لاملونه همغسي کیدای شي چې مادي وي، ممکن دی چې معنوی وي او سبب يې د انسان د غیر اخلاقي او د شريعت پرخلاف کړنې او چلند وي.

معنوی لاملونه

معنوي لاملونه د پديدو او پېښو ليرې لاملونه دي او مادي لاملونه د هغو نژدې لاملونه دي. لیرې لاملونه تل پر نژدې لاملونو باندي د اغېزله لارې عمل کوي او د پېښو د را منځ ته کېدو سبب ګرځي. د دیني عالمانو سپارښتنه د روغتیا د چارو رعايت کولو ته، سربېره پر دې چې پخپله د دين سپارښتنه ده، د نړييزو پېښو په باره کي د ټول‌ليد لپاره ده. د ناروغۍ او جسمي او روحي روغتیا شرايط او لاملونه په مادي شرایطو او لاملونو کي محدود نه دي او اخلاقي او معنوي مسایل هم په دې برخه کې اغیز لري.

دا ممکنه ده چې په جسمي روغتیا او ناروغیو کي د روحاني لاملونو اغیز د هماغه مادي لاملونو له لارې ترسره شي. خو دا چې، مادي لاملونه په ټولو مواردو کي په ناروغيو او سلامتيا کي پرېکنده او پخپل سر اغيز ولري، بشپړه او سمه خبره نه ده. پېغمبرانو او امامانو هېڅکله مادي لاملونو نه دي رټلي؛ بلکي دوئ د انسان سترګې په مادي شیانو کې له محدودیت څخه د کایناتو پراخه او ژور افق ته خلاصې کړې دي؛ نو له دې امله د مادي لاملونو د پاملرنې تر څنګ بايد معنوي لاملونو ته هم پاملرنه وشي، او د ستونزو د مخنیوي، د ګډووډيو او نيمګړتياوو د حل او د ژوند د کیفیت د ښه کولو لپاره، دا اړینه او ضروري ده چې هم د مادي لاملونو او هم د معنوي لاملونو څخه بې خبره و نه اوسېږو.

د معنویت اغیزې

نن ورځ د ارواپوهنې او ټولنپوهنې علم د عقل او دين ترڅنګ د اخلاقو او معنويت پر اهمیت او د انساني ژوند په ښه کولو د ژوند په ټولو اړخونو کي د هغه پر رول بادي ټينګار کوي. دین او معنويت ژوند ته د معنا او هدف ورکولو او د انسان په زړه کي د هيلې د منځ ته راوړلو سبب ګرځېدلی دی او انسانان د یوازیتوب او ویرې له احساس څخه خلاصوي. که څه هم دا آثار د دين او معنويت د غير مادي آثارو څخه يوه وړه برخه ده او د انسان د وجود په ټوله ډګر کي د هغه د حقيقي او تکوينې آثارو بيانول يوازې د الهي پيغمبرانو په لاس کې دی.

د طبي او تجربوي ارواپوهنې څیړنې پر دې چار باندي ټينګار لري چې د جسمې روغتيا نظام له هغه څخه لا ډېر چې انسانان تصور کوي د فکر، احساس او د وګړو د اروا‌پوهنې پروسو د سلامتيا سره تړاو لري. هغسی چې د فکر او احساساتو ناروغي کولای شي د انسان بدن ضعیف کړي او د هر ډول سختو او وژونکو ناروغیو اخته کیدو ته چمتو کړي.

دین، معنويت او اخلاق د لوړو اهدافو، د اصيلو لاس ته رواړل کېدنې ارزښتونو، معنا ورکوونکی، هيله راوړونکی د ډېرو ويجاړونکي او زيانمنو چلندو د مخنيوی پر بنسټ د بشرد جسمي او رواني روغتيا لپاره بې انډوله خدمت وړاندي کوي. دین او معنويت د ناروغیو په پیژندلو، مخنیوي او درملنې او د هر اړخیز انساني روغتیا د کیفیت په لوړولو کې د طبي پوهې بشپړوونکی دی، او هیڅکله د سيال او مخالف په توګه د انساني ريښه لرونکي پوهو په وړاندي ځان نه دی ښولي.