کورونا او په نذرونو کي بیا د فکر کولو لزومتیا

د ویکی پاسخ لخوا
پوښتنه

په ننو ورځو کي دا څرګنده شوې ده چې د امام زاده او ضريح او داسې نورو ته د نذر ورکولو پر ځای بايد ډاکټر، نرس او طبي سامان ته نذر وکړو. دغه کارونه د انسانانو سره مرسته کولای شي، نه هغه کارونه!

په نذر کولو کي اصلي شرط دا دی چې خير وي. په هر وخت کې، کېدای شي د نذر کولو لپاره ښه ترينه او غوره کار ومومو او هغه ترسره کړو. كه په يوه دوران كې د ټولنې لومړيتوب د طبي او درمل مسائل وي، نو غوره ده چې په دې برخه كې نذر وشي او دا كار نه يوازې د شرعي احكامو سره منافات نه لري، بلكې د ديني امرونو سره هم سم دی.

همدارنګه د معصومو امامانو (ع) او د امامانو د معتبرو او با تقوا اولادونو لپاره کله چې وفات شوې وي، نذر بايد په خيريه کارونو کي او د بې وزلو سره د مرستې لپاره په کار يوړل شي او د هغه کار ثواب امام او امام‌زاده ته ډالۍ شي.[۱]همدارنګه د هغوئ د مزار لپاره نذر کول هم د خيريه کارونو څخه دیِ؛ حرم جوړونه او د هغه پراخول او پياوړی کول هم د خداى سره د خلکو د معنوي اړيکې او هم د خلکو د ديني غونډو بنسټ جوړوي چې د مؤمنانو د يووالي لامل کرځي.

په اسلام کې سره له دې چې پر توسل او نذر باندي ټینګار شوی دی، خو دا کار انسان له ډاکټر او درملنې څخه نه بې اړتيا کوي. د تاریخ په اوږدو کې مسلمانان او شیعيان د دیني سپارښتنو سره سم، هم دعا او توسل يې درلودلې دي او هم د ډاکټر او دوا څخه يې ګتې اخيستې دي، هم يې معنوي چاروته اهميت ورکړي دي او هم روغتيايي او طبی مسائلو ته ډېره پاملرنه کړې ده. د ایران په هېواد او نورو مسلمانو هېوادونو کې ډېر طبي مرکزونه د مسلمانو خلکو له خوا په ديني انګيزو سره جوړ او وقف شوي دي.

څیړونکو دې ته پام اړولی دی چې د ایمان او ساینس دوه ډګرونه دوه مختلفې لارې دي او نباید يو د بل لپاره قرباني شي. شهید مطهري په دې باور دی چې ساینس، موږ ته رڼا او پياوړتيا او ايمان، مینه او امید راکوي. ساینس وسیله او سامان او ایمان مقصد جوړوي، ساینس طبیعت جوړونکی او ایمان انسان جوړونکی دی.[۲] هغه معتقد دی چې تاریخ ښودلی دی چې د ساینس او ایمان تر منځ بيلتون څه پايلې لري. هلته چې ساینس شتون درلودلی دی او د ایمان ځای خالي پاتې شوی دی، ټول ساینسي ځواک پر ځان غوښتنې، ځان پرستۍ، ډېر غوښتنې، ستريا غوښتنې او استثمار کې مصرف شوی دی.[۳]

سرچينې

  1. د نذرونو د حکمونو د مطالعې لپاره ، د ایت الله خامنه ای په ویب پاڼه کې «د امام توضیح المسائل، د نذراو عهد احکام» ته مراجعه وشي. موسوي، سید جعفر، نذیر او احکام یې.
  2. شهید مطهری، د شهيد استاد مطهري د آثارو ټولګه، تهران، ۲ټوک، ۳۲مخ.
  3. د شهيد استاد مطهري د آثارو ټولګه، ۲ټوک، ۳۷مخ.