د اهل سنتو په سرچینو کې پېغمبر اکرم (ص) ته غسل او کفن ورکوونکی

د ویکی پاسخ لخوا
سؤال

اهل سنت ادعا کوي چې ابوبکر د پېِغمبر اکرم(ص) د تکفین او تدفین مسوولیت په غاړه درلود او حضرت علي (ع) د ډېر غم په وجه په هغه وخت کې مدهوشه و. ایا دا روایت صحیح دی؟

د اهل‌سنتو معتبرو سرچینو د پېغمبر غسل، کفن، ښخول او د پېغمبر(ص) په جنازه لومړی لمونځ د امام علی(ع) په وسیله ګڼلی او ځینو نورو کسانو لکه د پېغمبر تره عباس بن عبدالمطلب او زامنو یې قُثَم او فضل له امام علي (ع) سره مرسته کوله.د اهل‌سنت عالمانو منجمله ابن‌هشام په السیره النبویه کې، ابن‌سعد په الطبقات الکبری، ابن‌کثیر په البدایه و النهایه کې، د پېغمبر ښخول او کفن وراغوندل د امام علي (ع) په غاړه ګڼلي او همداراز د هغو کسانو نومونه یې هم راوړي چې په دې کار کې یې له علي (ع) سره مرسته کړې ده. په سرچینو کې پېغمبر ته د غسل ورکوونکي په توګه د ابوبکر نوم نه دی ذکر شوی.

د پېغمبر(ص) وصیت

سیوطي په جامع الاحادیث کې یو روایت نقلوي چې په پر اساس یې پېغمبر اکرم (ص) له خپل وفاته مخکې وصیت کړی و چې امام علي (ع) دې د دوي بدن ته غسل ورکړي.[۱]

د پېغمبر (ص) غسل د اهل سنتو په سرچینو کې

د دوهمې او دریمې قمري پېړۍ مشهور مورخ او سیره لیکونکی په کاتب واقدي مشهور ابن سعد، په الطبقات الکبری کتاب کې له کعب الاحباره یوه کیسه نقل کوي چې کعب الاحبار له دوهم خلیفه پوښتنه وکړه چې پېغمبر (ص په احتضار ( د عمر په وروستو شېبو کې) څه وفرمایل: عمر علي (ع) ته اشاره وکړه او وې ویل له ده پوښتنه وکړه. علي (ع): پېغمبر (ص) په داسې حال کې چې سر یې زما په اوږه و، فرمایل: الصلاة، الصلاة (لمونځ لمونځ) … کعب: چا پېغمبر اکرم (ص) ته غسل ورکړ؟ عمر وویل له علي وپوښته او علي (ع) وویل ما پېغمبر ته غسل ورکړ په داسې حال کې چې عباس ناست و او د پېغمبر صحابي اسامه بن زید او د پېغمبر مریي شقران صالح اوبه اچولې.[۲]

د دریمې قمري پېړۍ مورخ او د پېغمبر اکرم د سیرت په اړه تر ټولو د مشهور کتاب تدوینوونکی ابن هشام پېغمبر ته غسل ورکوونکي علی بن ابی‌طالب، عباس بن عبدالمطلب، فضل بن عباس، قثم بن عباس، اسامه بن زید او شقران صالح او اوس بن خولي چې یو انصار و راپور کړې دي. هغه د پېغمبر غسل داسې ګڼلی چې علي (ع) د پېغمبر اکرم (ص) جنازه په خپله سینه ایښې وه او د پېغمبر تره عباس او زامنو یې فضل او قثم د بدن په ښي او کیڼ لوري اړولو کې له هغه سره مرسته کوله او اسامه او شقران هم اوبه اچولې او علي بن ابیطالب (ع) پېغمبر(ص) ته تر کمیس لاندې غسل ورکاوه..[۳] په یو روایت کې چې سیوطی یې نقلوي فضل د پېغمبر بدن پورته کړی و چې امام علي (ع) ورته غسل ورکړي.[۴] همداراز په ځینو روایتونو کې پېغمبر ته د غسل ورکوونکو په څنګ کې د جبراییل یادونه هم شوې ده .[۵]

د پېغمبر (ص) ښخول (دفن) د اهل سنتو په سرچینو کې

ابن‌هشام، د علي بن ابیطالب (ع) د پېغمبر د تره عباس زامن فضل او قثم او همداراز شقران په شان کسان د پېغمبر د ښخولو متولیان ګڼلي چې د پېغمبر (ص) قبر ته داخل شول.[۶] ابن‌اثیر جزري په اسد الغابه،[۷] ابن‌کثیر په البدایه و النهایه[۸] بیهقی په دلائل النبوه کې دې پیښې ته اشاره کړې ده چې بې له علي (ع) او دهغه له ملګرو بل چا د پېغمبر (ص) په ښخولو کې برخه نه ده اخستې.[۹]

د اهل سنتو مشهور مورخ طبري (وفات۳۱۰ق) په خپل کتاب تاریخ الامم و الملوککې نقل کوي چې د پېغمبر (ص) د ښخولو د ځای په اړه اختلاف شو، ځینوبقیع وړاندیز کړه، ځینو وویل: د جومات په څنګ کې او ځینو وویل: د هغه حضرت په کور کې یې ښخ کړو. په اخر کې فیصله دا وشوه چې جنازه په هماغه حجره (کوټه) کې چې هغه حضرت پکې د پېغمبر رحلت وکړ خاورو ته وسپاري. د هغه حضرت قبر د صحابه ابو عبید جراح له انصار څخه د اَبوطَلْحه انصاری لخوا تیار کړی شو او د ښخولو دستورې علي (ع) د پېغمبر د تره عباس او بچیانو یې فضل او قثم په وسیله وشوې.[۱۰] لکه څنګه چې ځینو سني سرچینو راپور ورکړ، ابوبکر له پېغمبرڅخه یو روایت نقل کړی چې پر اساس یې پېِغمبر په هماغه ځای کې چې رحلت کوي، ښخیږي او له همدې امله د پېغمبر یو صحابي ابوطلحه په هغه کوټګۍ کې چې پېغمبر له دنیا تللی و، یو قبر برابر کړ.[۹] خو طبراني په یو روایت کې راپور ورکړی چې علي (ع) د ابن عباس او ابوبکر په مرسته پېغمبر (ع) ښخ کړ.[۱۱]

د پېغمبر (ص) په جنازې لمونځ

اهل سنتو سرچینو همداراز لیکلي چې علی بن ابیطالب (ع) لومړی کس و چې پر پېغمبر(ص) یې لمونځ وکړ او بیا د پېغمبر (ص) ملګرو او اصحابو ډله ډله د هغوي په جنازه لمونځ وکړ. اهل سنت مورخ ابن کثیر نقل کړې چې پېغمبر (ص) وصیت وکړ چې د هغه تنې ته دې د اهل بیتو سړي غسل ورکړي او کفن واغوندوي او بیا د هغه حضرت په جنازه لمونځ وکړي. بیا دې خلک د هغوي په جنازه لمونځ وکړي او له سړو وروسته دې ښځې د هغه حضرت په جنازې لمونځ وکړي.[۱۲] لکه څنګه چې اهل سنت سرچینو راپور ورکړی، د پېغمبر (ص) په جنازې لمونځ په فرادا ډول کېده او هره ډله په لس کسیزو دستو کې د پېغمبر جنازې ته ورتلل او درناوی یې کاوه.[۱۳]سني سرچینو همداراز د پېغمبر په جنازه د فرښتو منجمله جبراییل د لمونځ کولو یادونه کړې ده.[۱۴]

سرچینې

  1. Script error: No such module "Template wrapper".
  2. ابن سعد، محمّد، الطبقات الکبری، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۱۰ق، ټوک۲، مخ۲۰۲.
  3. ابن هشام، عبدالملک، السیره النبویه، بیروت، دارالمعرفه، بی تا، ۲ ټوک، ۶۲۲–۶۶۳ مخونه.
  4. Script error: No such module "Template wrapper".
  5. Script error: No such module "Template wrapper".
  6. ابن هشام، عبدالملک، السیره النبویه، بیروت، دارالمعرفه، بې تا، ټوک۲، مخ۶۶۴.
  7. ابن اثیر جزري، علی بن محمد، اسد الغابه فی معرفه الصحابه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۹ق، ټوک۲، مخ۳۸۸.
  8. ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۲۶۹.
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ بیهقی، احمد بن حسین، دلائل النبوه و معرفه احوال صاحب الشریعه، بیروت، دارالکتب العلمیه، ۱۴۰۵ق، ټوک۷، مخ۲۵۴.
  10. طبری، محمد بن جریر، تاریخ الامم و الملوک، بیروت، مؤسسه الاعلمی، بې تا، ټوک۲، مخ۴۵۲.
  11. Script error: No such module "Template wrapper".
  12. ابن کثیر، اسماعیل بن عمر، البدایه و النهایه، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق، ټوک۵، مخ۲۶۶.
  13. Script error: No such module "Template wrapper".
  14. Script error: No such module "Template wrapper".